پاکستاني رسنۍ وایي ددغه هیواد دهوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان د"ځانمرګي برید" خواهش څرګند کړی دی خو وایي اسلام کې ځان وژنه حرامه ده ځکه ځانمرګي برید نه کوي.
دپاکستاني شخصي ټيلي ويژن "جیو" داتوار په ورځ پخپله ویب پاڼه لیکلي مرکزي وزیر غلام سرور خان دپېنډۍ په حلقه این ای ۵۹ کې یوې جلسې ته خپله وینا کې ویلي دهغه سوچ دادی چې ځانمرګی برید وکړي خو اسلام کې ځان وژنه حرامه ده.
"زما سوچ خو دادی چې چرته ټول دملک اؤ دین دښمنان ناست وي،هلته ځانمرګي برید وکړم اؤ ټول نیست اؤ نابود کړم خو اسلام کې ځان وژنه حرامه ده"
څېړونکي اؤ سیاستمداران دمرکزي وزیر لخوا دخودکش چاودنې خواهش یو ډیرغیرسنجیده سوچ بولي اؤ وایي دا دحکومت دیو استازي وزیر نه بلکې دیو ترهګر سوچ کیدای شي.
دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی اؤ دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وایي دا یوه ډيره خطرناکه خبره ده چې هرکله دمرکزي حکومت یو وزیر داسې بیانونه ورکوي نو په عامه ټولنه اؤ خلکو به ددې څه اغېز وي؟
وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي محسن داوړ وویل په ټولنه کې عام ولس خپل سیاسي مشرتابه ته ګوري اؤ هرکله چې په حکومت کې ناست وزیران دخودکش دهماکو خواهش څرګندوي نو دا یو انتهایي غیرسنجیده اؤ خطرناک عمل دی .
محسن داوړ وایي نوموړی وزیر باید دا سوچ وکړي چې دا ملک تباه اؤ برباد چا کړو؟
"دلته دهشت ګردي چا راوسته، دلته داجنګونه اؤ مرګونه چا راوستل، وفاقي وزیر دې دا سوچ وکړي که دی خودکش برید کوي هم نو په چا یې کوي؟"
دمحسن داوړ په وینا نن که دا ملک دې ځائ ته رارسیدلی خو سوچ په دې پکار دی چې دا ملک دتباهۍ اؤ بربادۍ دې حالت ته رسولی چا دی؟
"دلته خو یا به دجرنیلانو حکومت ؤ اؤ یا به که ولسي حکومت راغلو نو هم به دپوځ داثر لاندې ؤ ،بهرنۍ پالیسي تل دهغوئ (پوځ) لاس کې پاتې شوې اؤ واک اختیار جرنیلانو سره پاتې شوی نو دغدارانو نه دمرکزي وزیر اشاره دچا لوري ته ده؟"
وي او ای ډیوه دنوموړي وزیر غلام سرور خان نه دهغه دبیان په هکله دهغه دنظر معلومولو په موخه دنوموړي وزیر دفتر ته زنګ ووهلو خو دغه زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویل شو.
محسن داوړ وایي دلته مخکې نه هم دې ځانمرګي بریدونو کې په زرګونو اؤ په لکونو خلک قرباني شوي دي اؤ اوس چې یو مرکزي وزیر بیا دخودکش بریدونو په اړه داسې غیر ذمه وارانه بیان ورکوي نو دا د ځانمرګي بریدونو اؤ ترهګرۍ خورولو یوه بله هڅه معلومیږي.
دترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی رفعت الله اورکزئ وایي مرکزي وزیر غلام سرور خان بیخي یوې انتها ته تللی دی اؤ دترهګرو سوچ یې خپل کړی دی.
ډیوه سره خبرو کې ښاغلي رفعت الله اورکزي وویل هرکله چې یو مرکزي وزیر پخپله دځانمرګي برید کولو سوچ لري نو بیا خو به دهغه دګوند نور ملګري اؤ عام ورکران یا فعالین راپاڅېږي اؤ ځانمرګي بریدونه به دخلکو منځ کې کوي.
هغه وایي "دا ډیره دافسوس خبره ده اؤ دپاکستان عوامو یا دلته چې کوم واکمن دي هغوئ ته خامخا په دې خبره باندې غور اؤ دنوموړي وزیر نه جواب اخستل پکار دي چې ده څنګه دیو ترهګر په څېر سوچ وکړو"
رفعت الله اورکزئ وایي دکله نه چې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک مخې ته راغلی نو پخپله وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه د کابینې وزیران لیوني شوي اؤ داسې څرګندونې کوي چې هیواد دفساد اؤ جګړې لوري ته راکاږي