په کراچۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي په سيند صوبه او کراچۍ کې پښتانه، افغانان ځورول کيږي نيول کيږي، پښتانه سیاسي ګوندونه دې د افغانانو سره د سيند صوبايي حکومت د رويې پرضد غږ پورته کړي. پي ټي اېم د علي وزیر د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیند صوبې مشر نور الله ترین ويلي څو میاشتې وړاندې په کراچۍ او د سیند صوبې په بېلابیلو برخو کې د افغانانو نیول پېل شو او افغانان ونیول شو چې دلته یې د وړاندې نه خپلوان مېشت وو.
هغه ويلي، د 2200 نه زيات افغانان چې ښځې او ماشومان پکې وو نيول او په جېلونو کې اچول شوي وو، ټول پښتانه د پولیسو لخوا تنګول کيږي.
هغه دعوه کړې چې په کراچۍ کې افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد به ورسرہ وو او په دوی کې پاکستاني هم نیول شوي دي.
نور الله ترين په پښتنو سياسي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نيشنل ګوند غږ کړی چې په کراچۍ کې د پښتنو سره کېدونکي ظلم پرضد غږ پورته کړي، پي ټي اېم به ورسره ملګری وي.
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته راجوړې احتجاي غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت دی ځان ته جمهوري وایي خو په کراچۍ کې د پښتنو سره زياتی کيږي.
هغه وويل په پيپلز ګوند کې په پښتنو غږ کوي چې د خپل ګوند او حکومت سره په دغه مسله خبره وکړي.
خو د سیند صوبي حکومت د وړاندې نه ویلي یواځې هغه کسان نیول کیږي چې په غېر قانونه توګه راځي او يا دلته مېشت وي.
په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ لخوا د افغانانو د استازي ګل الدين بېګ په وينا د تېر کال د جون د مياشتې راهسې په کراچۍ او سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو لړۍ پېل شوې چې پکې د 2000 نه زيات افغانان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو نيول شوي او په جېلونو کې بندي کړی شوي وو.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دوی کې زيات بيرته افغانستان ته لېږل شوي خو اوس به هم د 600 پورې په جېلونو کې وي.
د علي وزیر په اړه نورالله ترین وویل د کراچۍ عدالتونو هغه ته ضمانتونه ورکړي خو بلې صوبې ته نه لېږدل کيږي، او زياته یې کړه په کراچۍ کې د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار ازاد ګرځي خو علي وزیر په جېل کې ساتل کیږي.
نوموړي زیاته کړه که نقيب مسيد ته انصاف ترلاسه نه شو پي ټي اېم به په سړکونو راووځي او د انصاف دپاره احتجاج کوي.
وینا کوونکو وویل په کراچۍ کې چې پښتنو ډول مسله جوړیږي پي ټي اېم به د هر ظلم پرضد ودریږي. د پي ټي اېم په احتجاجي غونډه کې د پښتنو ملت پاله ګوندونو غړو هم ګډون کړی وو.
د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او ويلي يې دي د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په پي ټي اېم وړاندې تور لګول شوی چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې مېلاويږي. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.