لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د غېرضروري شیانو په درامد کولو لګولی بندېز پورته کړو


د پاکستان حکومت دپټرولیم مصنوعاتو دپلرونکو ډيلرانو په کمیشن کې د۷۰ فیصدي اضافې اعلان کړی اؤ دتېرې مئ مياشت کې د غېر ضروري شیانو په درامد لګولی بندېز یې پورته کړی دی.

د پاکستان مرکزى حکومت دا بندېز د غېر ملکي زر مبادلې په ذخیره کې د کمى، د ډالر په مقابله کې د روپۍ د غورځېدونکي ارزښت او تېر جون میاشت کې د رېکارډ درامداتو باوجود پورته کړی چې ځنې اقتصادي پوهان یې د هېواد د اقتصاد خلاف کار بولي.

د پاکستان حکومت تېرې د مئ مياشت کې د کرنټ اکاونټ د مخ په سېوا کېدونکي خسارې په تناظر کې د دلګژري او غېر ضروري شېانو په درامد بندېز لګولی ؤ چې مقصد یې په نړيواله کچه د خوراکي توکو په نرخونو کې د اضافې له کبله د هېواد کمزوری شوی اقتصاد باثباته کول وؤ.

وتلي اقتصاد پوهه قېصر بنګالي د اقتصادي رابطه کمېټۍ دې پرېکړې ته په ټوېټر خپل غبرګون کې ویلي، د غېر ضروري شېانو په درامد بندېز ځنې کاروبارونه اغېزمن کوي اؤ که داسې کیږي نو و دې شي خو چا ته هم دا اجازه نشته چې د شخصي ګټو لپاره قامي ګټې د خپو لاندې کړي.

هغه وایي د تجارتي خسارې د کمولو لپاره درامدات کمول اړين دي

دپاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ د موبایل ټېلفون، لارو موټرو او د کورني استمال له توکو پرته د نورو شېانو په درامد بندیز پورته کړی دی.

حکومت د تېرې مئ مياشت کې د 800 څخه دزیاتو شېانو په درامد بندېز لګولی ؤ او ددې بندېز وروسته د درامداتو کچه تر 69 فيصدى راکمه شوې وه.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل په مشرۍ کې ترسره شوې د اقتصادي رابطه کمېټۍ په غونډه کې د 407 ډالره ټن په حساب سره د غنمو د درامد کولو او تېر کال د خېبر پښتونخوا په داسو ډېم کې د وژل شويو نهو چېنايي وګړو د معاوضې لپاره هم د 1 کروړ، 16 لکه ډالرو منظوري ورکړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره خبرو کې د بندېز پورته کولو حکومتي ګام غندنه کوي.

دی وايي ددې بندېز پورته کولو معنا دا ده چې حکومت قصدي د هېواد اقتصاد تباه کول غواړي.

هغه وايي پاکستان دا مهال د ډالرو دسخت کموت سره مخ دی او په داسې حال کې په درامداتو بندېز لرې کول سم نه دي.

وايي داسې به حکومت درامداتو باندې ډالرې لګوي او حېرانه دی چې دا رقم به له کومې راوړي؟

هغه وایي دا وخت د بندېز پورته کولو نه بلکې د لګولو دی.

د تېر زيارت په ورځ د پاکستان د زر مبادلې ذخیرو کې د 754 مېليونه د کمي وروسته ددې حجم نزدې 8 اربو ډالرو ته راښکته شوی دی.

د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس د اقتصادي چارو کارپوهه شاهد محمود ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصاد او کاروبار په درامدي شيانو او خام مالونو اډاڼه دی او په دې د بندېز له کبله د هېواد برآمدات هم متاثره کېدل.

وايي "حکومت چې د کومو شیانو په درامد بندېز لګولې ؤ هغه د پاکستان د کليز درامداتو يو فيصدى برخه هم نه جـوړېږي. ددې د بندېز کومه ګټه نه وه. ځکه چې دا غټ درامد په شيانو کې نه ؤ شامل. تېل او د خوراک څښاک مواد زموږ د درامدي بل غټه برخه جوړېږي او هغه نه وو بند کړی شوي"

نوموړي وويل د هېواد اقتصاد په درامداتو د بندېز له کبله نه شي مستحکم کېدای. ددې لپاره به برآمدات زياتول او نېغه په نيغه بهرنې سرمايه کاري سېوا کول وي چې اوس د نيشت برابر ده.

تېر دجون میاشت کې پاکستان د رېکارډ کچې د مياشتې خريداري کړې وه چې پکې د پټرولیم مصنوعات شامل وو او دتېر مالي کال دوران کې د هېواد مالي خساره 17 ارب ډالرو ته رسېدلې ده کومه چې د مالي کال 2020-21 په مقابله کې 2.8 ارب ډالره زياته ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG