لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور چاودنه:د وژل شوؤ کسانو په چم کې څه حال دی؟


دپېښور پروني ځانمرګي بريد کې ګڼ شمېر سپين ږيري،ځوانان او څو ماشومان هم وژل شوي وؤ، د دغو کورنېو غړي وايي کونډې او يتيمانان ماشومان ورته پاتې شوي دي ـ

د جمعې دمانځه په مهال د پېښور دقیصه خوانۍ بازار ترڅنګ کوچه رسالدار کې دشعیه مسلمانانو په امام بارګاه کې شوي ځانمرګي بريد کې د ضيا الرحمان هم يو ورور، يو ماما او څلور نور خپلوان وژل شوي دي.

په ځانمرګي برید د ضیاء الرحمان د ورور څلور ماشومان بچي یتمان پاتې شوي دي خو په دې برید کې دهغه نور څلور خپلوان هم وژل شوي دي چې عمرونه يې د اتلسو کالو نه کم دي.

دهغه په دغو خپلوانو کې وژل شوی دهغه یو د تره زوئ د افغانستان نه د طالبانو په واکمنۍ کې له راتلو وروسته پاکستان ته راغلې ؤ۔

ضيا الرحمان وایي د تره زوي يې د يوې جګړې نه د امن په خاطر پېښور ته راغلی ؤ خو دلته هم د ترهګرۍ ښکار شو۔

"ديو خپلوان عمر مو اتلس کاله ؤ د افغانستان نه د بد امنۍ له امله راغلی ؤ چې دا ملک محفوظ دی خو بچ پاتې نه شو او تکړې تکړې مو را اوچت کړو"

په کومه امام بارګاه کې چې ځانمرګي بريد شوی د هغې په خوا شا کوڅو کې ځائ په ځائ خلک دعاګانو ته ناست دي۔

د ذوالفقار علي کياني مشر ورور ۵۸ کلن مظهر علي کياني هم په دغه بريد کې وژل شوی، چې څلور بچي يې یتمان پاتې شوي دي۔

رور يې وايي ذوالفقار علي کیاني د خپل يو زوئ د واده په تياریو بوخت ؤ چې په دې خونړي برید کې یې ژوند د لاسه ورکړو۔

"د رور بدن مې ډير زخمي شوی ؤ، بدن کې یې داسې کوم ځائ نه ؤ پاتې چې ټانکې مو پکې نه وې لګولې"

په کومه امام بارګاه کې چې دا برید شوی دی دهغې سره نزدې یوه بله کوڅه کې هم دې برید کې د وژل شوؤ تنانو دفاتحې مراسم ترسره کیږي.

په دغه کوڅه کې دخپل وژل شوي ورور فاتحې ته ناست حنيف او افضال ميډيا سره د خبرو کولو جوګه نه دي خو د دوئ خپلوان سيد وسيم حيدر ډيوه ته وويل د دواړو نه میرمنې کونډې اؤ ماشومان بچي یتمان پاتې شول۔

"د کورنۍ غړي يې ډير غم ځپلي دي، دواړه ډير ښه تنان وؤ خو شهيدان شول"

ځايي خلکو وويل امام بارګاه کې کې د وژل شوؤ ډيرو تنانو جسدونه چې ماشومان هم پکې شامل وؤ، خپلو پلرنو سیمو ته وړل شوي او هلته نن خاورو ته وسپارل شو چې پکې د پنجاب ،کرمې ،ډيره اسماعيل خان او نورو سېمو تنان شامل وؤ۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG