د خېبر انتظامي چارواکو د اپرېل په ۲۱ ويلي، په تورخم کې د غر ښویېدنې په پېښه کې د ملبې لاندې دوه نور مړي موندل شوي او د ټولو مړو شمېر اوو ته رسېدلی.
د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکو ويلي د ژغورنې عمليات تېز شوي او پاتې شوي کسان او ګاډي به هم د ملبې نه ژر را وویستل شي.
دوی وايي یواځې دوه کسان اوس د ملبې لاندې دي او د هغو راويستلو د پاره هڅې دوام لري.
نور تفصيل د فرید شینواري په راپور کې.