لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يو اين ډي پي:پاکستان کې دموسمي بدلون له امله د تودوخې او مړينو کچه لوړيداى شي


پېښور ـ د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام يا يو اېن ډي پي په خپل تازه رپورټ کې ويلي په راتلونکي کې په پاکستان کې د موسمي بدلون له وجې د تودوخې کچه او د مړينو شمېر زياتېداى شي۔

څيړونکي وايي دموسمي بدلون اغېزو ته پاکستان نه دى تيار او ډير مالي او ماني تاوان به ورته اوړي۔

يو اېن ډي پي دا رپورټ په داسې وخت جاري کړى چې نن د اتوار د ورځې نه د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون په اړه کوف 27م کانفرس پېل کيږي، چې دنړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران به پکې برخه اخلي.

د کانفرس هدف د موسمي بدلون مخنيوي د پاره ګامونه پورته کول ټاکل شوي دي۔

د يو اين ډي پي په رپورټ کې د پاکستان د يو ښار فېصل اباد مثال ورکړل شوى چې د موسمي بدلون له وجې د کال 2020 نه تر کال 2039 دوه پورې په يو لک کې 36 کسان ژوند د لاسه ورکوي ـ

خو رپورټ وايي د موسمي بدلون سره دمطابقت نه پېداکولو له امله دا شمېر د يو لک په سر 67 ته رسېدلى شي۔

دې ترڅنګ به هرکال د تودوخې په کچه کې زياتوالى هم راځي۔

دموسمي بدلون په اړه پوهه لرونکى خبريال اصف مومند وايي که د موسمي بدلون مخه ونه نيول شي د پاکستان په څېر هېواد کې به ژوند تېرول ګران وي۔

"د موسمي بدلون اثر په معاشياتو کيږي، د صحت، زراعت او د ژوند هر اړخ اغېزمن کوي، دې سره به د لوږي، کډې کولو، سېلابونو، د ګرمۍ د څپو او مرګونو کچه سېوا شي"

د پاکستان د موسمياتو دمحکمې وزيرې شيري رحمان د اګست په مياشت کې دقامي اسمبلۍ غونډي ته ويلي وو پاکستان د موسمي بدلون نه اغېزمن کيدونکو هېوادونو کې په نړۍ کې په اتم نمبر دى۔

پاکستان کې د اګست په مياشت کې د سېلابونو له امله د 1700 نه زياتو خلکو ژوند د لاسه ورکړي و او نزدې دوه ميلينه خلک اغېزمن شوي ديـ

دې سيلابونو کې د ملک په دريوو کې يوه برخه رقبه د اوبو لاندې راغلې وه او حکومتي چارواکي وايي د 30 بيلينه ډالرو نه زيات تاوانونه اړولي دي۔

وفاقي وزيري شيري رحمان يې ويلي د سيلابونو لويې علت دموسمي بدلون اثرات دي۔

د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د زده کړو د څانګې مشر ډاکټر نفيس محمد وايي پاکستان که يو خوا وايي چې ماحولياتي بدلون کې د نورې نړۍ په مقابله کې کمه برخه لري خو د بدلون د اثراتو مخنيوي نه کول ټوله د دې هېواد خپله ذمه واري ده ـ

"د کاربن په اخراج کې د پاکستان برخه کمه ده خو د موسمي بدلون نه د رامنځته کيدونکو اثراتو مخنيوى د پاکستان پخپله غاړه دى چې څنګه به ددې له اثراتو خلک بچ ساتي او دې د پاره به پاکستان ته تابيا کول وي"

د پاکستان د ماحولياتو محکمې وفاقي وزيري شيري رحمان د اګست په مياشت کې قامي اسمبلۍ ته خپله وېنا کې ويلي وو د ځنګلونو د رقبې زياتولو او د چاپيريال د خيچن والي د مخنيوي د پاره يو شمېر منصوبې لري۔

خو کوف 27 کانفرس ته د تګ نه وړاندې يې رايټرز خبري ادارې ته ويلي مونږ وړاندې هم د سيلابونو له وجې دشوي تاوان د ازالې خبره کړې ده او په دې کانفرس کې به هم دغه پېغام ورکوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG