د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په بحرېن علاقه کې په درال نومې خوړ کې د اوبو سېوا کېدو له امله د بحرېن او کالام ترمنځ ځمکنۍ لاره بنده شوې او د بحرېن بازار ته بيا اوبه اوښتي دي. چارواکي وايي تراوسه پورې خوړ کوم ځاني او مالي تاوان نه دی اړولی.
د بحرېن اسسټنټ کمشنر اسحاق احمد وي او اې ډيوه ته وويل، د پرون نهې/ سه شنبې د ورځې راهسې "په بحرېن کې د درال خوړ سېوا شوی اوبه پکې ډېرې زیاتې شوي خو دوی ورته د سېلاب صورتحال نه شي ویلی".
هغه وویل "تېر کال چې په سېلابونو کې د بحرېن کوم پل خراب شوی وو هغه تراوسه پورې ځکه نه وو لرې کړی شوی چې د هغې په بدل کې بل پل نه وو جوړ کړی شوی، اوس چې اوبه سېوا شوې نو هغې خراب مخکني پل ته اوبه ډب شوي دي".
هغه زياته کړه، د زياتو او ډنډ کېدو له امله اوبه د بحرېن بازار ته اوښتي او د بحرېن او کالام لاره یې بنده کړې ده.
نوموړي وویل، په موقع یې مشينري په ځای کړې خو څو پورې چې اوبه کمې شوې نه وي لاره به بنده وي.
خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې پينځه ورځې وړاندې، د زیارت يا پنجشنبې د ورځې پورې د بارانونو امکان څرګند کړی چې د بارانونو په مهال په برنو ضلعو کې د غرونو ښويېدو اندېښنه ده.
د دې ترڅنګ د صوبې په سوات، دير، چترال، کوهستان، تورغر او مانسهره ضلعو کې د خوړونو راتلو اندېښنه هم څرګنده کړی شوې وه.
خبريال مشتاق يوسفزي په ټويټر ویلي،
"دې ته د حکومت نااهلي که بې پرواهي وويل شي، په برني سوات کې د تېزو بارانونو له امله د بحرېن په درال خوړ کې يو ځل بيا سخت سېلاب راغلی چې له امله یې د بحرېن بازار ته سخت تاوان اوښتی. په ټول کال کې حکومت د کالام د تباه شوي سړک د جوړولو دپاره هیڅ ګام نه دی پورته کړی، سږ کال به هم د سوات سېلګرۍ ته دروند تاوان واوړي".
په سوات کې تېر کال د اګست په میاشت کې سېلاب راغلی، ځاني او مالي تاوانونه یې اړولي او د هغه وخت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه چې د سوات سفر کړی وو، ويلي يې وو،
"په سوات کې د سېلابونو له امله ډېر تاوان اوښتی د ارزونې وروسته به کره اندازه لګي خو په کالام او سوات کې ډېر تاوان شوی دی پُلونه او هوټلې تباه شوي خو په دې کې د پرېشانۍ خبره دا ده چې په کال 2010 کې دلته کوم سېلاب راغلی وو دغه ډول هوټلې بربادې شوې او بيا چې چا د دغو هوټلو جوړولو اجازه ورکړې پرضد يې اقدام يا کارروايي پکار ده چې بیا داسې ونه شي".
هغه ويلي وو، "چا چې د کال 2010 د سېلاب وروسته سرغړونه کړې پرضد يې سخت ګام اخستل پکار دي".
خو وروسته په دغه اړوند بيا کوم خبر مخې ته نه وو راغلی چې سرغړونه کوونکي په ګوته شوي او پرضد یې کومه کارروايي هم شوې وه.
په بحرېن کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 مشر محمد عمران وي او اې ډیوه ته وويل چې د دوی عمله په بحرېن کې موجوده ده او د هر ډول ممکنه پېښې په مهال مرستو ته چمتو ده.
د بحرېن اسټنټ کمشنر وايي، چې باران کم شي او په درال خوړ کې د اوبو کچه ټيټه شي د کالام سره به لاره پرانستلی شي او د پل دپاره به بيا انتظام کولی شي.
د پاکستان د حکومت د شمېرو ترمخه تېر کال په ملک کې د راغلو سېلابونو له امله هېواد ته د 30 اربو ډالرو څخه زيات زيان اوښتی دی او د درېو کروړو څخه زيات خلک یې اغېزمن کړي وو
ددې ترڅنګ دسیلابونو له امله په پاکستان کې په لويه کچه سړکونه، کورونه او سکولونه هم تباه شوي وو.
د خېبرپښتونخوا د سوات سېلګرۍ سيمه چې په سوونو هوټلې پکې دي تېر کال د هوټلونو اتحادیې ويلي وو د سېلاب او بيا سړکونو تباه کېدو له امله ورته د کروړونو روپو تاوان اوښتی وو.