لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:طالبانو دبشري حقونو دخپلواک کمیسون په ګډون پینځه مهمې ادارې ړنګې کړې


افغانستان کې دطالبانو لخوا تیر کال واک ته له رسیدو وروسته طالبانو د پخواني حکومت نه پاتې ادارو کې، پنځه اهمې ادارې چې پکې د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم شامل دی، تحلیل کړي دي.

یو طالب چارواکي رایټرز خبرې ادارې ته وویل چې د مالي ستونزو په وجه دغه ادارې غیر ضروري وګڼل
شوې او ړنګې کړی شوې.

خو څيړونکی فکر کوي ددغه رقم ادارې ړنګیدو سره به افغانستان کښې د بشری حقونو دسرغړونو پلټنې ګرانې شي او دا دمدني ټولنې ړنکولو هم یوه هڅه ده او پکار ده چې ڼړیوالې ادارې ددې پر ضد غږ پورته کړي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو دکمېشن اؤ د پارلېمان پخوانۍ غړې مېرمن بشری ګوهر وايي په افغانستان کې د طالبانو د واک لاندې د بشري حقونو ددغه ازاد کمېشن خاتمه به په افغانستان کې په عام ولس کې نوره هم وېره خوره کړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې بشری ګوهر وایي افغانستان کې چې دا مهال د ښځو او ماشومانو سره څه رقم سلوک کيږي، طالبان د دوي د حقوقو د خلاف ورزیو پخپله څه پلټنې او تحقيق نه شي کولی.

هغه تور لګوي چې په افغانستان کې دا وخت څه هم کيږي هغه د انسانيت پر ضد جرمونه دي او ددې پر ضد پکار ده چې په نړيواله کچه د ملګرو ملتونو ادارې او د عالمي انصاف ادارې سره خواستونه جمع کړی شي.


بشری ګوهر وايي هغه وايي"په افغانستان کې دا وخت د خبريالانو، ماشومانو او ښځو پر ضد جنګي جرمونه روان دي. پکار ده چې دا د انسانيت پر ضد جرمونه وګڼلی شي. پکار ده چې ملګري ملتونه په دې باندې راوړاندې شي او د انصاف په نړيوال عدالت کې خواستونه هم جمع شي. ولې چې زما د طالبانو نه دا تمه نشته چې هغوي به د انساني حقونو ساتنه کوي"

دپاکستان د سېنېټ پخوانی غړی افراسياب خټک چې په سېنېټ کې د بشري حقونو دقاېمه کمېټۍ شپږ کاله مشر هم پاتې شوی دی، وايي په افغانستان کې د بشري حقونو ازاد کمېشن چې شل کاله نه سېوا يې دغلته کار کړی ؤ د هغې ړنګېدل يو بد خبر دی.

هغه وايي د افغانستان خلکو ته به ددې ډېر لویې زيان رسي.

دافراسیاب خټک په وینا"دا ډېر بد خبر په دې دی چې په يو داسې ملک کې چرته چې دولتي او رياستي نظام ختم شوی دی. او خلک هيڅ قسمه ایېني او قانوني تحفظ نه لري نو په داسې وخت کې ددې کمېشن بندېدل يا ړنګېدل يو قسم ته ډېره تاواني خبره ده. ځکه چې په افغانستان کې نه څه عدالتونه شته، نه حکومتي يا رياستي نظام شته او نه مدني ټولنه شته. دا يو قسم ته د مدني ټولنې د ړنګولو طرف ته هم يو لوېې ګام دی"

د طالبانو د حکومت مرستیال وياند انعام الله سمنګاني راېټرز خبري ادارې ته ویلي "په دې سبب چې دغه ادارې ضروري نه ګڼل کېدلې او بجټ کې نه وې شاملې کړی شوې نو ځکه ړنګې کړی شوي دي"

په افغانستان کې د بشري حقونو دغه کمېشن په داسې وخت کې ختم کړی شوی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله په ټولنیزو رسنيو يا سوشل ميډيا هم ويډيوګانې او خبرونه خپريږي او اندېښنې ښودل کيږي. خو طالبان دعوه کوي چې د دوي په واکمنۍ کې دافغانستان دننه دټولو خلکو حقونه خوندي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG