لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري

د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي، د ترهګرۍ په پېښو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو بهرنۍ اړيکې ثابتې شوي دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري خبري غونډې ته وویل، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي. هغه وويل تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، چې پکې په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي.

د پوځ د شمېرو ترمخه په بلوچستان کې 206 پېښو کې 80 وژل شوي او 170 ژوبل شوي دي. پنجاب کې په پينځه پېښو کې 14 کسان وژل شوي درې ژوبل، او سیند کې په شپږو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي.

د پوځ وياند وويل، روان کال امنيتي ځواکونو د ترهګرو او د هغو د سهولت کارو پرضد 8269 لوی واړه عمليات کړي دي او 1535 ترهګر یې وژلي يا نيولي دي، په خېبرپښتونخوا کې 3591 عملياتو کې 129 ترهګر وژل شوي او 129 نيول شوي دي، بلوچستان کې په 4040 عملیاتو کې 25 وژل شوي 129 نيول شوي، پنجاب کې په 119 عملياتو کې نه څوک نيول شوی او نه وژل شوی او سيند کې په 519 عملياتو کې درې ترهګرو وژل شوي او 398 نيول شوي دي.

هغه زياته کړه د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځ، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.

مېجر جنرل احمد شریف چودري وويل، په 30مه جنورۍ د پېښور په پولیس لاين بريد د ټي ټي پي د مشرتابه د حکم وروسته د جماعت الاحرار ځانمرګي کړی وو، نوموړي چې کومې شمېرې وړاندې کړې د هغې ترمخه په ياد بريد کې 101 کسان وژل شوي او 161 ژوبل شوي وو.

هغه زياته کړه دغه ځانمرګی برید کوونکی افغان وو، د هغې وروسته دوه خودکش نيول شوي او د دوی روزنه په افغانستان کې شوې وه او د پېښور په برید کې ککړ ځانمرګي تعلق د افغانستان د کندوز سيمې سره وو او د هغه د سهولت کارۍ دپاره 75 لکه روپۍ ورکړی شوې وې.

هغه وویل له دغې وروسته د کراچۍ په پوليس دفتر برید کې درې ترهګر وژل شوي د يو وژل شوي کفایت الله تعلق د لکي مروت او بل زاله نور تعلق د شمالي وزیرستان سره وو او د ياد برید مرکزي درې کردارونه وروسته نیول شوي وو.

د پوځ وياند وويل روان کال د ترهګرۍ ضد عملياتو په مهال 137 افسران او ځوانان وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

مېجر جنرل احمد شریف چودري وويل د ترهګرۍ پرضد زمونږ کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر ختمولو پورې روانه وي.

نوموړي د افغانستان سره په پوله لګېدونکي سيمو د ازغن تار په اړوند وويل، د افغانستان سره په 2611 کلوميټره پوله باندې 98 فيصده کار مکمل شوی دی او د ايران سره په پوله 85 فيصده کار پوره کړی شوی دی او په پاتې کار په تېزۍ سره کار روان دی او دغه کار د ترهګرو د مخنيوي دپاره کولی شي.

هغه وويل د قبايلي علاقو 65 فيصده برخه د بارودي سورنګانو څخه پاکه کړی شوې او 98000 نه زيات ماينونه او بمونه ترلاسه کړی شوي او ناکاره کړی شوي دی.

د پاکستان د پوځ وياند چې دغه شمېرې او نور جزيات وړاندې کړه، د تېر کال نومبر د میاشتې راهسې ټي ټي پي ډز بندي ختمه کړې او بريدونه یې پېل کړي دي. وخت په وخت خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې کيږي او په قبايلي ضلعو کې د ماينونو چاودنې هم کیږي.

پوځي وياند په خېبرپښتونخوا او بلوچستان د پرمختيايي کارونو تفصيل هم وړاندې کړو او وې يې ويل په بلوچستان کې د امنيت وضع ښه شوې ده، د ترهګرۍ په نره مقابله شوې ده او دا مبارزه به روانه وي.

هغه وویل د ولس په مرسته به پوځ د هر ډول چېلنجونو مخنيوي وکړي.

د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند د پوښتنې په ځواب کې پوځي وياند وويل، هغه مذاکرات تېر حکومت پېل کړي وو، د پوځ کار عمليات او جګړه کول دي او هغه کوي.

په سوات کې د پېښې په اړه پوځي وياند وويل، د خېبرپښتونخوا پولیس مشر په دغه اړوند تفصيل ويلی او هغه ورته د ترهګرۍ پېښه نه ده ويلي خو د پلټنو وروسته به هر څه معلوم شي.

د خېبرپښتونخوا د سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې د تېر ماسخوتن په چاودنو کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې او په پېښه کې 51 کسان ژوبل شوي دي، پوليس چارواکي وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي خو ښکاري چې د تاڼې په مالخانه کې موجود بارود او نوره وسله چاودلې او چاودنې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG