لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډیورنډ ترڅنګ دپاکستاني ځواکونو عملیات،ایا دافغان طالبانو اؤ پاکستان اړېکې په خرابېدو دي؟


Pak Afghan Border Fencing
Pak Afghan Border Fencing

نړېوال مطبوعات وایي دتندروه وسله والو ډلو لخو په پاکستاني عسکرو دشوؤ وروستیو پرله پسې خونړیو بریدونو وروسته پاکستان دافغانستان دپولې ترڅنګ د وسله والو ډلو په ضد دخپلو عملیاتو لړۍ چټک کړې ده .

څېړونکي احتمال ښایي چې دپاکستان له لوري دافغان پولې ترڅنګ دعملیاتو اؤ پاکستان کې دټي ټي پي لخوا په پاکستاني‌ځواکونو دبریدونو له امله په نزدې راتلونکي کې دپاکستان اؤ افغان طالبانو دحکومت ترمنځ بې باوري اؤ واټن زیاتیدای شي.

د رایټرز خبري ادارې د رپورټ له مخې دپاکستان پوځ وایي چې تندروه ډلو تیره میاشت پاکستان کې کوم بریدونه کړي هغې کې لږ تر لږه ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي اؤ وایي چې دې بریدونو کې درې بریدونو دپاره وسله وال دافغانستان دخاورې څخه پاکستان ته را اوړیدلي وؤ.

دافغان طالبانو حکومت پرله پسې دعوې کوي چې د دوئ خاوره هیڅوک دبل هیواد په ضد نه شي کارولی خو پاکستان بیا وایي چې اوس هم دپاکستان مخالفه تندره ډلې ټي‌ ټي‌ پي وسله وال دافغانستان په کونړ،نورستان،خوست پکتیا اؤ نورو ختیزو ولایتونو کې میشت دي اؤ له هغه ځایه په پاکستاني عسکرو بریدونه کوي.

رویټرز خبري ادارې لیکلي سرحدي جنجالونه چې د لسیزو راهیسې د دوؤ ګاونډیو (پاکستان اؤ افغانستان)د اختلاف نقطه ده، کولی شي د کابل او اسلام اباد روابط کمزوري کړي.

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان هم دامني چې د وروستیو تلخیو له امله دپاکستان اؤ افغان طالبانو ترمنځ واټنونه اؤ بې باوري زیاتیدای شي.

هغه وایي پاکستان دا ګڼله چې افغانستان کې دطالبانو دحکومت رامنځته کیدو سره به پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دکیدونکو بریدونو مخه ونیول شي خو طاهر خان وایي، اوس دا حملې نورې هم زیاتې شوې دي .

طاهر خان وایي پاکستاني طالبان اوس د وړاندې په نسبت زیات پیاوړي شوي اؤ منظم شوي دي ځکه چې خپل منځي اختلافات یې ختم کړي اؤ نورې وړې، وړې د تندلارو ډلې هم دټي ټي پي په لیکو کې جذب شوي دي ځکه اوس هغوئ نه خو دپاکستان سره اوربند کوي اؤ نه مذاکراتو ته حاضریږي.

افغانستان کې ځایي مطبوعاتو اؤ په ټولنیزو رسینو یوشمیر فعالیتونو داسې دعوې کړي چې دشنبې په ورځ دپاکستان پوځ دافغانستان دکونړ ولایت دسرکاڼو ولسوالۍ پر ګنجګل او ناوې سیمو راکټي بریدونه کړي چې ددې بریدونو پایله کې ددغو سیمو ګڼ شمیر خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دپاکستان اؤ افغانستان حکومتونو لا په دې اړه په رسمي ډول خپل دریځ نه دی ښکاره کړی.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي پاکستان که په کونړ راکټي بریدونه کوي نو دا ښایي چې ممکن پاکستان دافغان طالبانو له اقداماتو مطمین نه وي ځکه دا ګام اخلي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي دتیر وخت په پرتله پاکستاني طالبان اوس زیات فعال دي اؤ پاکستان کې یې خپل بریدونه هم زیات کړي دي.

دطاهر خان په وینا دټي ټي پي د زیات فعالیت اؤ بریدونو سیوا کولو علت دادی چې اوس افغانستان کې هغوئ نه خو دامریکایي ډرون ویره لري اؤ نه لکه دپخواني افغان حکومت د دورې په څېر دعملیاتو اؤ ګرفتارۍ داندېښنو سره مخ دي.

طاهر خان وایي دا چې اوس پاکستاني طالبان په افغانستان کې ځان زیات خوندي ګڼي نو دپاکستان لپاره دټي ټي پي چیلینج د وړاندې په پرتله نور هم زیات شوی دی.

خبریال طاهر خان وایي افغان طالبان دا نه مني چې ګنې پاکستاني طالبان به افغانستان کې دي خو دپاکستان پوځ،استخباراتي ادارې اؤ حکومت په دې خبره یوه خوله دي چې پاکستاني طالبان اؤ نورې دپاکستان ضد ډلې دافغانستان څخه دپاکستان په ضد فعالیتونه کوي

“دلته هم د نظر یو اختلاف شته ،اؤ چې دواړه غاړې(پاکستان اؤ افغانستان) پخپل دریځ ولاړې وي نو بیا خو امکان شته چې نوره هم تلخي پیدا شي”

هغه وایي پاکستان که دا توقعو لري چې افغان طالبان به دپاکستاني طالبانو په ضد ګامونه واخلي” نو زه ګمان نه کوم چې دا کار به وشي ، دپاکستان لپاره به دافغانستان طالبان دپاکستاني طالبانو په ضد ګامونه نه اخلي”

دیوې پوښتنې په جواب کې طاهر خان وایي دپاکستان له لوري په پوله د ازغن تار لګولو معامله هم دتلخۍ ښکار ده اؤ دطالبانو دحکومت ددفاع وزیر مولوي یعقوب تر دې ویلي چې دوئ دپاکستان له لوري دازغن تار لګول کیدو عمل ودرولی دی.

هغه وایي دازغن تار په اړه د وړاندې هم افغانستان کې اختلاف موجود وؤ اؤ بیا چې کله افغان طالبانو دا وویل چې دا تار دافغانستان په خاوره کې تیر شوی دی نو پاکستان لا دافغان طالبانو دې ادعا ته ځواب نه دی ویلی.

طاهر خان نظر لري چې دا مهال دافغان طالبانو دحکومت اؤ پاکستان ترمنځ بداعتمادي شته اؤ وایي که چرې دپاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د راکټو توغولو لړۍ دوام ولري نو دا به نوره بد اعتمادي هم پیدا کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG