د افغانستان سره د تورخم دروازه چې په 19 فرورۍ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا تړل شوې تراوسه پورې بنده پرته ده. د دروازې د بندېز له امله عام خلک وايي د ستونزو سره مخ شوي سوداګر او ټرانسپورټران وايي تاوانونه ورته اوړي. چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل کې د واکمنو ترمنځه خبرې روانې دي.
د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې د تورخم تحصيلدار غنچه ګل وي او اې ډيوه ته وويل، "د تورخم دروازه تړلې پرته ده پرون سهار چې د دواړو خواو کومې ډزې شوې هغه ودرېدلي ارامي ده خو دروازه لا تراوسه بنده ده".
هغه وويل "تورخم د اتوار د ماښام نه هر ډول تګ راتګ بند دی، په سوونو ګاډي دې اړخ ته [پاکستان لوري] ته ولاړ دي په ډېرو ګاډو کې سبزيانې او مېوې دي چې زيات پکې واپس پېښور ته لاړل".
هغه زياته کړه "د ورځې په سر د تورخم په پوله د شپږو زرو پورې کسان اوړي راوړي چې زيات پکې د افغانستان د لوري نه دې پله راوړي".
د نوموړي په خبره د دروازې پرانستلو په اړه دومره خبر دي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې روانې دي نور معلومات نه لري.
خو د پاکستان د حکومت يا بهرنيو چارو وزارت او کابل کې د واکمنو طالبانو لخوا په دغه اړوند تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.
پېښور کې د سرحد چېمبر او کامرس مرستيال مشر شاهد حسېن وايي، "درېمه ورځ ده چې دروازه بنده ده تر ټولو زيات سرحدي خلک اغېزمن شوي، بيا کاروباري او ټرانزټ والا متاثره شو که هغه مزدورکار دي او که ورسره اړونده نور کسان دي، ټول اغېزمن دي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د دوی حکومتونو ته سترګې دي چې لاره به خلاصه کړي او دا مشکل به حل کړي".
هغه زياته کړه "دې غاړې ته موسمي مېوې چې افغانستان ته ځي هغه ولاړې پاتې دي او د هغه لور نه چې د منځنۍ اسيا څخه پياز، د ايران نه چې ټماټر را روان دي خلک په انتظار دي تراوسه پورې هیڅ څه خبره مخې ته نه ده راغلې چې دروازه به کله خلاصيږی".
د شاهد حسېن په خبره "په پوله چې وخت په وخت کوم مشکلات جوړيږي دا د افغانستان په تېر حکومت کې تر ډېره حده پورې حل شوي وو، د کابل او اسلام اباد کمېټۍ جوړې شوې وې په هغې کې دا پرېکړه شوې وه چې سياسي که هر ډول بحران جوړيږي خو مزي به نه تړل کيږي سرحدات به خلاص وي هم د مسافرينو دپاره او هم د تجارت دپاره".
خو نوموړی وايي، "چې په کابل کې اوس دا نظام راغلی دی دوی ترې بيا بيا غوښتنه کړې چې هغه ډول په قامي کچه د کابل او اسلام اباد ترمنځ کميټي جوړه کړي چې د سياسي بحران په وخت دې خبرو ته فکر کوي چې سرحد ونه تړل شي".
هغه وویل، "اوس خبرې د تاجرانو د سطحې نه بالا دي د حکومتونو خبرې دي تاجر او عام ولس د تاوان او مشکل سره مخ دي، دوی بيا د دواړو خواو نه غوښتنه کوي چې د دې مستقل حل را اوباسي، ځکه چې دوه ورځې پوله بنده شي هغه بيا په 20 ورځو کې نه په ځای کيږي او چې دا لړۍ څومره اوږديږي دومره زیات تاوان کيږي هم حکومتونو ته او هم تاجرانو ته".
په تورخم د پاکستاني چاوراکو په وینا دروازه د افغان طالبانو لخوا د مريض يا ناروغه تن سره د دويم تن راتلو په سر تړل شوې ده.
خو طالبانو د کومې ستونزې يادګېرنه نه ده کړې يواځې دومره یې ويلي چې پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه یې د مشرانو د لارښوونې سره سم دروازه تړلې ده.