لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوکرین حمله،دپاکستان صدر وایي امریکې له ماضي سبق نه دی اخستی اؤ یو بل دام کې ښکیل شوه


د روسیې اؤ یوکرین ترمنځ د روانې جګړې په پس منظر کې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي په دې خبره حیرانتیا ښکاره کړې ده چې امریکې له ماضي څخه سبق نه دی اخستی اؤ "په یو بل دام کې راګیره شوې ده"

د زیارت په ورځ جنوبي ایشیاء کې د رامنځته کیدونکو فرصتونو اؤ ننګونو په اړه راجوړ شوي دوه ورځني نړیوال سیمینار ته خپله وینا کې صدر علوي ویلي "زه تیروتلی وم اؤ ګڼله مې چې امریکې به د ویتنام له جګړې سبق اخستی وي اؤ اوس به په کوم بل دام کې نه نښلي"

څېړونکي وايي يوخوا چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو د روسيې له لوري په يو خپلواکه هېواد د پوځي يرغل غندنه کړې نو بل خوا د پاکستان د صدر له لوري داسې وینا د اقتصادي نيمګړتياؤ لرونکي هېواد پاکستان دپاره د زيان وړ اغېزې راوړی شي .

دپاکستان دصدر ډاکټر عارف علوي لخوا دا وینا تیره ورځ په داسې حال کې مخې ته راغلې چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل دوه ورځني سفر د روس پلازمینه ماسکو کې موجود ؤ.

دعبدالوالي خان پوهنتون دنړیوالو اړېکو پروفیسر ډاکټر عبدالشکور خان وایي پاکستان دا وخت لا دنړۍ په دهغو هیوادونو څخه دی چې خپله خارجه تګلاره یې دقامي ګټو دهدفونو سره تړلې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ډاکټر عبدالشکور وایي پاکستان چې نړۍ کې په اقتصادي اؤ سیاسي توګه کوم حیثیت لري هغه اجازه نه ورکوي چې په څرګنده کومه داسې تګلاره خپله کړل شي چې هغه دکوم نړیوال طاقت پرضد ګڼل کیږي.

هغه وایي په داسې حالاتو کې چې دپاکستان دنړۍ دلویو طاقتونو سره هم دپورونو اؤ نور مهم مفادات تړلي دي دپاکستاني چارواکو داسې ویناګانې دپاکستان تګلارې ته زیان رسوي.

هغه وایي د روسیې په سفر د روانیدو نه وړاندې چې وزیراعظم عمران خان میډیا سره کومې خبرې کړې وې دصدر علوي خبرې دهغې برعکس دي اؤ دا ملي مفاداتو ته نقصان رسولی شي.

ماسکو ته پخپل سفر د روانیدو نه وړاندې روسي ټیلي ویژن سره خبرو کې وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې تیرو وختونو کې دامریکې په طرفدارۍ کولو پاکستان درانه زیانونه لیدلي وؤ اؤ اوس که په سیمه یا نړۍکې نوې ډلې ټپلې جوړیږي نو پاکستان به پکې دهیچا په پلوۍ نه ودریږي

دپاکستان صدر دخپلې وینا په مهال ددې خواهش څرګندونه هم کړې ده چې غواړي دامریکا سره په بیلابیلو برخو اؤ په ځانګړي ډول داطلاعاتو دټیکنالوژۍ په لړ کې خپلې اړېکې په وړاندې بوځي.

دصدر عارف علوي له دې وینا وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپلو ځېنو ویناګانو کې په امریکا نیوکې کړې دي اؤ په ځانګړي ډول بیا دامریکې دافغانستان دننه دترهګرۍ پرضد دجګړې تګلاره یې ناکامه بللې ده.

دنړیوالو اړېکو کارپوهه ډاکټر منظور اپریدی وایي، دهرې وینا مثبتې اؤ منفي اغېزې وي اؤ بیا دکوم حکومتي مشر وینا دهغه هیواد د راتلونکي سره تړلې وي.

"یو لیډر دپاره پکار ده چې هغه د وخت اؤ موقعې مناسبت ته وګوري،که وخت اؤ موقعه اجازه ورکوي نو بې شکه بیا که دامریکا په څېر یو نړیوال یا سپر طاقت وي ،دهغې په خلاف هم بیان جاري کولی شي ځکه چې دموقعې په مناسبت سره به هم دغه بیان ګټه راوړي خو که وخت اؤ موقعه ددې اجازت نه ورکوي نو بیا پکار ده چې داسې بیانونو نه ډډه وکړل شي چې هغه راتلونکي وخت کې دپاکستان ګټو ته زیان رسولی شي"

دپاکستان وزیراعظم عمران خان په حکومت کې له راتلو وروسته دچین اؤ روس سره دنزدیکت پیدا کولو یو تاثر هم ورکوي خو ددې سره سم دپاکستان حکومت دا دعوه هم کوي چې دخپلې خارجه تګلارې کامیابولو لپاره دنړۍ ټولو طاقتونو سره اړېکې پالل غواړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG