لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې تازه بارانونو نوره تباهي اړولې،12 کسان مړه،ګڼ کورونه اؤ دکروندې زمکې تباه


په خېبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مالي او ځاني زيانونو اوختو لړۍ روانه ده اؤ په صوبه کې د افتونو په وخت د نظم اداره پي ډي ايم اې وايي په تېرو 34 ساعتو کې 12 کسان مړه شوي او 17 ټپيان شوي دي.

دغسې زميندار وايي په زمکو ولاړ فصلونه يې خراب شوي اؤ تر ټولو زيات نقصان يې د سبزۍ فصلونو ته اوښتی دی۔

د مومسمياتو محکمې چارواکو ډيوه ته ويلي بارانونو ورېدل څو ورځې نور هم امکان لري۔

د پي ډي ايم ای چارواکو ډيوه سره شريکو کړو معلوماتو کې ويلي د بارانونو او سېلابونو له امله په صوبه کې په تېرو شپږ ديرشو ساعتو کې 99کورونه په مکمله توګه ړنګ شوي او يو 186 کورونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلی دی۔

د پي ډي ايم اې چارواکو ويلي د ضلعي انتظاميو چارواکو ته يې اغېزمن شوؤ خلکو سره د هر ممکنه مرستې کولو ويلي دي۔

د صوبې بېلا بېلو ضلعو نه د تېرې شپې د تېزو بارانونو له امله د کورونو ویجاړیدو اؤ د مرګ ژوبلې ترڅنګ په لويه کچه د کروندې په زمکو ولاړو فصلونو ته د نقصان رسېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د مومند ضلعې يو اوسيدونکي کرامت خان ډيوه ته وويل تېزو بارانونو او سېلابونو يې په پټو کې ولاړو فصلونو ته زيان رسولی دی۔

"د جوارو فصل ولاړ ؤ هغه هم خراب شوی، دهټيا باندې چي ډير باران وشي په مکمله توګه ختمه شي، دغسې مرچکې او نور فصلونه يې هم خراب کړي دي"

دپاکستان د شمېرنې ادارې ويلي په تېره هفته کې په ملک کې په ګرانۍ کې درې اعشاريه شپږ فيصده زياتوالې راغلی دی، چې پکې خوراکي څيزونه تر ټولو زيات ګران شوي دي،

د خېبر پښتونخوا د زميندارانو د اتحاديي مشر نعمت شاه ډيوه ته وويل د صوبې نزدې ټولو ضلعو کې بارانونو په زمکو ولاړ فصلونه خراب کړي دي.

نوموړي وويل تر ټولو زيات زيان د سبزۍ فصلونو ته رسیدلی، چې له وجې يې د سبزۍ نرخونه په راتلونکې کې لا نور زياتيدی شي.

"دا وخت په زمکو د کرېلې،باتينګړ، بينډۍ، مرچکي، دهڼيا او نورې سزيانې ولاړې دي، دې ته بارانونو او سېلاب ډير نقصان ورسولو، ددغې وجې به راتلونکو ورځو کې د سبزۍ نرخونه نور هم سېوا کيږي"

نعمت شاه زياته کړه بايد چې حکومت زميدارو ته په قدرتي افت کې د زیانمن کیدو معاوضه ورکړي.

د ډي ایي خان ضلعې د پي ډي ايم ای وياند ثناالله بيټني ډيوه ته وويل هغه ټولو خلکو ته به د حکومت د پاليسۍ سره سمه معاوضه ورکړل کيږي چې په دې بارانونو کې یې مالي يا ځاني نقصان شوی دی.

"د ضلعي انتظاميي چارواکي به د زميندارو، د کورونو او نورو شوو زيانونو جاج اخلي، هغه به صوبائي حکومت ته استوي او د هغې مطابق به اغېزمنو خلکو سره مالي مرستې کيږي"

د پاکستان د افتونو په وخت د نظم ادارې اdن ډي ايم اd خپلو شمېرو کې ويلي د جولايي 29 نېټې پورې په ټول ملک کې 384 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی، 461څلور سوه او يو شپېته تنان زخميان شوي دي، تر ټولو زيات 111 تنان بلوچستان کې مړه شوي دي، او په خېبر پښتونخوا کې 74 تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی،

ددې ترڅنګ نزدې 25 کورونو ته په جزوي يا په مکمله توګه نقصان رسېدلی او څه کم2000 څاروي مړه شوي دي،

د خېبر پښتونخوا د موسمياتو دمحکمې ډپټي ډایريکټر اورنګزېب خان ډيوه ته ويلي د صوبې بېلاا بېلو برخو کي تر 31 جولایي پورې بارانونه امکان لري او د نورو بارانونو په اړه به معلومات زر عام اولس سره شريک کړي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG