لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ځنګلونو د کموالي او د موسمي بدلون د منفي اغېزو له کبله وچکالي زیاته شوې


په بلوچستان کې د ماحولیاتو ماهرین وېره لري چې ډېر ژر به هغې صوبې کې اوبه ختمې شي، ځکه یوې خوا ته د ځنګولونو د کمېدو او بل اړخ ته د موسمي بدلون د منفي اغېزو د وجې، وچکالي (خشکسالي) زیاته شوې ده.

بل اړخ ته حکومت وايي چې د اوبو د 50 وړو ډېمونو یا بندونو د تړلو او د لس لکه ونو د لګولو پلان لري. د موسمياتو د څانګې لخوا په خوره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې په بلوچستان کې د تېر کال په پرتله سږ کال 17 فيصده کم باران شوی دی.

راپور وايي، "د صوبې لوېديځ او سوېل لوېديځې برخې په باران پورې اړه لري." خو د ګرمۍ د څپې له امله سختې وچکالۍ اغېزمنې کړې دي.

د کر او کروندې، د اوبو، د څارویو او د فصلونو د حاصلاتو د کمښت اټکل هم شوی دی.

په بلوچستان صوبه کې له اوږدې مودې راهیسي وچکالۍ او د اوبو کمښت، په ټولو ساه دارو (انسانانو او ځناورو) باندې اغېز کړی دی. په ژمي کې په ځانګړې توګه د بلوچستان په شمال او د صوبې په لوېديځ کې د بارانونو اوریدل نږدې دوو لسیزو کې ډېر کم ریکارډ شوي دي.

د کروندګرو باغونه وچ شوي، شنې زرغونې سیمی په صحرا بدلی شوي، او په ځينو سیمو کې د اوبو د وچېدو له سوبه ډير کلي کډه شوي او د کروندګرو اقتصاد را ټيټ شوی دی.

د بلوچستان د چاپیریال ساتنې ادارې ریسرچ آفیسر عبدالجبار کاکړ وایي: "بلوچستان لا د مخه د چاپیریال له جدي (سنجیده) مسئلې سره مخ دی، په ځانګړې توګه د اوبو کمښت او وچکالي. اړتیا دا ده چې د موسمي بدلون د اغېزو په اړه په خلکو کې پوهه پیدا شي او کوټلي ګامونه واخېستل شي چې ټول اولس له دې ستر چلېنج څخه خبرشی. زيات شمیر خلګ ښارونه ته کډه شوې دی."

د هغه وینا ده چي د وچکالۍ له سوبه په دې صوبه کې ډیر کارېزونه له مینځه تللي، تر 50000 زیاتو د کویانو (څاه ګانو) يا ټیوب وېلونو له لارې د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د کمېدو یو لوی چلېنج موجود دی.

د اوبو وېشلو اداره (واسا) په وینا، اوس هم يواځې په کوئټه کې د 5,000 نه زیات غیرقانوني ټیوب وېلونه موجود دي.
باوري سرچینې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څو کالو کې به کوئټه په بشپړه توګه وچه شي.

ماهرین وايي موسمي بدلون د ځنګلونو له ختم کېدو سره تړاو لري او دغه ډول د زیات شمېر ځنګلي مرغانو او ځناورو ژوند هم له لوی خطر سره مخ دی.

د بلوچستان د صوبايي حکومت د ځنګلاتو د څانګې کنزروېټر نياز کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل: "د بلوچستان په زیارت کې تاریخي د اوبښتو ځنګل که وساتل شي، د تودوخي په مخنیوي کې مرسته کولی شي."

د موسمیاتو څانګه وايي د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو کې د تودوخي درجه حیرانوونکې نقطې پورې په بره ختلې ده.
کوئټه چې یو وخت د هېواد تر ټولو یخ ښار بلل کېده، اوس په ګرمو سیمو کې شمیرل کېږي.

بلوچستان کې کروندګر وايي چې د ډېرو ګرمو سیمو فصلونه هم اوس په هغو يخو سيمو کې کرلی شي چې د هغوی لپاره هغه سیمې پخوا مناسبې نه وې.

د بلوچستان وزیر اعلا میرعبدالقدوس بزنجو ویلي چې حکومت په راروانو درېیو کلونو کې د باران د اوبو زېرمو کولو لپاره 50 کوچني بندونه د مځکې لاندې د اوبو د کچی د پورته کولو دپاره جوړوي او دغه ډول د وچکالۍ د اثراتو د مخنیوی لپاره د لس لکو ونو د لګولو پلان هم لري.

صوبايي حکومت د مرکزی حکومت سره په راتلونکو درېیو کلونو کې د نورو کوچنیو ډېمونو/بندونو د جوړولو لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG