لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي سره خبرو دپاره جرګه کابل ته رسېدلې


د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د مشرانو جرګه نن د شورو/چهارشنبې په ورځ (لومړي جون) د پېښور نه کابل ته رسېدلې ده، د جرګې غړو کابل ته روانيدو نه وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو نزدې 50 کسيزه جرګه افغانستان ته د تحريک طالبان پاکستان سره خبرو د پاره ځي.

څيړونکي وايي په دې جرګه کې د دغو سيمو مخور مشران ګډون کوي او غواړي چې په کوم خبرو د پاکستان د حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ اختلافات دي دغه اختلاف د خبرو د لارې ختم کړي.

په ياده جرګه کې د قبايلي ضلعو او د ملاکنډ ډويژن مشران د پارليمان، سېنېټ پخواني او موجوده ممبران او په سيمه کې د مخکنيو جوړو امن کمېټيو ځینې پخواني غړي هم شامل دي.

د جرګې په ايجنډا خبرې يوې سرچيني ډيوه ته وويل دوي به په څلورو نکتو د فريقېنو سره خبرې کوي، يوه دا چې د واپسۍ په صورت کې به طالبان دلته ژوند څنګه تيروي، د معاش لارې به يې څه وي؟ په واپسۍ به طالبان په امن وي، د ټي ټي پي د ډانچې په ختمولو، او قبايلي ضلعو د انضمام په خبره سلا راوستل هم د ايجنډې په موضوعاتو کې شامل دي.

یاده جرګه چې کابل ته رسېدلې، په افغانستان کې د پاکستان سفير يې په هوايي ډګر هرکلی کړی دی.

تيره ورځ د جرګې غړي او د خېبر پښتونکوا پخواني ګورنر شوکت الله ډيوه ته ويلي وو، د ټي ټي پي سره د خبرو نه وړاندې يې د پاکستاني چارواکو سره ليدلي او په ټولو حالاتو يې ځان خبر کړی دی.

هغه زياته کړې وه دوی هيله لري چې د نړۍ مسلمه اصول دي چې ټولې شخړې د خبرو د لارې هواريږي دا مسله به هم د خبرو د لارې هواره شي.

څيړونکي او خبريال طاهر خان ډيوه ته وويل په اول ځل داسې جرګه طالبانو سره خبرو د پاره ځي چې د ټولو قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن مشران پکې شامل دي، په وړاندنيو جرګو کې به د وزيرستان مشران شامل وو.

نوموړي وويل ښکاري چې دا جرګه به په طالبانو خپل اثر رسوخ ولري.

د دې جرګې په اړه ويل کيږي چې د پوځ په وېنا راجوړه شوې ده، او د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي پخوانی مشر او اوسنی د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد هم د دې خبرو په لړ کې افغانستان ته تلې وو، د پاکستان پوځ او مرکزي او صوبايي حکومت لا هم د دې مزاکراتو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان او افغانستان طالبانو منلې چې دا خبري روانې دي، ځينې خلک په دې پروسه نيوکې هم کوي، سياستمدار افراسياب خټک په ټويټر ليکلي

د حکومت په موټي کې جوړه جرګه کابل ته ليږل شوې ده، د دې نه داسې تاثر ولاړيږي، چې د حکومت او ټي ټي پي د معاهدې دپاره دا جرګه په حقيقت کې د قبايلي مشرانو په مالکيت کې نه بلکې د استخباراتي ادارو جوړه کړي جرګه ده.

افراسياب خټک ويلي، زيات امکان دا دی چې د دې معاهدې د عملي کيدو د ناکامۍ په صورت کې به د دې جرګې نه د قربانۍ ګډوری جوړ شي خو ښاغلي خټک دا سپيناوې نه دی کړی چې جرګه به څنګه قرباني کيږي.

خو له وړاندې چې د پاکستان د حکومت يا پوځ او ټي ټي پي او نورو وسله والو ترمېنځه څومره معاهدې شوي دي په هغو کې زياتره ناکامې شوي او په نتيجه کې يې پوځي عمليات شوي او له عمله يې د لکونو په شمېره خلک بې کوره شوي چې پکې اوس هم ګڼ شمېر د کډالو په کېمپونو کې ژوند کوي.

څيړونکي وايي اوس هم دا اندېښنې موجودې دي، که دا خبرې د ځيني شرطونو د وجې ناکامه کيږي نو يو ځل به بيا پوځي عملياتو ته لاره جوړه شي.

بلخوا د پاکستان د پوځ پخوانې بريګډير سيد نذير ډيوه ته ويل د دې خبرو په عملي کولو کې به مشکلات وي خو د دې يواځينې حل هم دا مزاکرات دي.

د طالبانو سرچینو ويلي، چې د بنديانو په خوشي کولو، د قبايلي ضلعو نه د زیات پوځ په ويستلواو په ملاکنډ ډويژن کې د نظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه فريقه تر ډېره حده سلا شوي او د ټي ټي پي د خپلې تنظیمي ډانچې سره په واپسۍ او د فاټا انظمام ختمولو او د پوځ په مکمله توګه ویستلو باندې لا هم خبرې روانې دي.

حکومتي چارواکو په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه دي ویلي، وي او اې ډیوه د خېبرپښتونخوا د حکومتي چارواکو سره د خبرو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو څيړونکي وايي دا مذاکرات اوس هم دومره اسان نه دي، ځکه چې اوس کوم مزاکرات کيږي او د هغې په اړه ځينې خبرونه مخې ته راغلي او چې د دواړو خواو نه کوم شرطونه ویل کيږي په هغې کې ځينې ډېر سخت او د قبلولو وړ نه دي.

ورسره دا خبره هم کيږي چې اوسنۍ خبرې د ټي ټي پي سره روانې دي او په ټي ټي پي کې نزدې ټولې وسله والې ډلې شاملې شوي دي خو دا تنظیمونه ډېر منظم نه وي او دوی تل په خپل مينځ کې اختلاف لري نو ښايي د دوی ترمنځ به ځينې اختلافات هم مخې ته راشي خو دا به د وخت سره مالوميږي.
(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډیوه خبريال فضل عزيز کې شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG