لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:دپېښور ځانمرګي برید ښایي چې سیمه کې داعش خپلې پښې مضبوطې کړې دي


څيړونکي وایي دوسله والې ډلې داعش لخوا په پېښور کې په امام بارګاه دځانمرګي بريد ذمه واري منل ښايي چې دلته داعش خپلې جرړي مضبوطې کړې دي۔

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وایي په بريد کې لاس لرونکي ځني تنان يې نيولي او د نورو د نيولو دپاره عمليات روان دي۔

داعش وسله والې ډلې د پېښور‌ د قیصه خوانۍ بازار سره نژدې دشیعه مسلمانانو په امام بارګاه دځانمرګي بريد ذمه واري منلې ده.

د جمعې په ورځ شوي دغه ځانمرګي برید کې تر۶۰ؤ زيات کسان وژل شوي اؤ نزدې دوه سوه تنان ژوبل شوي وؤ۔

داعش ډلې دې نه وړاندي په بلوچستان کې په شيعه هزاره ټولنې د بريد ذمه واري هم منلې وه او ددې ترڅنګ یې په کرم ضلعه کې د ځايي مشرانو، په وزيرستان کې د يو شيعه مسلکه تن د زوئ د وژلو، په باجوړ کې د جميعت علماء اسلام ديو غړي، په پېښور کې د سکهـ حکيم، کوهاټ کې د پوليس سرتېرو او راولپنډۍ کې د يو امنيتي چارواکي د وژلو ذمه واري په غاړه اخستې وه۔

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزئ وايي څلور پينځه کاله وړاندې چې داعش ډلې افغانستان کې خپل عمليات پېل کړل نو پاکستان کي حکومتي چارواکو ويل چې داعش ډله په پاکستان کې کوم وجود نه لري، خو په دې روستيو کې حکومتي چارواکو منلې ده چې داعش ډله د تحريک طالبان پاکستان نه لويې خطر دی۔

نوموړي وويل داعش کوم مخصوص مرکزونه پاکستان کې نه لري خو د هدف په نخښه کولو کې ډير مهارت لري۔

" داعش اوس يو لويې خطر دی ،او پېښور کې بريد ددې خبر ثبوت دی چې داعش پاکستان کې ځان مضبوط کړی دی"

مشتاق يوسفزی زياتوي چې کله په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلل نو د زندانونو نه د بندیانو خوشې کولو کې یې ګڼ شمېر دداعش وسله وال هم خوشې کړي وؤ چې له هغې روسته افغانستان کې هم د داعش عمليات زيات شوي او په پاکستان ته هم دداعش هغه وسله وال را اوښتي چې پاکستان کي یې اړيکې لرلې،

د سنټرفار سټريټجک ريسرچ انټرنېشنل سټډيز څيړنيزې ادارې ترمخه د داعش خراسان ډلې په نوم وسله واله ډله کال ۲۰۱۴م کې د پاکستاني وګړي حافظ سعيد خان په مشرۍ کې جوړه شوه او دداعش مرکزي مشرالبغدادي سره يې د بيعت اعلان وکړو۔

حافظ سعيد خان د تحريک طالبان پاکستان غړی ؤ او سره د نورو ملګرو يې داعش کې د ګډون اعلان وکړو.

اداره ليکي د پاکستان پولي ته نزدي د افغانستان ننګرهار ولایت کې داعش خراسان د کال ۲۰۱۰م نه فعاليتونه کول چې پکې د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام غړي شامل وؤ۔ حافظ سعيد بيا په کال ۲۰۱۶م کي په افغانستان کې د امريکه په يو فضائي بريد کي ووژل شو۔

د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي صيف دداعش ډلې دنوم اخستو پرته تېره ورځ پېښور کې خبريالانو ته ويلي هغه ډله چې دې بريد کې لاس لري په اتوؤ څلويښتو ساعتو کې به تاسو ته وړاندې کړې شي۔

نومړې ويلي په امام بارګاه د ځانمرګي بريد کوونکو پيژندګلو يې کړې، ډير معلومات د امنيت په خاطر نه شي شريکولی خو دغه ټول نېټ ورک ته به ۴۸ ساعتو کې رسيږي

نوموړي وويل داسې ځانمرګي بريدونه د يو پوره نېټ ورک له لارې کیږي او په هغې کې يې څه تنان نيولي هم دي۔

دې نه وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پېښور په امام بارګاه شوي برید کې بهرني لاسونه ککړ ګرځولي وؤ خو نیغ په نیغه یې ددې برید پړه په چا نه وه ور اړولې۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG