لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمومند ډیم د زمکو متاثرینو د معاوضو نه ورکړل کیدو په ضد احتجاج کړی دی


د مومند قبایلي ضلعې اوسيدونکو په مومند ډېم کې د راغلو زمکو دمعاوضې نه ترلاسه کیدو په ضد احتجاجي مظاهرې پیل کړي اؤ دحکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې ددوئ د ګیرو شوؤ زمکو دکچ کولو ترڅنګ باید ددغو زمکو معاوضې په سمدستي توګه ورکړل شي.

د جرګې غړي وايي د ډېم د زمکې د پېسو پسر د دوؤ قامونو شخړه ده او ټاکل شوې جرګه به دغه مسله زرهواره کړي۔

د مومندو بران خېل قوم وګړي چې د تېرو دريوؤ ورځو نه د ډيم سره نزدې په احتجاج ناست وؤ، دوئ غوښتنه کوله چې ورته باید زر تر زره معاوضه ورکړل شي.

د احتجاج د ګډونوالو وېنا وه دوئ ډيم جوړيدو او دلته دپرمختيا کارونو ته ډير خوشبينه وو خو يو ترې زمکې په ارزانه بيعه اخستل شوي او بل دوئ ته دلته د روزګار موقعې هم نه دي ورکړل شوي.

د مومندو د پنډيالۍ اوسيدونکي ملک جان شېر ډيوه ته وويل دوئ د ډيم جوړيدو مخالفت نه کوي خو حکومت دې قامي شخړي هوارې کړي، خلکو ته دې خپلې معاوضې ورکړل شي او ورسره دې دوئ ته دلته د روزګار موقعې هم ورکړل شي۔

"مونږ دې ډېم جوړيدو ته ډير خوشاله وؤ خو لا تراوسه راته نه معاوضه راکړل شوې او نه مو پکې تعليم يافته ځوانان په روزګار شو، زمونږ ځوانانو ته پکې مزدوري هم نه ميلاويږي"

د پاکستان د اوبو او توانایې د پرمختيا د ادارې يا واپډا په وېب پاڼه ليکل شوي د ډېم په بېلا بېلو برخو کار روان دی اؤ ددې کار سرته درسیدو صورت کې به دا ډيم اته سوه ميګاواټه بجلي پېدا کوي او د شپاړسو زرو ايکړو نه زياتې زمکې به خړوبوي.

خو په وېب پاڼه دا نه دي ورکړل شوي چې دې ډيم د پاره څومره زمکه نيول شوې ده، او خلکو ته د معاوضې ورکولو يا نه ورکړل کيدو تفصيل هم پرې نه دی شريک کړې شوی.

يو ځايي اوسيدونکي علي رحمان ډيوه ته وويل د ډېم لاندې راغلې زمکې دوئ ته نه دي کچ شوي.

"حکومت زمکه بې توله ګېره کړې ، چې کوم ځائ یې خوښ شوی ازغن تار يې ترې تاؤ کړی دی"

يو بل ځوان خادم خان وويل دوئ ته د يو ايکړ هوارې زمکې درې لکه روپۍ او د غريیزي زمکې يو نيم لک روپۍ قيمت لګول شوی دی خو دی وایي ددې تر څنګ په زرګونو ونې بوټي او د بکرو کانونه هم د دوئ د لاسو نه ووتل۔

د حکومت لخوا د برانخېل او عيسا خېل قوم ترمېنځه د زمکې حدودو معلومولو د شخړې هواري ته دټاکل شوې جرګې يو غړې ډيوه ته وويل چې د قامونو د زمکې د حدودو معلومولو شخړه هواره شي نو حکومت ژمن دی چې معاوضه به ورته زر تر زره ورکړي،

خو د جرګې غړې هم وويل چې د ښودل شوې زمکې نه زياته زمکه د ډېم ساحه کې راوستل شوې ده۔

وي او ای ډيوه په دې اړه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند، ډپټې کمشنر غلام حبيب او نورو زمه وارو تنانو سره د ټېلفون د لارې د رابطې هڅه وکړه خو بريالي نه شو چې نظر يې معلوم کړو۔

د مومند ډېم پرانسته په کال ۲۰۱۹م کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان کړې وه او ويل شوي وؤ چې په دې به درې سوه اربه روپۍ خرچ راځي او کال ۲۰۲۴م کې به پرې کار سر ته رسول کيږي۔

ځايې خلک وايي احتجاج يې د جرګې په وېنا ختم کړس خو که غوښتنې يې ونه منل شوې يو ځل به بيا احتجاج پېل کوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG