لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي سره د خبرو دپاره د شمالي وزيرستان د مشرانو ډله افغانستان ته تللې


د پاکستان امنيتي سرچينې تاييدوي چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خبرې روانې دي، او د شمالي وزیرستان انتظاميه وايي د ټي ټي پي سره د خبرو دپاره د مشرانو لس کسيزه ډله د افغانستان خوست ته لېږل شوې ده او د ټي ټي پي کسان هم خوشي کړی شوي دي، خو ټي ټي پي په خپله د دغو مذاکراتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

څيړونکي وايي د پاکستان سره د خبرو نه علاوه بله نه ده پاتې، خو دا به کتل وي چې دغه خبرې په څه بنيادونو کيږي. له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې هم د خبرو ويل شوي او يوه مياشت ډز بندي هم شوې وه خو هغه ډز بندي بيا ماته شوې او د پاکستان پوځ د ټي ټي پي پرضد د جګړې کولو ويلي وو.

يوې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو پروسه په مخ په وړلو لپاره د هغوي په لسګونو شمېره بندیان خوشي کړی شوي دي

دپاکستان امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته منلې ده د بندیانو د خوشي کېدو عمل د دسمبرد میاشتې نه پېل شوی او په لومړي پړاو کې 24 او بیا په دویم پړاو کې 76 طالب بندیان له بند نه خوشي کړل شوي دي دا په دې اساس چې د پاکستاني‌ طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکراتو کې روغ نیتي ښکاره کړی شي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د دوی د خوشي کولو غوښتنه طالبانو کړې وه چې پکې د 102 کسانو یو نوم لړ شامل وو.

هغه وویل په دې کې د درمیانه کچې طالبان خوشي کړل شوي او یوازې دوه کسان پاتې دي چې هغه د غټ نوعیت دي او که خبرې پرمخه ځي هغه به هم خوشي کړی شي.

هغه وویل د اوربند ختمولو وروسته د مزاکرانو عمل ختم شوی وو او د پوځ ویاند دغه خبره په خپله کړې وه خو زیاته يې کړه دا مزاکرات د قبایلي مشرانو په وېنا پېل کړی شوي دي، چې پکې د شمالي او جنوبي وزیرستان دوه بیلا بیلو جرګو طالبانو سره لیدلي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه تایيدوي چې د شمالي وزيرستان د مشرانو لس کسیزه ډله خوست ته لیږل شوې چې هلته د شمالي وزیرستان د وسله والو مشر حافظ ګل بهادر او نورو مشرانو سره به وویني.

هلته د افغانستان د خوست د طالبانو د ګورنر محمد نبي دفتر تايید کړې چې د شمالي وزیرستان نه د مشرانو جرګه د طالبانو ګد ل بهادر ډلې سره خبرو کولو لپاره خوست کې د والي دفتر ته رارسېدلې ده.

چارواکی وایي لس کسيزه ډلې په 17 فبرورۍ يې په پکتیکا کې د مسید طالبانو مشرانو سره لیدلي دي.

په نهم نومبر د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې ډزبندي اعلان کړې وه، خو په نهم دسمبر ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي بیان کې ټي ټي پي تور لګولی وو چې حکومت ورسره کړې معاهده نه ده پوره کړې. او د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې وه.

د دې تازه خبرو په اړه طالبانو تراوسه څه دي ویلي.

د جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې وتلی خبریال طاهر خان وایي د خبرو عمل ځنډېدلی وو خو ودرېدلې نه وي او په څه نه څه طریقه خبرې روانې وې.

هغه وویل تحریک طالبان پاکستان د حکومت لپاره یو لوی چیلینج دی او چېلنج په دې اساس دی چې افغانستان کې اوس نه امریکايي ډرون حملې شته او نه د تیر افغان حکومت په څېر د دوی پرضد کاروايانې کیږي.

هغه وویل دوی (طالبان) په ازادۍ سره خپل فعالیتونه کوي او حکومت سره بله لار نشته او غواړي چې د دوی سره خبرې وکړي.

طاهر خان دا هم وویل په ټي ټي پي هم د افغان طالبانو یو فشار دی ځکه چې دوی په دوحه تړون کې دا یوه خبره کړې ده چې خپله خاوره به د چا پضد کارولو ته نه ورکوي نو دواړه غاړې غواړي چې یوه لار را اوباسي. او هغه لار دغه ده چې خبرې وکړي.

هغه وویل د پاکستان او نړۍ په مطبوعاتو کې پاکستان ته ویل کیږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت راغی نو دغلته ورسره نا امني نوره سېوا شوه او پاکستان سره بله لار نشته بیا به خپله افغانستان کې د طالبانو پرضد کاروايۍ کوي.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر بریګډیر سید نظیر وایي هغه وخت د طالبانو درې غوښتې وې چې بندي کسان خوشي کول، د قبایلي سيمو واک دوی ته سپارل او وسله پريښودل شامل وو.

خو د حکومت ځواب وو چې ایین به مني او که د قانون لاندي ژوند تیرولو ته غاړه ږدی بیا دوی ته لاره خلاصه ده.

هغه وویل د طالبانو ځينې مشران چې پکې د افغان بند نه خوشي شوي د باجوړ مولوي فقیر محمد، د مومندو خالد خراساني او د سوات بورجان د حکومت د دې دریځ مخالف وو.

هغه وویل څه نه څه عمل شروع شوی د طالبانو د کورنیو ځینې غړي راغلي ځینې بندیان چې په هغو مقدمې نه وې او پوځ سره انټرمینټ سینټرز کې وو خوشي کړی شوي دي.

هغه وویل دا دې لپاره خوشي کړی شوي، چې د سولې د خبرو مخ په وړلو لپاره اعتماد رامنځته شي، چې په پراخه کچه مزاکراتو ته لار هواره شي.

د بریګډيیر په خبره د خبرو کولو لپاره به د وزیرستان وروسته د باجوړ او مومندو مشرانو جرګه لیږل کیږي. ځکه چې زیاتره طالبانو مشرانو تړاو د قبایلي ضلعو سره دی.

په عېن حال کې چې د ټي ټي پي سره د خبرو ويل کيږي، چې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې اوس هم دغه ډله د بريدونو زمه وارۍ قبلوي او بل لور ته د پاکستان پوځ او نورې امنيتې وخت په وخت د وسله والو ترهګرو سره د نښتو او وژنو دعوې هم کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG