لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایف ای ټي ایف خړ نوملړ نه د پاکستان د ویستل کېدو یا نه ویستل کېدو په اړه پرېکړه نن کیږي


FATF-Grey-List
FATF-Grey-List

د ترهګرۍ د مالي مرستو او د پېسو په غېرقانوني لېږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په پېرس کې د روانې غونډې په پائ کې به پرېکړه کېږي چې ایا د پاکستان نوم د ادارې د خړ فهرست څخه وويستل او که نه؟

د پاکستان چارواکي هيله لري چې د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په برخه کې د پاکستان وروستيو ګامونو ته په کتلو سره ویلی شي چې د پاکستان نوم به د زياتې څارنې یا خړ نوملړ څخه وویستل شي.

سږکال دجون میاشت کې په يوه غونډه کې ايف ای ټي اېف پرېکړه کړې وه چې پاکستان به تر هغې د ادارې په خړ فهرست کې ساتل کېږي ترڅو چې د ايف ای ټي اېف تکنيکي ډلې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په برخه کې د پاکستان لخوا د پورته کړل شوؤ اقداماتو په موقعه جاج نه وي اخستی او ددغو ګامونو پخلی یې نه وي کړی.

د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس تکنيکي ډلې د تېر ستمبر په مياشت کې د پاکستان سفر کړی ؤ او دغلته یې د اړونده چارواکو سره ليدل کړي وو او د پاکستان د ګامونو یې له نزدې ارزونه کړې وه.

تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وېلي وو چې د ايف ای ټي اېف تکنيکي ډلې د پاکستان کاميابه دوره کړې او اسلام اباد تمه لري چې د اکتوبر په میاشت کې د ارزونې د عمل به منطقي نتيجې راوځي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که چيرې دپاکستان نوم د څار د ادارې د خړ نوملړ څخه وويستل شي نو ددغه هېواد شهرت او انځور به په نړيواله کچه وده ترلاسه کړي خو ځینې پوهان د پاکستان د اقتصاد اوسني بد وضعیت ته په کتلو سره وايي دا به د هېواد اقتصاد لپاره ګټې ونه لري.

اسلام اباد کې د اقتصادي چارو دڅېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامک تجزیه کار شاهد محمود ډيوه سره خبرو کې وويل که چيرې د پاکستان نوم د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست نه وويستل شي نو په پاکستان به د نړیوال سرمايه کارانو باور پرځاي شي.

ښاغلی شاهد محمود وايي نن سبا چې د پاکستان کوم حالات دي نو که د خړ فهرست څخه وځي هم خو د هېواد په اقتصاد به دا ګام څه اثر ونه لري.

هغه وایي د پاکستان بانډونه په نړيواله کچه څوک نه اخلي او چا چې اخستې دي هغوي یې هم د ارزښت نه لرلو له کبله خرڅوي.

دی وايي که په راتلونکي کې د پاکستان اقتصادي حالت ښه شي او په خړ فهرست کې نه وي نو بيا کېدای شي چې نړیوال سرمایه ګذاران دلته پانګونې ته توجو وکړي.

د فرانس سرښار پيرس کې د سنګا پور په مشرۍ د ايف ای ټي ایف د دوه ورځڼې غوندې نن د جمعې په ورځ وروستۍ ناسته ده او د غونډې په اېجنډا کې په نورو مساېلو د غور ترڅنګ به د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي په لړ کې د پاکستان د پورته کړو ګامونو جاج اخلي او ددې د ارزونې په رڼا کې به پرېکړه کوي چې د پاکستان نوم د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د څار خړ فهرست څخه وباسي او که نه.

پاکستان کال 2018 کې د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په تګلاره کې د نيمګړتيا و په تور کې د څارنې په خړ فهرست کې اچول شوی و او اداري په دې اړه پاکستان ته دوه غبرګ کاريز پلانونه ورکړي وو.

د انګرېزې ژبې ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون پخپل رپورټ کې ليکي چې که د پاکستان په حکومت او سفارتي ټولنه کې د سرچينو په خبره باور وکړی شي نو احتمال شته چې پاکستان به د ايف ای ټي اېف د خړ فهرست نه وويستل شي.

که څه هم ځینې څېړونکي وايي چې د خړ نوملړ څخه وتل به د پاکستان په پرځېدلي اقتصاد په مجموعي توګه کوم اغېز ونه کړي خو وايي دې سره به په نړيوال کچ پاکستان څخه د تلونکو او راتلونکو پېسو د عمل څارنه او کره کتنه کمه شي.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وایي پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې د هېواد د ايف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه د وتلو 95 فيصده امکانات دي او دا ځکه چې پاکستان د ايف ای ټي ایف په ټولو سپارښتنو بشپړ عمل کړی دی.

نوموړی وايي د پاکستان د ايف ای ټي ایف د خړ فهرست څخه د وتلو زياتې ګټې دي. دا به نړیوالو پانګه والو ته يو مثبت پېغام ورکړي او ددې ترڅنګ تمه ده چې د درجه بندۍ اېجنسۍ به هم
د پاکستان درجه بندۍ ته بيا کتنه وکړي.

ښکاره دې وى چې کال 2017 او کال 2022 کې د امریکا د مالي چارو رېګولېټري ادارې د پېسو د غېرقانوني لېږد د قانون د سرغړونو په تور کې د پاکستان په دوؤ لويو بېنکونو حبيب بنک او نېشنل بنک اف پاکستان په ترتيب ؤار ډول د 225 او 55 مېليونه ډالرو جرمانې لګولې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG