د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد د وژنې په قضيه کې د کراچۍ د پولیسو پخواني افسر راو انوار سره د نورو ملزمانو بري کېدو ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی، او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم ] د يادې فېصلې پرضد د احتجاج اعلان کړی دی.
د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [23جنورۍ] د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار او هغه سره نور ملزمان بري کړي دي، د نقيب مسيد کورنۍ او وکیل ويلي، فېصله به په هايکورټ کې چېلج کوي.
د نقيب مسید ورور عالم شېر وي او اې ډيوه ته ويلي، د نقيب مسید د وژنې په قضيه کې "يو طرفه فېصله شوې ده، د وزيراعظم، د پوځ مشر او چیف جسټس د انصاف ورکولو د باور ورکولو باوجود ورته انصاف ور نه کړی شو". هغه زياته کړه دوی به د هر هغه ځایه پورې د انصاف ترلاسه کېدو پورې ځي او هره هغه دروازه به ټکوي چې انصاف ترې ورته ترلاسه کيږي.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټويټر ویلي،
"د نقيب الله په ګډون د لسګونو کسانو بدنامه زمانه قابل راو انوار او هغه ملګري بري کېدل يوه ظالمانه فېصله ده د دې جابرانه فېصلې په ضد به په 25 جنورۍ 2023 په هر ښار او ضلع کې مظاهرې کيږي او د دې قضيې وکیلان به دا فېصله په هايکورټ کې چېلنج کوي".
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي،
"د نقيب مسید په وژنه ککړ راو انوار او نورو کسانو بري کېدل د شرم خبره ده. د دولتي سپانسر قاتلانو لخوا د بې ګناه پښتون دپاره انصاف نشته. د نقيب مسيد د قضيې اورېدنه او پرېکړه په انصاف پورې ملنډه ده".
د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق په ټويټر ویلي،
"دا د انصاف قتل دی، عدالت په فېصله کې منلې چې نقيب الله مسيد بې ګناه/تښتول شوی او د تښتولو وروسته وژل شوی وو. د دې باوجود هغه پلار د انصاف په غوښتو کې د دنيا نه لاړو. اشرافيه د قانون نه بره ده. د غريب دپاره هيڅ انصاف نشته. يو نه دوه پاکستانه، يو د عام پاکستاني او يو د اشرافيه. عدالت دې اووايي د نقيب الله جرم څه وو؟ چا ووژلو؟".
جرنلسټې عاصمه شيرازي د نقيب مسيد د قضیې د فېصلې راتلو وروسته په ټويټر په اردو ژبه کې شعر ليکلی چې
"نه ده معلومه چې د انصاف او عدل په نظام کوم زوال راغلو
ټول رښتيا لوڅ دي او سلګۍ کوي"
د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار چې عدالت په دغه قضيه کې بري کړی هغه ويلي ثاقب نثار [پخواني چیف جسټس] پرې د دروغو مقدمه جوړه کړې وه.
عدالت په خپله فېصله کې ويلي، استغاثه په ياده پېښه کې د ملزمانو د ککړتیا په اړه ثبوتونه وړاندې نه کړی شو.
د نقیب مسيد د وژنې تور د کراچۍ د ملير ضلعې د پخواني پوليس افسر راو انوار په ګډون په 25 کسانو لګول شوی، عدالت پکې پرون 18 تنه بري کړي او د راپورونو ترمخه د اووه مفرورانو په اړوند ويل شوي چې د نيولو وروسته به یې فېصله اورول شي.
پينځه کاله وړاندې د جنورۍ په 13 په کراچۍ کې نقيب مسيد د درېو نورو کسانو سره په يوه پولیس مقابله کې وژل شوی وو، راو انوار ويلي وو ترهګر یې وژلي خو د پېښې د پلټنو دپاره جوړې د پوليسو خپلې ګډې پلټنيزه کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.
د روانې جنورۍ په 14 نېټه عدالت د قضيې فېصله محفوظ کړې او پرون یې واوروله.