لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د"بي بي شېرینې" اؤ ګڼو نورو فورلکلوري سندرو خالق استاذ ګل زمان د۸۴کالو په عمر وفات شو


استاذ ګل زمان
استاذ ګل زمان

دافغانستان تکړه ولسي سندرغاړی استاذ ګل زمان د ورپېښې ناروغۍ له امله د۸۴ؤ کالو په عمر کې وفات شوی دی اؤ دهغه دغږ مینه والو د استاذ ګل زمان مړینه د پښتو موسیقۍ په ډګر کې یو ستر زیان بللی دی.

استاذ ګل زمان پخپل هنري ژوند کې دافغانستان دملي راډيو اؤ ټيلي ویژن اؤ دنورو محفلونو اؤ رسنیو له دلارې په زرګونو سندرې ویلې وې اؤ دافغانستان دننه اؤ بهر یې دخپل خواږه غږ بې شمیره مینه وال لرل.

هغه دسندرو ویلو ترڅنګ دموسیقۍ په ډګر کې دګڼو هنرمندانو روزنه هم کړې وه اؤ د یو شمیر وتلو سندرغاړو لپاره یې زړه پورې کمپوزونه هم تیار کړي وؤ.

دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، دملي پخلاینې دشورا پخواني مشر عبدالله عبدالله ،پاکستان کې دافغانستان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال اؤ ګڼ شمیر سندرغاړو اؤ هنرمندانو په ټولنیزو رسنیو د استاذ ګل زمان په مړینه خواشیني ښودلې ده اؤ دهنر په ډګر کې یې دهغه خدمات په زرینو ټکو کې ستایلي دي.ز

دهنرمندانو په ژوند اؤ خدماتو ژورنظر لرونکی محقیق اؤ دپېښور ددولتي ریډیو پخواني مشر لایق زاده لایق په وینا استاذ ګل زمان ولسي موسیقي دومره درنه کړې وه اؤ خوږه کړې ده چې نن هغه د ولسي موسیقۍ په بنسټګرو کې شمیرل کیږي.

د لایق زاده په وینا استاذ ګل زمان په کال ۱۹۳۴م کې دخوست ولایت په چيني سيمه کې زېږېدلی ؤ.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې لایق زاده لایق وایي استاذ ګل زمان په تنکی زلمیتوب کې دهنر نړۍ ته مخه کړې وه اؤ دخوست څخه وروسته هغه پکتیا ته تللی ؤ ،دخپل ژوند ډیره برخه یې په پکتیا کې تیره کړې وه اؤ هلته یې ډیر هنرمندان روزلي وؤ.

لایق زاده لایق وایي کله چې هغه په ۱۳۴۳ لمريز کال کابل ته لاړو نو دغلته یې دافغانستان راډیو کې زیات وخت تېرکړو اؤ په سوؤنو سندرې یې وویلې.

دلایق زاده په خبره هغه استاذ ګل زمان ګڼ شمیر داسې کمپوزونه جوړ کړي اؤ فورلکلوري سندرې یې پښتو موسیقۍ ته ورکړي چې هغه نن هم په ګرده نړۍ کې پښتنو ته په یاد دي اؤ له دغو کمپوزونو یا سندرو یوه سندره د"بي بي شیرینې" هم ده چې ګڼو هنرمندانو پخپل غږ کې ویلې ده اؤ تر ننه ژوندۍ اؤ فولکلوریکه بڼه لري.

هغه وایي نن چې پښتو کې کومې فولکلوریکي سندرې دي،دې کې ګڼ شمیر استاد ګل زمان نه یوازې پیدا کړي بلکې طرزونه یې هم ورله جوړ کړي اؤ ډيرې سندرې دهغه خپل تخلیق دی چې دپښتو موسیقۍ لمن یې پرې درنه کړې ده.

د استاذ ګل زمان لومړنۍ سندره، چې د راډیو له څپو څخه خپره شوه هغه د «غونډې منډې» سندره وه.

استاد ګل زمان پر ۱۳۶۱ لمريز کال د سندرو ويلو په برخه کې دویمه درجه جايزه او پر ۱۳۶۲ لمريز کال يې هم د کمبوز جوړولو په برخه کې جايزه ګټلې وه .

د اشرف غني په تیر حکومت کې هغه ته دبابا دموسیقۍ خطاب ورکړل شوی ؤ ،خو پخپله یوه وروستۍ دټي وي مرکه کې استاذ ګل زمان ژړلي وؤ چې ژوند یې په ډيره بې وزلۍ کې تیریږي اؤ څوک یې پوښتنه نه کوي.

استاذ ګل زمان د موسيقۍ په څانګه کې د خدای بخښلي محمد دین زاخیل څخه زده کړې کړې وې خو هغه بیا پخپله هم وروسته ګڼ شمیر سندرغاړي روزلي وؤ.

نوموړي نه يوازې خپلو سندرو ته، بلکې نورو ډېرو نامتو سندرغاړو ته هم کمپوزونه جوړ کړي وؤ چې د هغوی له شمېر څخه يې استاد اولیمر،پروین،قمرګله،احمدظاهر،ګلشن،ریتا وږمه،عزیزه افغان،بخت زمینه،نغمه،عبدالله مقري،منګل،سیدعالم،زرڅانګه،ګلناربېګم،استاد هدایت الله اؤ نور شامل دي.

ګڼ شمیر وتلو پښتنو سندرغاړو سیاستمدارانو،خبریالانو اؤ دمدني ټولنې غړو د استاد ګل زمان مړینه یوه ستره ضایع بللې ده اؤ دموسیقۍ دلارې د ژبې اؤ کلتور په وده کې یې دهغه کردار په زرینو ټکو کې ستایلی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG