لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بجلۍ پیداکوونکې چینایي کمپنۍ افغانستان نه د سکرو د درامد ودرولو ګواښ کړی


په پاکستان کې د کویلې یا سکرو نه بجلي پېدا کوونکې د چاینه يوې کمپنۍ دړکه کړې ده که د بجلۍ دنرخونو دتړلو ادارې (نیپرا) د نرخونو د متفقه طريقه کار منظوري ورنه کړه نو دوي به د افغانستان نه د سکرو درامد بند کړي۔

څيړونکي وايي په افغانستان کې د سکرو بیعو لوړیدو پاکستان ته مشکلات پيدا کړي دي۔

د پاکستان بزنس ريکارډر نومې مجلې خپل يو رپورټ کې ليکلي چې د چاینه کمپنۍ ايچ ار ايس مشر نیپرا ته يو خط کې ليکلي چې دسکرو نرخونو زياتيدو او د ډالر مقابله کې د روپۍ دارزښت کميدو سره د بجلۍ پېدا کولو په نرخونو اثر پرېوتې دی.

خط کې ويل شوي دي چې کمپني د سختو مالي مشکلاتو سره مخ ده او په داسې حال د بجلۍ په قيمتونو کې کمی نه شي راوستلی.

دکمپنۍ مشر ويلي که په يوه هفته کې د سکرو او د بجلۍ نرخونه ونه ټاکل شول نو دوي به د افغانستان نه د کویلې یا سکرو درامد بند کړي۔

د نیپرا لخوا لا هم په دې اړه کوم بيان مخې ته نه دې راغلی .

پاکستان ته اويا فيصده د سکرو درامد د جنوبي افريقې او انډونېشیا نه کيږي، مطبوعات وايي مليشيا پاکستان ته د سکرو درامد بند کړی او دجنوبي افريقه سکاره په پاکستان کې يو ټن په دري نيم سوه ډالره پریوځي۔

دغسې د افغانستان سکاره په دوه سوه ډالره يو ټن او دري فيصده ټېکس باندې پاکستان ته راوړل کيږي۔

وړاندې د افغانستان د يو ټن سکرو بیعه نوي ډالره وه.

په جون کې چې کله د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف اعلان وکړو چې د افغانستان نه په ارزان نرخ سکاره په پاکستاني روپو اخلي نو افغان طالبانو د سکرو نرخ دوو سوو ډالرو ته لوړ کړو او ورسره يې مطبوعاتو ته دا هم ويلي وو چې د سکرو تجارت به پاکستان سره په ډالرو کې کيږي۔

خبريال او څيړونکي خالد عزيز ډيوه ته وويل د افغانستان د سکرو نرخ زياتيدو پاکستان د پاره مشکلات سېوا کړي دي۔

د سي پېک وېب سایټ ترمخه پاکستان کې دا وخت د چائنه کمپنۍ د سکرو نه د بجلۍ پېدا کولو په اتوؤ پروژو کار کوي، په دې پروژو د بېلا بېلو تنظيمونو لخوا نيوکې هم کيږي چې د چاپیریال دخچنوالي سوب ګرځي۔

څيړونکي وايي پاکستان دا وخت د زير مبادلې د کمي سره مخ دی، او د تېلو او سکرو درامدي بل ورکولو سره پاکستاني روپۍ نوره هم د فشار ښکار کيږي، نو ځکه د افغانستان نه ارزان سکاره راوړل ورته په ګټه پريوځي۔

د برنس ريکارډر خبريال طاهر امين ډيوه ته وويل په پاکستان کې اوږد مهاله پاليسۍ شتون نه لري چې له وجې یې د بهرنیو هېوادونو نه راغلي سرمايه کار د شش وپنج سره مخ وي او اکثره دلته د سرمايه کارۍ نه ډډه کوي۔

د افغانستان نه د سکرو يو کاروبار کوونکي همايون شينواري ډيوه ته ويل وړاندې به د افغانستان نه يو ټن سکاره په پېښور کې د شلو نه پينځويشتو زرو روپو پورې پريوتل خو اوس دغه نرخونه يو په دوه سيوا شوي او اکثر له کاروباريانو د کویلي کاروبار پريښودی او نور روزګارونه يې پېل کړي دي۔

د افغان طالبانو د پيټروليم وزارت د وياند عصمت الله برهان نه مو د وټس ايپ د لارې پوښتنه وکړه چې پاکستان ته د سکرو په راوړلو کې د کومو رعايوتونو پلان لري او که نه خو د رپورټ چمتو کولو پورې يې کوم ځواب نه ؤ ويلی۔

څيړونکي د سکرو دنرخ سيوا کيدو علت د پاکستان د زرمبادلې د ذخیرو کمی او افغانستان نه د پاکستان د پاره دسکرو نرخ زياتول ښايې اؤ وایي ددې ترشا یو مقصد دا هم کیدای شي ترڅو دلته په سکرو روانې د بجلۍ پروژې د مشکلاتو سره مخ شي، کومو کې چې نوې پروژې زیاتره د چاينه کمپنيو سره دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG