لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرین کې ګیر پاکستاني زده کوونکي وایي سخت مشکل کې ګیر دي خو سفارتخانه ورسره رابطه نه کوي


د روس پولې سره نزدې د يوکرین سومي ښار کې پاکستاني زده کوونکي وایي لا تراوسه ورسره د پاکستان سفارتخاني رابطه نه ده کړې او دوي د سختو مشکلاتو سره مخ دي۔

پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه هم یوکرین کې د ګیرو زده کوونکو په اړه اندېښنې ښایي اؤ په حکومت نیوکي کوي چې ولې یې دخپل هیواد بچیان دمرګ خوله کې پرېښې دي.

خو په يوکرین کې دپاکستان سفير سرکاري ميډيا ته ويلي دوي ګڼ شمېر زده کونکي د يوکرین نه پولېنډ ته اړولي دي او د نورو د ويستلو د پاره يي هلې ځلې روانې دي۔

د يوکرین ښار سومي کې د طب پينځلس زده کونکي اوس هم دغه ښار کې ګېر دي، زده کوونکو کې يو تن ثناء الله وي او ای ډيوه ته د وټس اېپ د لارې وويل ښار ټول د روسي پوځيانو په ولکه کې دی .

دغه زده کوونکی وایي دوئ په خپلو ځايونو کې بند پاتې دي، بهر نه شي وتلی، په سړکونو ټېنکونه ګرځي او ډزې کيږي.

ثناالله وایي کله چې د ښار پرېښودو هڅه کوي نو په لاره کې یې د روس پوځیان راایساروي او نه شي کولی چې دغه ښار پريږدي.

دثناء الله په وینا دسفارتخانې لخوا ورسره لا تراوسه کومه رابطه نه ده شوې۔

پاکستان کې دستر حکومت مخالفه سیاسي ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز په ټویټر لیکلي

"دیوې مور په توګه زه په دې پوهیږم چې یوکرین کې دګیرو زده کوونکو دکورنیو په غړو به څه تیریږي خو په دې هرڅه دحکومت غوږ هم نه ګریږي"

هغه وایي دنړۍ ټولو هیوادونو یوکرین نه دخپلو وګړو د ویستلو تابیا وکړه خو دپاکستان راتلونکی یا مسقبل په پردۍ خاوره دجنګ مخې ته پرېښودل شوی دی.

په عین حال کې په يوکرین کې د پاکستان سفير ريټائيرډ مېجر جنرل نوېل اسرائيل کوکر دپاکستان دولتي ریډیو ته ويلي تراوسه شپيته پاکستاني زده کونکي پولېنډ ته اړول شوي دي،

هغه ویلي دوه اويا زده کوونکي د پولېنډ سره په پوله موجود دي، په لارو باندې څلور پنځوس زده کونکي خوندي ځايونو ته روان دي، درې سوه او دوه اتيا نور داسې دي چې هغوئ د دوئ ټاکل شوؤ ځايونو ته د رسولو لپاره دپولېنډ دپولې په لوري روان کړی شوي دي،

نوموړي ويلي دوي ته اندازه وه چې نزدي د شپږو سوو نه زيات زده کوو نکي يوکرین کې موجود دي او په راتلونکو درې څلورو ورځو کې به دغه ټول کسان راوباسي۔

خو د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکي ډاکټر نجم الدين وي او ای ډيوه ته وایي زوي يې په يوکرین کې دی، هلته يي د طب زده کړې کولې اوس د پولېنډ پولې ته رارسېدلی خو د کېف ښار نه په خپل خرچ د پولېنډ دپولې په لوري راغلی او بيا يې پولې ته رسېدو د پاره په ګهنټو پېدل مزل کړی دی، خو په دغه ټوله لار ورسره د سفارتخانې لخوا کومه رابطه نه ده شوې.

په يوکرین کې د پاکستان سفارتخانه او د پاکستان خارجه چارو وزارت بيا بيا وایي دوئ په يوکرین کې موجودو زده کونکو او نورو پاکستاني وګړو سره په رابطه کي دي خو هلته موجود زياتره خلک وایي په خپل سر ځانونه خوندي سیمو ته رسوي او دعوه کوي چې د سفارتخانې لخوا ورسره کومه رابطه نه ساتل کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG