لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ له زندانونو د 200 نه زيات نور افغانان خوشي شوي او بيرته وطن ته لېږل شوي دي


د پاکستان د سيند صوبې د مرکزي ښار کراچۍ د زندانونو څخه نور د 200 نه زیات افغانان خوشي شوي او بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي، خو په دغو کسانو کې ګڼ داسې دي چې د بند سزاګانې یې تېره میاشت پوره شوې وې او تراوسه پورې په جېل کې وو.

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ مشر مولوي عبدالجبار وي او اې ډيوه ته وويل، نن چې 208 کسان خوشي شو دوی په بسونو کې د چمن د لارې افغانستان ته ولېږل شو.

هغه وویل په دغو خوشي کړل شوو کسانو کې 38 ماشومان هم شامل دي او دا هغه کسان دي چې دوی د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيول شوي او بندي کړی شوی وو.

خو او اې ډیوه ته د ترلاسه شوو فهرستونو ترمخه نن د کراچۍ د مرکزي او ملير جېل څخه 212 کسان خوشي کړی شوي دي چې کم عمره هلکان هم پکې دي.

د فهرستونو ترمخه په خوشي شوو کسانو کې د ډېرو سزاګانې د مارچ په میاشت کې پوره شوې وې خو دوی اوس ولېږل شو.

وړاندې داسې ویل شوي وو چې د خوشي شوو بنديانو څخه ښځې او ماشومان لېږل شوي، سړي يې پاتې کړل شوي کوم چې اوس ولېږل شو.

عبدالجبار وايي دا وخت د دوی د معلوماتو ترمخه 265 کسان اوس هم په جېلونو کې دي که نور پسې ونه نيول شو.

هغه وویل تراوسه پورې دوی د 2000 نه زیات افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي دوی بيرته لېږلي دي.

په کراچۍ او د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېر کال راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې وه، د سيند صوبايي حکومت او پوليس چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې دوی هغه کسان نيسي او بيرته یې ليږي څوک چې قانوني اسناد نه لري.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي د افغانانو د نيولو مسله یې د پاکستان سره شريکه کړې وه.

په کراچۍ کې اوس هم افغانان وايي چې که څه هم د دوی د نيولو لړۍ کمه شوې خو د پولیس لخوا د پېسو دپاره تنګول کيږی او پېسې ترې اخستل کیږي.

خو پولیس چارواکي وايي که دوی دغه ډول شکايت ترلاسه شي د هغو پوليسو پرضد به قانوني کارروايي کوي څوک چې بې ځايه تنګول کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG