لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم: د غره ښويېدو ملبه لا نه ده لرې کړی شوې، تر اوسه پينځه مړي راويستل شوي


تورخم کې غر راښويېدلی
تورخم کې غر راښويېدلی

د خېبرضلعې د تورخم پولې ته نزدې چې کوم غر راښويېدلی نن په درېمه ورځ هم د هغې د ملبې لرې کولو عمليات دوام لري، تراوسه پورې د ملبې څخه پينځه مړي راویستل شوي چې د ټولو تعلق د افغانستان سره وو.

د لنډي کوتل اسټنټ کمشنر ارشاد مومند وي او اې ډیوه ته وويل چې تراوسه پورې پينځه مړي د ملبې څخه راويستل شوي او څلور ژوبل په لومړۍ ورځ ژغورل شوي او روغتون ته لېږل شوي وو.

هغه وويل، تراوسه پورې 21 ګاډي د ملبې څخه راویستل شوي او عمليات روان دي، د دوی سره چې ممکنه څومره مشينري ده هغه لګيا ده چې زر تر زره دغه ملبه لرې کړي او لاندې ګېر کسان او ګاډي را اوباسي.

خو چارواکي وايي نه شي ويلي چې د کله پورې به ملبه لرې کړی شي ځکه چې د دوی په وينا ملبه ډېره زياته ده.

د ملبې لرې کولو په عملیاتو بوخت د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] د خېبر ضلعې وياند مقصود عالم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هم تايید کړه چې دوی پينځه مړي راويستل شوي او نور امدادي کارونه روان دي.

هغه وويل ملبه ډېره زیاته ده او دوی ته نن غټ کرېنونه راغلي د هغې په مرسته په ملبه لرې کولو کې يو څه اساني جوړيږي.

پرون د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلا اعظم خان او ګورنر حاجي غلام علي هم موقعې ته ورغلي وو.

راپورونه وايي نن د افغانستان څخه یو غټ کرېن راوستل شوی چې په ملبه لرې کولو کې کار وکړي او د ځینې نورو کرېنانو راوستو هم ويل شوي خو چارواکو په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د تورخم پولې ته نزدې د ګل او سه شنبې په شپه غر راښويېدلی افغانستان ته مال وړونکي ډک ټرکونه او کنټېنرې یې لاندې ګېرې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG