لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو جرګه: پښتنو ته په ورپېښو مسلو بحثونه دوام لري


پښتون قامي جرګه بنو
پښتون قامي جرګه بنو

په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب (پښتون قامي جرګه بنو) دوام لري، او ياد ګوند وايي، په جرګه کې پښتنو ته په ورپېښو مسلو بحثونه روان دي او د حل لارې دپاره به يې اعلاميه خپرولی شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي وياند رضا محمد رضا وايي، جرګه روانه ده، مشران راغلي دي بحثونه کيږي، په بحثونو به شريکه اعلاميه خپريږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په شريکه اعلاميه کې به پښتنو ته د ورپېښو مسلو حل لاره را ايستل کيږي.

هغه زياته کړه تراوسه پورې چې په جرګه کې څومره بحثونه شوي هغه په لر او بر کې د پښتنو په سيمه د بدامنۍ او د پښتنو د وسايلو په اړه شوي دي.

جرګې ته راغلي سياستوال افراسياب خټک وويل، په دې وخت کې پښتنو ته د دې جرګې سخت ضرورت وو، ځکه چې په لر او بر کې پښتانه د يو قسم حالاتو سره مخامخ دي.

هغه وویل، په افغانستان کې د بدامنۍ څخه د پولې دې غاړې ته (پاکستان کې) پښتانه اغېزمن کيږي او که دلته بدامني وي نو د پولې پورې غاړې ته (په افغانستان) کې هم د هغې اغېزې وي.

خټک وويل، د دې جرګې يو ارزښت دا دی چې اوس به د دې جرګې د لارې هغو قوتونو ته ویل کېدی شي چې د پښتنو په سیمه نور ورانوی نه جوړوي.

په جرګه کې ګډون والا وړانګه لوڼۍ وايي، دې جرګې ته ښځې راغوښتل شوي او د ښځو په استازيتوب دوی جرګې ته د ښځو په اړوند يو شمېر وړاندېزونه وکړه.

هغې وویل دوی وړاندېز وکړو چې ښځو ته دې د تعليم، جايداد او اقتصاد په برخه کې پوره پوره حق ورکړی شي.

لوڼۍ زياته کړه په دې جرګه کې ښځو ته پوره استازيتوب ورکړی شوی کوم چې د جرګې د ارزښت او ښځو ته په پښتنه ټولنه کې د اهمیت ورکولو عکاسي کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کورب په بنو کې پښتون قامي جرګه پرون د جمعې په ورځ (11مارچ) پېل شوي او تر سبا د اتوار د ورځې پورې به روانه وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG