پښتنو قام پاله سياسي مشرانو د یاد پښتون قانون پوهه او سياستوال عبدالطيف اپريدي [لطيف لالا] وژنه د پښتنو دپاره غټه غميزه او تاوان بللی دی.
د پاکستان سپريم کورټ بار پخوانی مشر وکيل قانون پوهه او قام پاله سياستوال عبداللطيف اپريدی باندې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [16 جنورۍ] د پېښور هايکورټ په بار روم کې يو تن ډزې کړې او وژلی یې وو.
د پېښور پولیسو ويلی، په لطيف اپريدي باندې عدنان سميع اپريدي نومې تن ډزې کړي او دغه تن پولیسو نيولی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د لطيف اپريدي وژنې ته افسوسناکه پېښه ويلي او زياته کړې يې ده "هغه نه يواځې يو مشر قانون پوهه بلکې د قامي تحریک غړی پاتې شوی د وکالت او سیاست په مېدان کې يې ځانګړی نوم پېدا کړی او نن ورځ د وکيلانو په ګډون د پښتنو دپاره توره ورځ ده".
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د لطيف اپريدي وژنې ته دردونکې ويلي، او زياته کړې يې ده "هغه [لطيف اپريدي] د 50 کالو نه د زیاتې مودې په سياسي ژوند کې پښتنو ځوانانو ته لارښوونه کړې، هغه يو زړور سياستوال او وکیل وو په خپله خبره ټینګ ولاړ، او د مودې نه يې د مزاحمت مشال بل ساتلی، دا وژنه په پاکستان او لر و بر افغان وطن کې د بشري حقونو، جمهوريت دپاره غټ تاوان دی".
د قومي جمهوري وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېر پاو هم د لطيف اپريدي په وژنه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي، "هغه د لوړی پای قام پرسته سياسي شخصیت وو، په ټول ژوند یې د جمهوریت او بشري حقونو مبارزه کړې، د دغه زړور او همدرد تن کمی به په ټولنه کې هرې طبقې او په ځانګړي ډول مزدورانو، کسانانو او ځپلې طبقې ته محسوسيږي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پشتين په ټویټر ويلي، "د لطیف لالا د وژلو پیښه د پښتون قام د پاره لویه غمیزه ده لالا تل د قام، وطن او انسانیت خدمت کوو خو افسوس نن د پشاور هائیکورټ حدود کې شهید کړې شو. ډیر زیات غمجن یو او د لالا کورانې،خپلوانو او ملګرو ته تسلیت وایو. د لطیف لالا د انصاف غوښتنې د پاره به د لالا د کورانې سره کلک اودریږو".
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر قهار ودان وايي، "لطيف لالا د پښتون قام او وطن د ابادۍ او خوشالۍ او نېکمرغۍ دپاره يې ګرد عمر جدوجهد کړی وو، هغه يواځې سیاستدان او قانون پوهه نه بلکې يو رحمدله پښتون وو، پښتون قام ته يې د مبارزې لاره ښودلې ده. د هغه په وژنه پښتونخوا ملي عوامي ګوند افسوس کوي".
د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان د لطيف اپريدي د وژنې غندنه کړې او ويلي یې دي "په خېبرپښتونخوا صوبه کې د امنيت بد صورتحال دی، هیڅ امنیت نشته قاتل او ترهګر ازاد ګرځي".
د لطيف اپريدي جنازه نن په پېښور کې ادا کړی شوې او خاورو ته سپارل شوی دی.