لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دتحریک انصاف حکومت دایي ایم ایف دشرطونو منلو څخه انکار کړی دی


پېښور - د پاکستان په مرکز کې واکمن سياسي ایتلاف پاکستان ډیموکریټک الاینس ویلي هېواد د ويجاړونکو سېلابونو سره مخامخ دی خو په قام راغلو دې سختو شېبو کې د خېبر پښتونخوا حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د لوظنامې په شرط د عمل کولو نه انکار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا حکومت د ايي ایم ایف سره د حتمي لوظنامې څخه یوازې دوه ورځې وړاندې د ايي ایم ايف په شرط د عمل کولو نه انکار کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جهګړا د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل ته يو لیکلي کې ویلي چې صوبه د ايي ایم ایف په شرط سږکال اضافي نقد بجټ نه شي پرېښودلی.

د پاکستان مرکزي حکومت د جولايي مياشت کې د ايي ایم ایف سره په اقتصادي او مالياتي تګلارو اتفاق کړی و چې په کې د صوبو لخوا په شريکه د 750 اربو روپو نقد فاضل رقم ښودل شامل و.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په رسمي ټويټر پاڼه خپور کړي بېان کې پخواني وزیر حماد اظهر ویلي څوک دې سوچ هم ونه کړي چې دوى به د پاکستان اقتصاد ته نقصان ورسوي.

د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل د خېبر پښتونخوا د حکومت لخوا د ايي ایم ایف سره په ټاکلي شرط دعمل نه کولو په اړه د خزانې مرکزي وزارت ته لېکلی خط د هېواد پرضد سازش ګرځولی دی.

د پاکستان حکومت او د مخالف تحریک انصاف ګوند ترمنځ دا سياسي تربګني په داسې حال کې زياته شوې چې د هېواد اقتصاد د مخکې څخه د سخت صورتحال سره مخامخ دی او اوس په ټول هېواد کې تباه کوونکو سېلابونو 982 کسان وژلي او د 110 څخه زياتې ضلعې یې متاثره کړې دي.
د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامل د سياسي ګوندونو اتحاد پي ډي ایم په خپل ګډ بېان کې ویلي چي د خېبرپښتونخوا د خزانې د وزير تېمورجهګړا لخوا د خزانې مرکزي وزارت ته ليکلی خط د پاکستان د اقتصادي بحران په سېلاب کې د ډبولو چال دی.

د تېرې جمعې په ورځ جارى کړي شريک بيان کې د مرکزى حکومت اتحادي ډلو ویلي هغه عمران خان و چې لومړی یې ايي ایم ایف سره په سختو شرطونو لوظنامه وکړه او د هېواد د اقتصاد لاس ښپې یې وتړلې او بيا يې د لوظنامې نه سرغړونه وکړه،

دبیان له مخې دعمران خان تیر حکومت په تېلو او بجلۍ رعایتونه ورکړل او د نړيوالې مالياتي ادارې سره یې د قرض پروگرام د ځڼډ ښکار کړو.

د پاکستان اوسني مرکزي حکومت د ايي ایم ایف سره د تېرې جولایي مياشت کې په اقتصادي او مالياتي تګلاره موافقه کړې وه چې صوبې به په ګډه مرکز ته د خپل بجټ څخه 750 ارب روپۍ فاضل رقم ورکوي.

وروسته د خېبرپښتونخوا حکومت د مرکز لخوا د اندېښنو په لرې کولو د فاضل رقم په ښودلو سلا شوې و.

د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي وو چې مرکزي حکومت دې د پخوانۍ فاټا لپاره د بجټ ټاکلو معامله هواره کړي او د قامي مالياتي کمېشن د اېوارډ په سملاسي بحالولو یې ټينګار کړی و.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر په دغه خط کې ویلي وؤ باید چې مرکز د بجلۍ دخالصې ګټې رقم هم خېبرپښتونخوا ته ورکړي.

د تېمور جهګړا وېنا ده چې په سوات، ډي ايي خان او ټانک کې د راغلو سختو سېلابونو له امله صورتحال نور هم ستونزمن کېدی شي.

اخوا د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعیل تېره ورځ شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره مرکه کې ويلي دي چې په داسې کولو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هېواد اقتصاد په داو لګوي.

نوموړي ویلي چي ايي ایم ایف به د راتلونکي ګل په ورځ د پاکستان لپاره د قرض پروګرام منظور کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکښ مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري هم يو شخصي ټى وي چېنل سره خبرو کې ویلي چي د پنجاب او خېبر پښتونخوا حکومتونه د ايي ایم ایف په لوظنامه کې د شاملېدو نه انکار کولی شي.

نوموړي وويل دا حکومت دوام نه شي موندلی.

هغه وايي د ايي ایم ایف سره د لوظنامې بنياد هم دا دی چې پنجاب او خېبر پښتونخوا به د ايي ایم ایف سره د لوظنامې لپاره مرکز ته فاضل رقم ورکوي او دپنجاب حکومت مرکز ته ویلي شي چې ددې لوظنامې برخه نه جوړېږي.

د پي ډي ایم په مرسته دا مهال په مرکز کې د مسلم لیګ نواز ګوند حکومت دی او پاکستان تحریک انصاف په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې واکمني لري او دواړه خواوې په يو بل د ايي ایم ایف ډيل د تالا ترغۍ کولو تورونه په داسې حال کې لګوي چې هېواد له وړاندې څخه د سخت اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او دا اوس په ټول هېواد کې راغلو ويجاړونکو سېلابونو د زراعت څانګه او عمومي اقتصاد د تباهۍ په درشل ودرولي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د سياسي ګوندونو د يو بل خلاف دا بیانونه ښایي چې دوئ په دې سخت وخت کې د قامي ګټو پرځاى خپلو سياسي مفاداتو ته اولیت ورکوي.

هغه وايي د خېبر پښتونخوا د خزانې د وزیر لخوا مرکز ته لیږل شوي خط کې راپورته کړی شوې خبرې جاېز دي خو د خط ليکلو وخت سم نه دی.

دی وايي د ايي ایم ایف د بورډ غونډه به د اګست په 29 نېټه کېږي. که ايي ایم ایف د خېبرپښتونخوا حکومت خط له پامه ؤغورځوي خو د بورډ په غونډه کې شامل د هند استازي په دې پوښتنې راپورته کولی شي او دا خط ايي ایم ایف ته هم ښه اشاره نه ورکوي.

مهتاب حېدر وايي د پاکستان څلورو واړو صوبو يو مفاهمتي یاداشت لاسلیک کړی ؤ چې پکې لوظ شوی و چې هغوى به د مجوعي قامي پېداوار يو فيصدىمالياتي اضافه یا فاضل رقم پېدا کوي چې داسې د هېواد بجټ خساره د ايي ایم ایف د پرورګرام سره سمون راوړي.

دی وايي باید چې سياسي ډلې خپل سياسي اختلافات په هېواد کې دننه حل کړي پرځائ ددې چې پاکستان په نړيوال کچ د خندا کړي.

حکومتي اتحاد کې شاملو ډلو ویلي حکومت خپل ټول پام دا وخت د سېلاب ځپلو امداد او د هغوى ژغورنې ته ګرځولی دی او باید چې د سېلاب ځپلو امداد او بحالى قامي ترجيح پاتې شي او په ډاګه کړې یې ده چې د سېلاب ځپلو د ژغورنې، امداد او بحالۍ روان عمل به د سياست ښکار نه کړي.

پاکستان کې د څو مياشتو راهسې روانو د پشکال بارانونو او سېلاب کې 982 تنان مړه شوي او د قدرتي افتونو د انتظام ادارې وېلي چي د سېلاب له کبله د هېواد اقتصاد ته د 900 بېلنه روپو نقصان رسېدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG