لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره تاو تریخوالی به په پاکستان کې ترهګري سېوا کړي


د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي، که په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره اړيکې خرابې شوې نو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو ته به تل پاتې تاوان واوړي.

عمران خان دغه خبره پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [10 جنورۍ] په اسلام اباد کې [پاکستان کې د ترهګرۍ د نوې څپې] د عنوان لاندې راجوړ سيمينار ته د ويډيو لنک د لارې کړې ده.

په وروستيو کې په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا، د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو او بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي چې د زیاترو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

پاکستان وايي په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته يې ویلي چې خپله خاوره د پاکستان ضد کارېدو نه پرېږدي. خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي چې خاوره يې نه د پاکستان او نه د بل کوم ګاونډي ضد کاريږي.

عمران خان وويل، "چې د [پاکستان] موجوده حکومت يو دوه وزيران چې په حالاتو نه دي خبر د افغانستان په اړه غېر زمه واره بيانونه ورکوي چې هلته به حملې وکړي، په افغانستان کې واکمنو طالبانو زمونږ سره مرستې کول پرېښودي دي په راتلونکې کې د هغې اثر به دا وي چې که د ترهګرۍ جنګ بيا پېل شو دا به بيا روان وي".

د نوموړي په خبره "وزیر خارجه [بلاول بټو زرداري] په نورو ملکونو ګرځي تر ټولو مهم خو ورته افغانستان ته تلل پکار وو. خو که اوس د هغو سره اړيکې خرابې کړی شوې نو دا به د پاکستان دپاره عذاب جوړ شي د ترهګرۍ ضد کومه جګړه چې مونږ پېل کوو".

په وروستيو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو که چرې افغان طالبانو په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي خو هغه وروسته د خپلې خبرې نه په شا شوی وو.

عمران خان په خپلو خبرو کې ويلي، "په افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغله دا لومړی ځل وو چې په افغانستان کې پاکستان پلوه حکومت راغلی وو، هغه غوره موقع وه چې د تحریک طالبان پاکستان څومره کسان افغانستان ته تللي وو د 35 نه تر 40000 پورې کسان وو او په دوی کې د 5000 نه تر 7000 پورې جنګېدونکي کسان وو، چې طالبانو ورته د وتلو وويل هغه وخت چې جوړ جاړی شوی وی".

هغه وويل "دې موجوده حکومت يو خو په صوبه کې د ګډو شوو ضلعو فنډونه ودرول او بل دا چې د افغانستان نه د 40000 پورې بيرته راغلل د هغوی په بيا بحالۍ پېسې خرڅ کول وو او ټولو ته معلومه چې دا ضروري وه خو دې حکومت ورته پاملرنه ونه کړه".

هغه زياته کړه، "دا خلک به بيرته راتلل بله لار نه خو په دوی پاملرنه پکار وه او د پاملرنې نه کولو له امله دلته ترهګري سېوا شوه".

د عمران خان په خبره "خېبرپښتونخوا پولیس سره هغه وسله نشته چې د ټي ټي پي مقابله وکړي ځکه چې د هغوی سره نوې وسلې دي څو پورې چې مرکزي حکومت دې ته پوره توجه نه وي ورکړي".

هغه ويلي، "چې که په ګډو ضلعو کې بیا ترهګري سېوا شوه اثرات به يې ټول پاکستان ته رسي، او نن چې کوم حالات دي ډېر تاوان به يې خېبرپښتونخوا ته اوړي".

هغه زياته کړه ويره لري چې که بيا دې پله توجه ور نه کړی شوه نو بيا به هغه حالات جوړ شي، او دا پروپېګنډا چې کيږي چې عمران خان د ټي ټي پي سره مذاکرات کول په هغو خبرو کې ټول فريقېن موجود وو".

د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د يادو خبرو په لړ کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي دي.

په پاکستان کې څيړونکي وايي، ټي ټي پي د ډز بندۍ په مهال ځان پياوړی کړی او جدا شوې ډلې بيا را يو ځای شوي دي.

په وروستيو کې پاکستان ويلي د ترهګرۍ نوغی به اوباسي.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".

اسلام اباد کې د امنیتي او پاليسۍ د چارو څېړنيزې خپلواکې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې د کال 2022م پرمهال د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله ټي ټي پي او داعش خراسان د هېواد دننه د تشدد لويې کردارونه پاتې شوي دي او ټي ټي پي يې په کابل د واکمنو طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د خرابو اړيکو ستر لامل ګرځولی دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال د هېواد دننه د تشدد په زياترو پېښو کې ټي ټي پي ککړ پاتې شوې ده او د کا 2021م په پرتله کال 2022م کې په ترهګریزو بریدونو کې 27 فيصدي اضافه راغلې ده.

رپورټ کې زياته کړی شوې ده چې په تېر يو کال کې د ترهګرۍ 262 حملې شوي چې 14 پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل دي. دې حملو کې 419 کسان وژل شوي او نزدې 700 ټپيان شوي دي.

د رياد رپورټ ترمخه چې په کال 2021م کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته او بيا د ټي ټي پي د مستقل خبرو پاکستاني خواهش دغه ډلې ته د منظم کېدو او د ترهګریزو فعالیتونو زیاتو ډاډ ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG