لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ په ريکارډ کچه نوره غورځېدلې، ډالر نزدې 12روپۍ ګران شوی


پاکستان کې د پيسو د بدلوونکو اتحادیه وايي، په پرانستي مارکیټ کې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [26 جنورۍ] نوره بې قدره شوې او يو ډالر نزدې 12 روپۍ ګران شوی او د يو ډالر بيعه 255 روپو ته رسېدلې ده، پرون په پرانستي مارکيټ کې ډالر په 243 روپۍ وو.

د پاکستان مرکزي بېنک ترمخه پرون په انټربېنک مارکيټ کې د ډالر بيعه 230روپۍ 89 پيسې وه او نن چې تراوسه پورې سټېټ بېنک خپلې سرکاري شمېرې نه دي خپرې کړي خو د پيسو د بدلوونکو اتحادیه وايي، نن په انټر بېنک مارکيټ کې یو ډالر نهه پورې نور ګران شوی او پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې ده.

تيره ورځ د پاکستان د پيسو د بدلوونکو اتحادیې وي او اې ډیوه ته ويلي وو چې اتحادیې په پاکستان کې د ډالر محدود يا ټاکل شوی قيمت [کيپ] ختم کړی او روپۍ به په مارکيټ کې ازاده وي.

پاکستاني مطبوعات وايي ډالر نن ځکه په يو ځای دومره زيات ګران شو چې اتحادیې د ډالر محدوده قيمت ختم کړی خو د پيسو د بدلوونکو د اتحاديې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي، د ډالر د ګرانېدو يا روپۍ د بې قدره کېدو علت د محدوده يا ټاکلي قيمت ختمېدل نه دي بلکې د ډالر خپل اصل قيمت سېوا وو خو دوی ودرولی وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "د روپۍ په مقابله کې په مارکيټ کې د ډالر اصل قیمت 255 روپۍ دی او اتحادیې چې په پرانستې مارکيټ کې روپۍ او ډالر ازاد پرېښودل نو خپل اصل قیمت ته راغله".

د اقتصاد پوهانو په وينا پاکستانۍ روپۍ په انتظامي توګه قابو ساتل شوې وه چې له امله یې ترسيلات زر [د بهر نه راتلونکې پېسې] په ريکارډ کچه راکم شوي وو او هم د دې وجې د پرانستي مارکيټ سره غېر قانونه مارکيټ جوړ شوی وو چې پکې د ډالر بيعه د 270روپو پورې رسېدلې وه.

اقتصاد پوهه ډاکټر غلام صمد وايي، "د بهر نه پيسې راتلل کم شوي وو، په مارکيټ کې غېر قانونه درېم مارکيټ جوړ شوی وو او درېم د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي ايم اېف] شرط وو، ځکه د ايي ايم اېف سره د خبرو دپاره د لارې هوارولو، د مارکيټ نه غېر يقيني صورتحال ختمولو او د قانوني لارې ملک ته د پیسو راتلو دپاره روپۍ ازاده کړی شوه ځکه نن روپۍ بې قدره شوه".

د پاکستان د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د بېنک سره د غېر ملکي زر مبادله کمی دی او زياتره سوداګر د درامداتو دپاره ډالر د پرانستي مارکيټ نه ترلاسه کوي.

د اقتصاد پوهانو په وينا پاکستان زیاتره خوراکي توکي، صنعتي خام مال او پټرولیم مصنوعات د بهر نه راغواړي.

ډاکټر غلام صمد وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "که د اقتصادي نظريیې د لارې وکتل شي نو هغه خو دا وړاندوينه کوي چې روپۍ به نوره بې قدره کيږي، خو که په غټه کچه مارکیټ ته ډالر راغلو نو بيا یو څه ښه والی راتلی شي خو په مارکيټ کې غېر يقيني صورتحال روپۍ نوره بې قدره کولی شي".

هغه زياته کړه د روپۍ بې قدره کېدو او ډالر ګرانېدو د مخنيوي دپاره به په بحران تمرکز کول وي چې هغه ختم کړی شي.

هغه وويل "د ډالر ګرانېدو سره به ګراني سېوا کيږي ځکه چې د پاکستان اېمپورټ بل به سېوا شي د ګرانۍ شرح به د 40فيصده پورې ورسي".

خو نوموړی وايي "په دې کې مثبت خبرې دا دي چې غېر قانونه مارکیټ به ختم شي، د بهر نه پيس راتلل به سېوا شي، خو ګراني به ورسره سېوا کيږي او د قرض په مد کې به ورسره بوج سېوا کيږي ځکه چې زياتې پيسې به ورکول وي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG