لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: له ټي ټي پي سره د خبرو عملي کولو لپاره پارلمان او ولس ته باور ورکول پکار دی


پېښور ــــ د پاکستان او افغانستان څېړونکي وايي د نور کله په نسبت امکان دی چې دا ځل د تحريک طالبان پاکستان سره خبرې اترې څه نتيجې مخې ته راوړي خو د هغې د عملي کولو د پاره به پارليمان او عام ولس ته باور ورکول وي.

د پاکستان د پارليمان غړي وايي د روانو مزاکراتو په اړه په پارليمان کې کوم بحث نه دی شوی او دوی ترې ناخبره ساتل شوي دي

څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو سره د دې نه وړاندې په پاکستان کې څو وارې مزاکرات شوي دي خو هغه بيا ناکامه شوي او يو ځل په افغانستان کې د نومبر په مياشت کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب خبرې اترې شوې وې او ډز بندي هم اعلان شوې وه خو بيا ډز بندې ختمه او ټي ټي پي په بريدونو کې زياتوالی راغی.

د پاکستان او په خصوصي توګه د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د بريدونو ترڅنګ د پولې پورې غاړې نه په پاکستاني عسکرو هم د څو بريدونو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه چې بيا د اپرېل په مياشت کې پاکستاني چارواکو په خوست کې د تحريک طالبان پاکستان په ځالو د هوایي بريدونو دعوه کړې وه.

خو افغان طالبانو او ځايي خلکو وويلي وو په دغه بريد کې عام وګړي وژل شوي وو، او افغان طالبانو دغه بريد غندنه هم کړې وه.

په افغانستان کې څېړونکی ناصر شفيق وايي د هوایي بريد او د پاکستان دغه دعوو سره چې په پاکستان کې بريدونه په افغانستان کې پلان کيږي د دواړو هېوادونو تعلقات خراب شوي وو او اوس دواړه هېوادونه په دې رضا شوي چې پاکستاني طالبان خبرو ته بيا اماده کړي.

دا تازه خبرې پاکستاني او افغان طالبانو دواړو تايید کړي دي او د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بټو زرداري په امريکه کې سي اېن اېن ټيلیویژن ته ويلي چې د پاکستان د حکومت سره خبرې او ډز بندي کېدل د ډاډ وړ اشاره ده.
خو په پاکستان کې دننه د وفاقي حکومت او يا د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت کوم چارواکي په دغه څه نه دي ويلي. د خېبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړی سردار حسېن بابک وي او اې ډيوه ته وويل د دې مذاکراتو په اړه عوامي نمايندګان په اعتماد کې نه دي اخستل شوي:
.

ددې مزاکراتو په اړه ويل کيږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ايس ای پخواني مشر او د پېښور کور کمانډر لېفټنټ جنرل فېض حميد ګډون کړی خو پوځ لا هم د دغه خبرې تايید يا ترديد نه دی کړی.

څېړونکی او خبريال حق نواز وايي د پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو کامیابېدل په وخت وغواړي او پاکستاني حکومت ته به په دې لړ کې عام ولس چې د ترهګرۍ ځپل شوی په اعتماد کې اخیستل ډېر ګران وي.

د پاکستاني پوځ او حکومتي چارواکو له خوا لا هم د دې مزاکراتو په اړه کوم تفصيل مخې ته نه دی راغلی.

افغان طالبانو وياند ذبيح الله د روانو مزاکراتو په اړه ویلي، "د افغانستان اسلامي امارت د خېر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي".

پاکستاني طالبانو هم د ډز بندۍ په وخت د کوم بريد ذمه واري نه ده منلې په داسې حال چې د ډزبندۍ په وخت په مېډيا کې په امنيتي ځواکونو باندې يو شمېر بريدونه رپورټ شوي.

خو د اتوار- یکشنبې په ورځ د دوو سيک مذهب لرونکو او د زيات- پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د پوليس ايس اېچ او د وژنې ذمه وارۍ داعش ډلې منلې دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG