لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کچلاغ: په وسله وال برید کې د اېف سي دوه عسکر وژل شوي دي


APTOPX Pakistan Attack
APTOPX Pakistan Attack

د بلوچستان سر ښار کوټې ته څېرمه د نیو کچلاغ په جلوګیر سیمه کې په اېف سي ځواک بريد شوی او د اېف سي دوه عسکر پکې وژل شوي دي، تحريک طالبان پاکستان یې ذمه واري منلې ده.

د نیو کچلاغ پولیس تاڼې ایس ایچ او جمیل خان وي او اې ډيوه ته وویل، د اپرېل پر 4مه د شپې پر لس بجې د نوي بای پاس جلو ګیر په سیمه کې دا پېښه شوې ده.

"د اېف سي پر پوسته وسلوال برید شوی، هلته ډیوټي ورکونکي د ایف سي دوه عسکر وژل شوي دي، کوم څوک ندي ټپیان شوي".

تحریک طالبان پاکستان په کچلاغ کې د بريد ذمه واري منلې او دعوه یې کړې ده چې د پولیسو درې اهلکار یې وژلي او ژوبل کړي دي.

جرنلسټ ضيا الرحمان په ټويټر ویلي، "پاکستاني طالبانو [ټي ټي پي] به د بلوچستان صوبې په پښتنو ضلعو کې د افغان طالبانو د مشرانو د موجودګۍ له امله د بريدونو څخه ډډه کوله. خو د کابل د سقوط وروسته ټي ټي پي په ژوب کې خپله څانګه اعلانکړې او بريدونه یې پېل کړي دي".

تېر کال د نومبر په وروستيو کې د کوټې په بليلي علاقه کې د پوليس اهلکارو په ټرک ځانمرګی بريد شوی چې پکې د چارواکو په وينا يو پوليس اهلکار او دوه لاروي [ښځه او ماشوم] وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د بريد زمه واري منلې وه..

د ياد بريد نه دوه ورځې وړاندې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او د بريدونو پېل کولو یې ويلي وو.

د بلوچستان د وزیراعلا میر عبدالقدوس بزنجو ویاند بابر یوسفزي د ایف سي پر پوسته حمله غندلې او په پېښه کې د وژل شويو عسکرو له کورنیو سره خوا خوږي ښوولې ده.

د ایس ایچ او جمیل خان په وینا د پېښي مقدمه د ترهګرۍ ضد کارکوونکې ادارې سي ټي ډي پولیسو په تاڼه کې د ناپېژندل شويو ترهګرو پر ضد درج شوې ده.

له دې پېښې وړاندي هم د بلوچستان په پښتنو سیمو کې پر امنیتي عسکرو د بریدونو ذمه وارۍ وخت ناوخته تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

د مارچ په میاشت کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په صوبه کې د تېر کال پر پر تله د بدامنۍ په پېښو کې 11 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ساوت ايشيا ټېروريزم پورټل رپورټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو درو مياشتو (جنورۍ فرورۍ او مارچ ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان صوبه کې 113 تنه وژل شوي چې په کې 91 د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 23 ټپیان شوي دي.

23 ته نیږدې اولسي وګړي هم په دې پېښو کې وژل شوي او 22 ټپیان شوي دي.

رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې په 250 بېلا بېلو پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي.

په دې کې د زیاترہ پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې وې.

خو په بلوچستان کې وخت نا وخت داعش هم د بريدونو زمه وارۍ مني.

داعش تېره میاشت په بلوچستان صوبه کې په پوليسو د برید زمه واري منلې چې نهه پوليس پکې وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG