واشنګټن - د صوماليه پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو د موګادېشو په یو هوټل کې د القاعده سره تړلې الشهاب سختدریځه ډلې محاصره، د قریب دېرش (۳۰) ګهنټو عملیاتو نه پس، ختمه کړه. چارواکي وايي د الشباب ډلې په دې حمله کې د شلو کسانو نه زیات مړه شوي دي.
د صوماليه د پولیسو مشر جنرل عبدي حسن حجار نن د اتوار/یکشنبې په ورځ [د اګسټ ۲۱مه] په سرښار موګادېشو کې یو خبري کنفرس ته وویل چې په وژل شوو کې عام خلک او امنیتي وګړي شامل دي. دا حمله د الشباب ډلې په موګادېشو کې حیات هوټل باندې پیل کړې وه، کوم چې د صوماليه د جرمي تحقیقاتو ادارې ته نږدې دی.
د الشباب ډلې جګړه مارانو اول په هوټل باندې چاودنې وکړې، او بیا یې وسله وال هوټل ته ننوتل چې د هغه نه پس، قریب دېرش ساعته یې د امنیتي ځواکونو سره جنګ وکړ. د پولیسو مشر وویل، د امنیتي ځواکونو اصلي کوښښ دا و چې په هوټل کې دننه ګېر پاته شوي عام خلک وژغوري.
هغه زیاته کړه چې حمله نیمه شپه ختمه شوه او امنیتي ځواکونو د ۱۰۶ ډېر کسان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل و، وژغورل.
د القاعده سره تړلې سختدریځې ډلې الشباب، په موګادېشو کې حیات هوټل باندې د برید ذمه واري منلې او دعوه یې کړې ده چې هغو په دې حمله کې ۶۳ کسان وژلي او ۱۰۷ نور یې زخمیان کړي دي.
دا حمله په نړېواله کچه غندل شوې ده. امریکا ویلي چې د دې برید سخت مذمت کوي. د امریکا خارجه وزارت په یو بیان کې راغلي چې امریکا د زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او امید لري چې زخمیان ژر روغ شي. امریکا پخپل بیان کې د صوماليه د امنیتي ځواکونو د عمل ستاینه هم کړې ده او دا یې هم ویلي چې د صوماليه کلک ملاتړ به کوي.
د هغه وخت نه چې په تېرې مئې میاشتې کې حسن شیخ محمد د نوي صدر په توګه سوګند پورته کړ، تر اوسه دا په موګادېشو کې د سختدریځې الشباب ډلې تر ټولو ستره حمله وه.