لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروغتیایي چارو پوهان وایي پاکستان کې کرونا وبا کمه شوې ده خو لا ختمه نه ده


د روغتیایي چارو لپاره دپاکستان د وزيراعظم سلا کار فېصل سلطان ويلي په پاکستان کې ۵۷ فيصده خلکو ته د کرونا ضد ويکسين دوه ډوزونه یا خوراکونه ورکړل شوي دي۔

د صحت دچارو کارپوهان وایي د کرونا وبا کمه شوې ده خو ختمه شوې نه ده او احتياطي تدابير پرېښودل نه دي پکار۔

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو د ترمخه د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي اؤ په درويشتم او څلېريشتم مارچ د کرونا څخه هیڅوک نه وؤ مړه شوي خو په پينځويشتم مارچ درې، په شپږويشتم څلور او په تېر شواروز کې په کرونا اخته پينځه کسان مړه شوي دي۔

دسرکاري شمېرو ترمخه دملک دننه په تېر شواروز کې د کرونا ۳۱۰ مثبتې پيښې مخې ته راغلي او د مثبتو پېښو شرحه صفر اعشاريه نهه شپږ ريکارډ شوي ده.

د صحت د چارو کارپوهان وایي په ملک کې پينځه اويا فيصده خلکو ته د ويکسين لګېدلو او د کرونا د مثبتو پيښو راکمېدولو مطلب دا نه دی چې حکومت نرمي راولي او خلک بې احتياطي شروع کړي۔

په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحادیې پاکستان مېډيکل ايسويشن عمومي سکتر ډاکټر قېصر سجاد وايي اختياط اوس هم لازمي دې۔

ډاکټر قېصر سجاد وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل دکرونا پېښې اوس هم رپورټ کيږي اؤ دا وبا لا په مکمله توګه ختمه شوې نه ده، که چرته بې احتياطي وشي نو شپږمه څپه هم راتلی شي۔

نوموړې زياته کړه ويکسين ډيرو خلکو ته لګیدلي خو بوسټر ډوز یا اضافي خوراک اوس هم ډيرو خلکو نه دی لګولی۔

"په چائينه کې نزدې کرونا ختمه شوې وه خو لاک ډاون اوس هم په ځايي دی، که دلته په ملک کې د کرونا اختياطي تدابير نه پرځائ کړل کيږي او بې احتياطي کيږي نو ممکنه ده که نوي ډول وايرس مخې ته راشي نو هغه بيا مسله جوړولی شي"


ډاکټر قېصر سجاد وويل اوس هم پکار ده چې حکومت او خلک په شريکه د کرونا په وړاندې احتياطي تدابير عملي کړي۔

د صحت د چارو کارپوهان وايي عموما چې وبا راشي ددې څپې کله تيزيږي او کله کميږي، په دغه حساب وبا يو دم ختمېدل کڼل نه دي پکار،

د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي د کرونا وبا دريم کال روان دی کېدای شي چې دا د دوؤ کالو پورې نوره هم موجوده وي او بايد چې احتياط پرې نه ښودل شي۔

"د کرونا وبا په نړۍ کې نزدې دريم کال روان دی، که په تاريخي توګه وګورو وبا د پينځوؤ يا شپږو کالو پورې موجود وي نو مطلب چې د کرونا وبا په مکمله توګه نه ده ختمه شوې"

په پاکستان کې د کرونا وبا څخه تراوسه ديرش زره ،درې سوه اؤ پينځه څلوېښت کسان مړه شوي، او دا وخت په کرونا وايرس اخته څلور سوه او اته ويشت کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت ښودل کيږي۔

په پاکستان کې تراوسه لسو کروړو نه زياتو خلکو ته د کرونا ضد ويکسين دوه ډوزه او د اتوؤ څلويښتو لکو نه زياتو خلکو ته بوسټر ډوز هم لګول شوی دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG