لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایي ایس ایي د مشر په ګډون د پاکستان لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی، د تورخم دروازه لا هم بنده ده


د پاکستان د دفاع د وزیر په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی. پاکستان ويلي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره به ويني په امنیتي او ترهګرۍ ضد مبارزه به ورسره بحث کوي. په پلاوي کې د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر ندیم انجم هم شامل دی.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم ویلي چې کتنه شوې او "دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا" ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

د پاکستان پلاوي چې نن د کابل سفر کړی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم پوله په څلورمه ورځ هم تړلې پرته ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، په ليدنه کې افغان لوري پاکستاني پلاوي ته ويلي، چې "تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ [22 فرورۍ] د لوړ پوړي د کابل د سفر ویلي چې د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ پلاوی کابل ته تللی دی.

او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رياست الوزرا ويلي، د "رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستاني جګپوړي پلاوي سره ليدلي دي" خو د واکمنو طالبانو په بيان کې د امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړوند هم څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو رياست الوزرا ويلي، په ليدنه کې د اقتصادي همکاريو او اړونده موضاتو خبرې شوي او عبدالغني برادر وویل، "افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري او طالبان د پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي".

هغه دا هم ويلي، "لازمه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي".

په بيان کې ویل شوي "تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي او پاکستاني لوري د دوی د ذکر شوو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي".

د تورخم دروازه چې تړلې پرته ده د پاکستان او افغانستان دواړو سوداګر وايي، دوی د سختو مالي تاوانونو سره مخ کيږي او تل یې دغه غوښتنه کړې چې تجارت دې د سیاسي شخړو څخه په ډډه وساتل شي ځکه چې د پولو تړلو له امله نه يواځې سوداګرو بلکې د دواړو هېوادونو د تجارت په تاوان تماميږي.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر مرستیال مشر خان جان الکوزی وايي "دا د افسوس خبره ده چې د پاکستان او افغانستان تجاران تل د سياسي او امنيتي شخړو څخه اغېزمن شوي، اوس چې تورخم تړل شوی د سوداګرۍ او ټرانزټ په برخه کې د ورځې لس ملينه افغانۍ دواړو خواو ته په دوه ورځو کې تاوان اوښتی دی او که دا مسله اوږديږي نور تاوان اوړي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی تمه لري چې نن د پاکستان پلاوي د کابل سفر کړی دی "اوازې شته چې د تورخم دروازه به نن خلاصه شي او که خلاصه نه شوه دواړو خواوو ته ډېر تاوان اوړي".

پاکستاني پلاوي چې د کابل سفر کړی په دې وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغان طالبانو د حکومت نه وغواړي چې د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعدې د ترهګرو ډلو له احتمالي ګواښونو سره د مبارزې په برخو کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې د کابل د سقوط وروسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د بلاول د بيان په غبرګون کې ویلي وو چې "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی".

د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې، پاکستان ته مشوره ورکړې چې "په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث وکړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG