لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:چاودنه کې درې کسان وژل شوي،درې ژوبل


د جنوبي وزيرستان پوليس وايي په سروکۍ تحصيل کې چاودنه شوې چې پکې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي په وژل شوؤ کسانو کې دوه تنه مخکني طالبان وو چې بیا پوځ ته تسليم شوي وو.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) عتیق الله ددفتر چارواکو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې ده چې د سروکۍ تحصيل په چګملایي علاقه کې پرون د جمعې په ورځ (18 نومبر) ماسپښین دغه چاودنه شوې چې درې کسان پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

پولیس چارواکو ويلي، دا د چګملایي سیمې ځایي کسان دي او په ژوبلو کې د یو کس حالت مرګونی دی هغه یې ډیره اسماعیل خان ته وړی دی.

پولیس چارواکو وي او ای ډیوه په شريکو کړو مالوتو کې د وژل شوو کسانو نومونه فرید، مصطفی او رحمان الله ښودلي دي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر ویلي چګملایی مارکيټ کې د ګډ( غوره) طالبانو فريد او مصطفی باندي چاودنه شوي ده،په چاودنه کې د سیمې ملکي وګړي زرسلام، رحمت الله، اسحاق ټپیان شوي او رحمان الله ساه ورکړې ده.

منظور پښتن زیاتوي د حکومتي د تګلارو له امله دغه ناکرارۍ لا تر اوسه دوام لري اؤ پښتانه امن غواړي.

تر دې مهاله ددې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو په په علاقه کې امنیتي چارواکي وايي دغه کسان چې په هدف شوي په دې کې دوه کسان فرید او مصطفی مخکې د تحریک طالبان پاکستان غړي وو او بيا پوځ ته تسليم شوي وو.

د ریډیو پاکستان ترمخه ،چاودنه د یوه ځمکني ماین یا ایي اي ډي له امله شوې ده.

د جنوبي وزيرستان په سروکۍ تحصيل کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد عمليات کړي او وسله والو څخه یې ددې سیمې دپاکولو دعوه کړې وه.

د خیبر پښتونخواه په جنوبي ضلعو او په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوې دي.

په شپاړسم نومبر د چارشنبې په ورځ په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو، ددغه بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔

ددې پېښې پرضد پرون په لکي مروت سیمه کې ولسي احتجاجي مظاهره شوې وه چې پکې د ترهګري غندنه شوې او دمظاهرې برخه والو ویلي دوي نور پخپله خاوره ترهګري نه زغمي .

په خېبرپښتونخوا کې د تيرو څو مياشتو راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه پاڅونونه اؤ احتجاجي مظاهرې شوې دي.

د خېبر پښتونخوا دپوليسو مشر معظم جان انصاري ویلي، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی چې ترهګرو ته د پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې په وخت پولیس خبر کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG