لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم کې د غر ښويېدو په پېښه کې د درو افغانانو مړي راویستل شوي، امدادي کارونه روان دي


د خېبرپښتونخوا صوبې په خېبرضلع کې د تورخم پولې ته نزدې چې د ګل او سه شنبې په شپه غر راښويېدلی افغانستان ته مال وړونکي ډک ټرکونه او کنټېنرې یې ترې لاندې راغلي، چارواکي وايي د غره د ملبې څخه یې درې مړي راويستي چې افغانان دي او نور امدادي کارونه روان دي.

د خېبر ضلعې مرستیال کمشنر عبدالناصر نن د شورو/ چهارشنبې په سهار وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، "تراوسه پورې د ملبې لاندې څخه درې مړي راويستل شوي او د درې واړو تعلق د افغانستان سره دی او څلور کسان ژوبل راويستل شوي چې هغوی معمولي ژوبل وو درملنه یې شوې ده".

هغه زياته کړه، "د ملبې لاندې ښکاري چې د 18 پورې ګاډي معلوميږي چې ګېر دي خو اندېښنه ده چې د 25 نه تر 30 پورې ټول ګاډي به د ملبې لاندې ګېر پاتې وي".

هغه وویل، د ټولې ملبې په لرې کولو کې به د 72 پورې ساعتونه وخت ولګي.

د مرستيال کمشنر په خبره، "دوی نه شي ویلی چې د ملبې لاندې په ګېر شوو ګاډو کې به څومره کسان وي؟ ځکه چې د دوی سره د ګاډو کومه کره شمېره نشته او دا هم نه ده معلومه چې د ملبې لاندې ګېر شوي د افغانستان دي که د پاکستان دي".

عبدالناصر وويل، چې په کوم ځای غر راښويېدلی دغه لاره افغانستان ته د تلونکو مال وړونکو ګاډو ده خو د پېښې وروسته دوی د افغانستان څخه پاکستان ته راتلونکو ګاډو په لاره دوه اړخيزه ګاډي روان کړي، تګ راتګ او د ټرانزټ ګاډي پرې هم دواړو خواو ته روان دي.

په موقع موجودو ځینې کسانو شکايت کړی چې امدادي کارونه هغه شان نه دي څنګه چې پکار دي او غټه مشينري نشته ځکه په ملبه لرې کولو کې به ډېر وخت ولګي.

په خېبر ضلع کې د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] وياند مقصود عالم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د دوی سره چې څومره مشينري ده هغه ټوله په امدادي عملياتو لګيا ده او ورسره پوځ او نورې ادارې هم په ملبه لرې کولو بوخت دي.

هغه وويل دوی ته په امدادي کارونو کې يو مشکل د باران دی چې باران وريږي او دويم غټ مشکل ورته د غره راښويېدو دی چې دپاسه اوس هم غر راښويېږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG