لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 205 روپو نه سېوا شوې ده


پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې یو امریکايي ډالر د 205 روپو 50 پېسو پورې رسېدلی دی، او ورځ تر بلې د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره کيږي، او څو پورې چې بهرنۍ زر مبادله ذخیره نه وي سېوا شوي، ډالر به نور ګرانيږي او اقتصاد پوهان وايي د دې سره به عامه ګراني هم سېوا کیږي.

د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو د علتونو په اړه نوموړي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره راکمه شوې، چين ويلي دوه اربه ډالره پاکستان ته ورکوو چې هغه راشي بيا به کتلی شي.

خو نوموړی زیاتوی بل لور ته بهرنۍ د تېلو کمپنۍ د پاکستان نه د بهرنیو بېنکونو ضمانت غواړي د پاکستان د بېنکونو ضمانت نه مني او بل دا چې بهرني بېنکونه 15 فيصده پېسې په اېډوانس کې يا اول غواړي،اول به که د یو ملين ډالرو تېل اخستل کېده دوه درې میاشتې وروسته پېسې ورکول وو اوس د بکنګ په وخت پېسې ورکول وي.

هغه وویل، د پاکستان درامدي بل د درې میاشتو دپاره 18اربه ډالره پکار دی ځکه چې په نړيوال مارکيټ کې د تېلو قيمتونه سېوا شوي اوس حکومت پاکستان له پکار ده چې زمه واري واخلي، چې د تېلو ضمانت واخلي.

ملک بوستان وايي، د پاکستان دوست ملکونو داسې اشارې ورکړي که د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] پور پاکستان ترلاسه کوي نو نور ملکونه هم د پاکستان سره مرستې کولی شي، خو چې ايي اېم پور ورکړي.

هغه وويل يو علت دا دی چې بهر تجارت کوونکو ډالر ودرولی چې ډالر به نور ګران شي، او د بهر نه تجارت نه کوونکي په دې ويره کې دي چې د بهر نه تېل راغوښتو ضمانت يې مشروط کړی شوی دی.

نوموړی وايي، حکومت له به يو څه کول وي چې پاکستان سمبال کړي، سياسي ماحول به سمول وي، ځکه چې د معيشيت چابي د سياست سره ده. سمې پاليسۍ جوړول پکار دي که د هر چا حکومت راځي پکار ده چې يو ځل جوړې سمې پاليسۍ روانې وساتي.

او اقتصاد پوهه جرنلسټ وکيل الرحمان وايي، د پاکستان زر مبادله ذخيره ډېره کمه شوې، تېره اوونۍ پکې 45 کروړه کمی راغلی دی، په بجټ کې ټېکسونه سېوا شوي دي رعايتونه کم شوي او تېل ګران شوي دي نو د هغې په وجه به ګراني راځي، اقتصاد د فشار سره مخ دی.

هغه وويل داسې بيانونه هم مخې ته راځي چې په بجټ کې د ايي اېم اېف کوم شرطونه وو هغه نه دي پوره کړی شوي په هغې کې مسايل راتلی شي، او بل لور ته نن د اېف اې ټي اېف اجلاس شورو کيږي نو د هغې په وجه سټاک اېکسچېنج په ښکته روان دی او د ډالر قیمت هم سېوا کيږي.

پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې د تحریک انصاف د حکومت ختمېدو وروسته چې نوی حکومت جوړ شوی تراوسه پورې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 20 روپۍ زياته شوې ده.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] وايي، روانه میاشت په جون کې په پاکستان کې مجموعي غېر ملکي زر مبادله ذخيره 15.18 اربه ډالره ده او د مرکزي بېنک زر مبادله ذخيره نهه اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG