لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: جانې خېلو بيا د امنيت او نورو غوښتنو منلو دپاره احتجاج کړی


تیره ورځ په (7 فرورۍ) د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د جاني خېل سیمې په سلګونو شمیره خلکو چې پکې د علاقې قامي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو ګډون کولو، د بنو پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې د تل پاتې امن، د هدفي وژنو بندول، د وسله والو ويستل او د علاقې نه بې درکه شوو کسان خوشي کولو غوښتنې يې کولې.

دوي دا غوښتنه هم کوله چې د خلکو په هدفي وژنو کې ککړ کسان دې مالوم کړی شی.

دغه احتجاجي پرلت وروسته له هغې د یوې اوونۍ پورې وځنډول شو چې په بنو سیمې کې حکومتي چارواکو احتجاج کوونکو نه د یوې اوونۍ وخت ورکړی چې په دې کې به یې غوښتنې په ځایې شي.

د احتجاج یو مشر او په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال لطیف وزیري وویل،دوی احتجاجي پرلت بیا ځکه پېل کړو چې د دوی په غوښتو عمل نه کیږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل دوی سره وعدې شوې وې چې دا علاقه به د هرقسمه ناامنۍ نه پاکولی شي، د تنکي ځوانانو په وژنه کې ککړ کسان به نیول کیږي او سزاګانې به ورته ورکول کیږي، د احتجاجي پرلت پرمهال په احتجاج کونکو جوړې مقدمې به ختمولی شي او د علاقې نه بې درکه شوي کسان به خوشي کولی شي .

هغه زياته کړه تر اوسه په دې یوه غوښتنه کار نه دی شوی او د دوی نه د امنیتي ادارې یو مشر یوه اوونۍ وخت غوښتې او که په یوه اوونۍ کې په غوښتنو عمل ونشو بیا به د صوبې مرکز پیښور ته احتجاج کوي ځکه چې دوی سره دا وعدې د صوبې اعلا وزیر کړې وې.

لطیف وزیری وويل، د دوی تر ټول لویه ستونزه په علاقه کې هدفي وژنې دي، چې د علاقې خلک یې د پرېشانۍ سره مخ کړي دي، خو حکومت یې د نا امنۍ د مخنوي غوښتنه نه مني او د مرستو ورکولو ورته ویل کیږي.

جاني خېل قومو تېر کال د څلور تنکو کچه هلکانو د مړو ترلاسه کېدو وروسته د مارچ په مياشت کې احتجاجي مظاهره کړې او بيا د وزیراعلا په مشرۍ د دوی سره په معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو.

دوی د احتجاجي پرلتونو په مهال اسلام اباد ته لاريونونه پېل کړي چې بيا وروسته په لارو کې په زوره ودرول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم رامنځته شوې وې.

د جاني خېل قام یو مشر ملک مویز احتجاجي مظاهرې ته ویلي علاقه یې د نا امنۍ سره مخ ده هره ورځ تنکي ځوانان پکې وژل کیږي او په زوره بې درکه کیږي، دوی د چا په خلاف نه دي، په علاقه کې د امن غوښتنه کوي خو د دوی دغه غوښته نه منل کیږي.

هغه زیاته کړې دوی دوه ځله احتجاجي پرلتونه کړي په دوی تشدد شوی خو د خپلو غوښتنو څخه نه دي په شا شوي او په هر پرلت کې دوی یوازې د علاقې د امنیت ټیګښت خبره کړې ده.

دوی ویلي دا پرلتونه وروسته د هغې ختم کړی شوي چې د صوبې اعلا وزیر دوی ته د غوښتو منلو ژمنې کړې وې، هغه زیاته کړه د دوی سره د مې او مارچ په میاشتو کې د علاقې د امنیت ټیکنښت او په علاقه کې د پرمختیایي چارو وعدې شوې وې.

خو د ملک مویز په خبره په وعدو تر اوسه څه عمل نه دی شوی نو ځکه دوی بيا احتجاج کولو ته مجبوره شوي دي.

وي او اې ډيوه د بنو مرستیال کمشنر زبېر نيازي سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

د علاقې یو امنتي چارواکي وویل، حکومت له جانی خېلو سره د پرلتونو پر مهال شوې ژمنې په ځایې دي خو پوره کېدل به یې وخت اخلي. هغه وویل تیره ورځ یې د جاني خېل قام مشرانو سره لیدلي او هغوي ته يې وویل چې دوی د غوښتنو جاج اخلي او هغې لپاره یوه اونۍ وخت غوښتی شوی چې غوښتنې یې ومنل شي.

د نومبر په اخره کې د بنو د مرستیال کمشنر دفتر مطبوعاتو سره په شریک کړي بیان کې ویلي وو د جاني خېلو سره شوې وعدې په ځای دي او په عملي کولو يې پېل شوی دی.

په بيان کې ويل شوي وو، د صوبې اعلا وزیر محمود خان د جانې خېلو سره کړې وعدې سره سم د علاقې د ترقۍ لپاره څلور اربه 15کروړه 21لکه روپو فنډ منظور کړی دی، چې پکې به په دوه اربه روپو په جنوبي وزیرستان کې د ډېم جوړولو سره په علاقه کې سکولونه، د روغتیا مرکزونه، سړکونو، نکاس او یو شمیر نور کارونه کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG