لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ قامي اسمبلۍ ته په پاکستان کې د کډوالو د حقونو قانوني مسوده وړاندې کړې


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د قايمه کمېټۍ مشر محسن داوړ وايي، چې په قامي اسمبلۍ ته یې د کډوالو د حقونو دپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ځکه چې په پاکستان کې نه خو د کډوالو دپاره کوم قانون شته او نه یې د کډوالو په اړوند د جنېوا کنونشن لاسليک کړی دی چې هغه قانون پرې لاګو کيږي ځکه هغه د کډالو د حقونو دپاره دغه ګام پورته کړی.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وي او اې ډيوه سره ه په خبرو کې وويل، په پاکستان کې که هر څوک کډوال دي په هر ځای کې ځورول کيږي يو حق یې نه منل کيږي.

هغه وویل، "د قانوني مسودې وړاندې کولو بنيادي مقصد یې دا دی چې که دلته په پاکستان کې د کډوالو دپاره شورا يا کونسل جوړ شي او بيا که يو کس دلته پاکستان ته راځي او دلته د مهاجرت قضيه جمع کوي او کونسل یې قضيه منظوروي نو دغه تن ته به بيا د هر يو څيز تحفظ وي، د تګ راتګ کاروبار او نور هرڅه".

محسن داوړ زیاته کړه پرون یې قانوني مسوده وړاند کړې او بيا د بحث دپاره قايمه کمېټۍ ته لېږل شوې ده چې هلته یې په جزياتو بحث وشي.

نوموړي وویل، د"لته په پاکستان کې افغان کډوال سخت ځورول کيږي که د چا سره ځينې قانوني اسناد وي هم، او که نه وي، او هغه چې کومه قانوني مسوده وړاندې کړې هغه د ټولو کډوالو د حقونو په اړوند ده خو په ځانګړي ډول په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کيږي".

د محسن داوړ دغه ګام ستايل شوی او په سياستوال پوهان افراسياب خټک ویلي، "پاکستان چې د 1947 نه د کډوالو کوربه دی خو دلته نه د کډوالو دپاره قانون شته او نه یې کوم نړیوال قانون لاسليک کړی په دغه برخه کې خلا وه او د هغې خلا يا تشې ډکولو دپاره محسن داوړ د کډوالو قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه".

پاکستان کې په تېرو څو مياشتو کې په ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو پېښې زياتې شوې وې.

په پاکستان کې د طالبانو استازو او افغانانو د وکیلانو په وینا د تېر کال راهسې د 2000 نه زيات افغانان [سړي، ښځې او ماشومان] يواځې په سيند صوبه کې نيول شوي چې زيات پکې د راتګ په وخت او ډېر یې په کراچۍ کې نيول شوي وو.

په نيول شوو کې ځینو افغانانو ویلي چې د دوی سره قانوني اسناد هم وو خو د هغې باوجود نيول شوي او په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ويلي چې زيات افغانان بيرته لېږل شوي خو ځینې اوس هم په زندانونو کې بندي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

خو د سيند صوبې حکومت او پوليس چارواکو بيا وخت په وخت دعوې کړي چې دوی افغانان نه بلکې ټوله غېر قانونه کډوال نيسي او بيرته یې خپلو ملکونو ته لېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته نور د لکونو په شمېره کې افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG