لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا وبا په مهال د هلکانو په مقابله کې د جينکو زده کړې ډېرې اغېزمنې شوي، رپوټ


په پاکستان کې د تعليم په لړ کې د پوهاوي خورولو دپاره يوې ادارې (اداره يې تعليم و اګاهي) په خپل تازه کليز رپورټ کې ويلي چې په مجموعي ډول د کرونا څخه تعليمې هلې ځلې اغېزمنې شوي خو د هلکانو په مقابله کې جينکۍ بيا ډېرې متاثره شوي دي.

د ادارې په رپورټ کې ليکل شوي چي د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې په تعليمي هلو ځلو اغېزې پريوتي او په هغې کې پاکستان هم شامل دی.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله د نزدې 40 ملينه زده کونکو تعليمي لړۍ اغيزمنه شوې، او په تعليمي ادارو کې د زده کونکو حاضري او د دوي د ښو زدکړو عمل متاثره شوی او په دې کې د جينکو کچه زياته ده.

په رپورټ کې ويل شوي د جينکو په زده کړو تر ټولو زيات اثر په بلوچستان، بيا په سيند، په دريم نمبر خېبر پښتونخوا او په څلورم نمبر په پنجاب کې پرېوتی دی.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د شخصي سکولونو په مقابله کې د حکومتي سکولونو د ماشومانو د زدکړو په معيار کې زيات کمی راغلی دی.

په رپورټ کې زياته شوې چې 60 فيصده زده کونکي داسې وو چې په کرونا وبا کې په 24 ساعتونو کې فقظ يوه ګهنټه زده کړې کولې.

د بشري حقونو د پاره کارکوونکې ناديه خان وايي د کرونا وبا په وخت کلاسونه انلاين اخستل کېده او دلته د هلکانو په مقابله کې جينکو ته د موبايل انټرنېټ ته لاس رسی کم وو او د هغوي نه ډېر کلاسونه پاتې شوي دي چې له امله يې د هلکانو په مقابله کې د جينکو زدکړې زياتې متاثره شوي دي.

"د کرونا په وخت زياته توجه په انلاين کلاسونو وه، خو جينکۍ د مخکې نه ډيجيټل اسانتياو ته لاس رسی نه لري ځکه د هغوي زده کړې زياتې متاثره شوي دي".

د تعليمي چارو کارپوها عمر اورکزی وايي وړاندې د هلکانو او جينکو د زده کړو معيار کم وو، د کرونا نه مخکې به د پينځم ټولګي د ماشوم د زده کړو معیار يو نيم کال روستو پاتې وو، خو د کرونا نه پس اوس د پينځم کلاس ماشوم دوه نيم کاله وروستو پاتې دی.

"پاکستان کې د ماشومانو په رياضۍ او ساينس کې د نيمي نه زيات ماشومان فېل کيږي، د اسلاميات او نورو مضامينوکې ماشومان پاس کيږي، خو رياضي او ساينس داسې مضمونونه دي چې په هغې کې اکثر له استاذ هم نه پوهيږي او که پوهيږي نو بيا هغه ماشومان نه شي پوهه کولی".

ادارې په رپورټ کې وړاندېزونه کړي چې د تعليم په ترلاسه کولو کې تفاوت ختمول، د ټولنې،تعليمي ادارو او د ماشومانو مورو پلار سره يو جامع منصوبه جوړل پکار دي، او په نوي طريقو د زده کړو لارې چارې لټول او د هغه عملي کول د زده کړو عمل ښه کولو کې مهم رول لوبولی شي.

په پاکستان کې د کرونا وبا په مهال زياتره په خېبرپښتونخوا کې ورګډو قبايلي ضلعو کې زده کوونکو د انلاين کلاسونو زیات شکايت کولو، چې په قبايلي ضلعو کې ورته انټرنېټ نه وو.

(په دې رپوټ کې ځينې مالومات د وي او اې ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG