لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دمذهبي چارو د وزیر لیک دښځو دحقونو دفعالینو سخت غبرګونونه راپارولي


پاکستان کې دمدني ټولنې غړو، دښځو اؤ بشري حقونو فعالانو دمذهبي چارو د مرکزي وزیر نورالحق قادري هغه سپارښتنو ته کلک غبرګون ښودلی چې د وزیراعظم عمران خان نه یې غوښتتلي باید دمیرمنو نړیوالې ورځې په مناسب دمیرمنو په لاریون بندیز ولګول شي اؤ دا ورځ دې دحجاب د ورځې په توګه ونمانځل شي.

د مارچ په اتمه هرکال دملګرو ملتونو له خوا د میرمنو نړيواله ورځ نمانځل کیږي اؤ دنورو هیوادونو په څېر پاکستان کې هم اکثره په دې ورځ مېرمنې د"عورت مارچ" په نوم لاریون کوي چې دسخت دریځو ډلو اؤ اشخاصو لخوا پرې سختې نیوکې کیږي.

رسنۍ وایي چې سږکال ددې لاریون نه وړاندې دپاکستان دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادرې وزیراعظم عمران خان ته یو لیک استولی چې پکې یې په دښځو په لاریون دبندیز د میرمنو دنړیوالې ورځې دحجاب د ورځې په توګه دنمانځلو غوښتنه کړې ده.

د وزير اعظم د دفتر څخه ددغه ليک په اړه لا کومه وېنا مخې ته نه ده راغلې خو د مدني ټولنې او ښځو د حقونو فعالانو د مذهبي چارو د وزير په ليک سختې نيوکې کړې دي ۔

د پېښور هايکورټ وکيله مهوش محب کاکاخېل وي او ای ډيوه ته وويل ،دپاکستان ايين هر چاته دا اجازه ورکوي چې دخپلوحقونو غوښتنې دپاره پرامنه غونډې او لاريونونه وکړي ۔

دنوموړې په وینا د مرکزي وزير دا سپارښتنې په څرګنده دايين اوقانون څخه سرغړونه ده او د هغه حقونو څخه انکار دی چې هره میرمن يې لري۔

د هوا لور په نوم د مېرمنو دحقونو دپاره دغږ پورته کوونکي سازمان يوه مشره خورشيد بانو بيا د ياد وزير ليک د هغه بيانيې برخه ګرځولې چې تر مخه يې زنانه د دويمې درجې مخلوق ګنل کيږي ۔

نوموړې وي او ای ډیوه سره خبرو کې وويل ،د زنانه ؤ په جايداد کې برخه ، د غېرت په نوم وژنې ،دکورني تشدد پېښې او داسې نورې ستونزې دي چې پرې غږ پورته کول پکار دي خو بيا په دغه ستونزو ولې دمذهبي چارو د وزير له لوري وینا نه اورېدل کيږي ؟

د مدني ټولنې يوه فعاله طاهره کليم وايي په دې هېواد کې چې يوه بيانيه د زنانه و دحقونو پرضد ليدل کيږي او د يو حکومتي وزير دغه وینا داسې ده چې هم هغه بيانيې ته د ودې ورکولو يوه هڅه ده ۔

نوموړې وويل دمېرمنو دحقونو لاريون ته تحفظ ورکول دحکومت ذمه واري ده خو ددغه ذمه وارۍ سرته رسولو پرځاي حکومتي وزير غواړي چې د زنانه ؤ په پرامنه لاريون بنديز ولګول شي چې دا د ټولنې دننه د زنانه ؤ د خپلو حقونو څخه د محرومه ساتلو هڅه ده ۔

تر دې وړاندې ده کړې د پیپلز ګوند سنېټرې شېري رحمان هم پر خپل ټویټر لیکلي وؤ"د وقافي وزیر دا ډول خبره د حیرانۍ وړ ده، د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو ورځ لمانځل کېږي، تاسې د تش لاسو ښځو پر مارچ په بندیز لګولو سره څه ثابتول غواړئ؟"

د پاکستان مرکزي وزیر دا خط سږ کال وروسته له هغه لېږلی چې د تېر کال د مارچ پر اتمه په «عورت مارچ» کې د ښځو له خوا پر «زما بدن زما خوښه»، «له واده پرته نور ډېر کارونه شته»، «ښځو د ماشوم زېږولو مشین نه دی» او نورو دا ډول شعارونو اعتراضونه وشول.

د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري په خط کې عمران خان ته وړاندیز کړی چې د ښځو په نړیواله ورځ دې هیڅ یوې طبقې ته "پر اسلامي ارزښتونو، ټولنیزو دودونو، حیا او پاک لمنۍ، پردې او حجاب باندې د بدرو ردو او سپکاوي هیڅکله اجازه ور نه کړل شي"

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز وي او اې اردو ته ویلي، چې په پاکستان کې ښځې د ژوند په هره څانګه کې فعال کردار تر سره کوي، خو وایي په ډېرو سیمو کې ښځو ته په کورني جایداد کې حق نه ورکول کېږي، ځکه نو باید د دوی پر حقونو خبره وشي او وایي په دې کار سره د «عورت مارچ» مقصدونه پوره کېدای شي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG