لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په 39 ضلعو او افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاین پېل شوی


پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي، نن د 13 فرورۍ څخه تر 17 فرورۍ پورې د خېبرپښتونخوا د اووه ضلعو په ګډون د افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې د پولیو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی دی.

د پروګرام ترمخه په کمپاين کې به د ملک په ټولو 39 ضلعو کې د 60لکه نه زیاتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.

ویل شوي دا کمپاين په لاهور کې د پوليو وايرس د مثبت نمونو ترلاسه کېدو وروسته تابيا شوی دی.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، "د نن څخه پېل شوي کمپاين کې به د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، شمالي وزيرستان، بر او کوز جنوبي وزيرستان، د افغانستان سره په پوله 57 يونين کونسلو، د افغان کډوالو د کېمپونو په 58 یونين کونسلو او پنجاب صوبې په لاهور، فېصل اباد، شيخوپوره او ملتان کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي".

په بيان کې ويل شوي، "سږ کال د [2023] په 19 جنورۍ چې د صحت د قامي ادارې په پوليو ليبارټرۍ کې د پوليو کومه لومړۍ مثبته نمونه معلومه شوې هغه وايرس په جينياتي توګه د کال 2022 په نومبر کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې د موندل شوو وايرسو سره تړاو درلود".

په 19 جنورۍ په لاهور کې د پوليو وايرس د مثبت نمونو ترلاسه کېدو تاييد شوی وو.

او "دويمه مثبته نمونه چې په 27 جنورۍ معلومه شوې د هغې وايرس د جنوبي پښتونخوا د وايرس سره تړاو لرلو".

د پاکستان د صحت وزير عبدالقادر پټېل ويلی، "په ماحولياتي نمونو کې د افغانستان او خېبرپښتونخوا د وايرسو معلومېدل ثبوت دی چې دا وايرس د خلکو سره د يو ځای نه بل ته منتقل کيږي او خوريږ"ي.

هغه ويلي، "د پولې د پورې غاړې [افغانستان] هر ځای پولي و وایرس د دواړو ملکونو د ماشومانو دپاره خطرناک دي. مياندې پلاران دې يقيني کړي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي او محفوظ یې کړي".

د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په ملک کې تراوسه پورې د پوليو کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

خو تېر کال په 2022 کې په ملک کې ټولې 20 پېښې مخې ته راغلې وي او دغه ټولې پېښې په خېبرپښتونخوا کې رپورټ شوې وې.

په يادو پېښو کې 17 يواځې په شمالي وزيرستان کې مخې راغلې وې، دوه په لکي مروت کې او جنوبي وزيرستان کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG