واشنګټن ـــــ د سوات په چاودنه کې د پولیس عسکرو او عامو خلکو تر وژل کېدو وروسته د ډار او بې باوره حالت وریځې را خورې دي او دا پوښتنې یې را پورته کړې دي چې په دره باندې خو به ظالم سیوري نه غوړېږي او د طالبانو ډلې خو به پکې نه ځای پر ځای کېږي چې د دې جنت سیمې اوسېدونکي له رڼاګانو محروم کړي؟
چې څومره ذهنونه دي هغومره وسوسې دي او اخر ولې به نه وي.
پینځلس شپاړس کاله مخکې مولوي فضل الله او د هغه طالب کمانډرانو چې په سوات کې څه ظلمونه کړي وو هغه به څوک هېر کړي. د منګورې ښار په منځ کې «ګرین چوک» ته به ځایي خلکو «خوني چوک» وایه ځکه طالبانو چې به خپل مخالفین و وژل پر همدې چوک به یې را ځړول.
پر زړورې ملالې یوسفزۍ قاتلانه برید، چاودنې، د سکولونو او کالجونو بندول او د جینکو پر سکولونو چاودنې، د طالبانو رېډیو، فتوې دا هر څه په سوات کې تېر شول. د نجونو پر تعلیم، موسیقۍ او هر ډول هنري پروګرامونو بندیز وو.
د طالبانو په دې دور کې به اکثر سوات ته تلم، یو ځل چې د مېنګورې ښار پر همدې «خوني چوک» ولاړ وم، زما ځایي ملګرو شهزاد، ناصر داوړ او ظفر به په اشارو راته ویل چې دلته چاودنه شوې وه او هلته طالبانو خپل مخالفین وژلي وو، شاید داسې کوم بازار یا چوک به وي چې د طالبانو له ترهګرۍ دې خوندي پاته شوی وي.
یوې خواته د سوات د ښایست رنګونه او بلې خواته دغه د ظلم و ستم داستانونه. زه هغو یادونو په مخه کړم.
په ماشومتوب کې زما د پلارني ښار لاړکانې په موهن جودړو هوایي میدان باندې د ایران باچا او ملکې فرح دېبا ته د ګلدستې ورکولو لپاره زه وټاکل شوم. د ایران باچا شین سوټ اغوستی او سره ټایي یې تړلې وه. د ملکې له هیرو او الماسو ډک تاج، رنګ رنګ ګېڼې او په غاړه کې ځلېدونکی هار، په رن وې سره قالین ورته غوړېدلي وو.
زه چې بیرته کور ته راغلم زما مور او د کوڅې ښځو په تلوسه رانه وپوښتل: "ملکه څنګه ښکارېده؟"، ما ورته وویل، "داسې لکه د بوډۍ ټال په رنګونو کې چې پرۍ وي".
خو بله ورځ چې ماته هغه عکس راکړل شو چې پکې ما د ایران باچا او ملکې ته د ګلونو ګلدسته وړاندې کړې وه، نو هغه عکس تور او سپین وو، زه سخت حیران شوم، ځکه زما له ذهن او وجود سره خو د هوایي میدان رنګونه تړلي وو او په عکس کې رنګونه نه وو. پر «خوني چوک» ولاړ دغه وخت ما همداسې محسوسول او داسې ښکارېده لکه طالبانو چې کټ مټ د دې تور و سپین عکس غوندې د سوات له ښکلې درې د ژوند رنګ اخیستی وي.
ما هلته له زیارت ګل سره هم ولیدل چې اوس یې هم په یادونو باندې د وینو سره داغونه پراته وو، طالبانو د هغه خور وژلې او پر همدې «خوني چوک» را ځړولې وه چې اوس ورباندې زه ولاړ وم. د شبانې قصور د هغې نڅا (ګډا) او سندرې وې. طالبانو یې پر مړي نوټونه او د نڅا عکسونه اچولي وو. بله ورځ یې په جنازه کې یواځې زیارت ګل، دوه خپلوان او پلار شامل وو.
ما د هغې له ملګرې شهناز سره هم ولیدل چې هغه پخپله ډېره مشهوره هنرمنده وه. شهناز ته د خپلې ملګرې شبانې سلګۍ ور یادې وې، "ما د خپل دېوال تر سوري ورته کتل، د پټکیو او اوږدو وېښتانو اوږدو ږیرو طالبان شاوخوا ولاړ وو، ټوپکونه یې په لاسونو کې وو، هغې منتونه ورته کول «ما مه وژنئ، ما مه وژنئ»، د ډزو ږغونه او د مرګ سلګۍ... ".
د رحمان بابا پر مزار قبضه، یو پیر چې د طالبانو خلاف په مزاحمت کې و وژل شو، ملګرو یې هغه ښخ کړ خو طالبانو د هغه مړی له قبره را و ایست او په ونه پورې یې را وځړاوه. د ظلم و ستم حد وو.
اخر پوځي اپرېشن وشو او له سواته په لکونو خلک کډو ته مجبوره شول، د غریبۍ او بېکسۍ په حالت کې که غریبان وو که ماړه، ماشومان وو، که ځوانان یا بوډاګان، ښځې او که سړي ټولو خپل کورونه پرېښوول. د صوابۍ، مردان، چارسدې او پېښور د شاوخوا سیمو خلکو د خپلو کورونو دروازې د سوات خلکو ته خلاسې کړې.
په څو میاشتو کې دننه د سوات خلک بیرته خپلې «جنتي خاورې» ته ستانه شول او په مېنګوره کې د جشن غوندې حالت وو، خو ځای پر ځای د پوځ او نورو امنیتي ادارو چوکۍ او تلاشۍ وې. له کبل، مټې او بحرین څخه مېنګورې ته د داخلېدو په وخت به خلک له سختو ستونځو سره مخ کېدل، په ګنټو ګنټو به یې انتظار کاوه چې د سوات اوسېدونکي یې په سالنډۍ اخته کړل، ځکه لومړی طالبان او اوس هر ځای پوځیان وو.
امنیتي ځواکونو به ویل چې د سوات د ساتنې لپاره امنیتي عسکر پکار دي، د مدني ټولنې یا سېول سوسایټۍ د غړو او ځایي اوسېدونکو له ګیلو او غوښتنو ډېر کلونه وروسته د سوات د امنیت چارې د پښتونخوا او ځایي انتظامیې ته وسپارل شوې.
په سوات کې د ژوند رڼاګانې که نیمګړې وې هم خو بیرته را ستنې شوې وې، مګر ما داسې محسوسوله چې شاید د غم او ماتم داستانونه به د سوات درې له وجود سره تل تړلي وي.
ما په هماغو ورځو کې له ټولنیز او سیاسي شخصیت مسرت احمد زېب سره ولیدل چې د سوات د والي د کورنۍ ده. هغې د یو غیرسرکاري تنظیم په وسیله له هغو کونډو سره مرسته کوله چې خاوندان یې طالبانو وژلي وو. دغو ښځو به په جامو باندې په رنګ رنګ تارونو او ستنو ګلکاري کوله. ما داسې وګڼله لکه هغه چې د ځان او سوات ټپي ژوند ته بیرته د رنګ ورکولو هڅه کوي.
میاشتې او کلونه تېر شول، خو کله چې طالبان بیرته افغانستان ته را ستانه شول او د کابل واک یې په لاس کې واخیست نو د سوات اوسېدونکي ډار او وسوسو په مخه کړل او ولې به داسې نه وي! په سوات باندې ظلم کوونکي پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي خو د افغان طالبانو «د عقیدې وروڼه» ګڼل کېږي.
هلته له طالبانو سره د پاکستان د ایسټېبلشمنټ د خبرو اترو هڅې، په مذاکراتو کې د ای ایس ای د مخکیني مشر جنرل فیض حمید مخته مخته کېدل، یوه پښه په کابل کې او بله په پېښور کې. په دغو مذاکراتو کې د پښتونخوا حکومت او قبایلي مشران هم شامل وو. په همدې وخت کې په سوات کې زرګونه خلکو د دغو مذاکراتو خلاف مظاهرې وکړې، دوی اندېښمن وو چې طالبان بیا سوات ته را ستنېږي او پر "غیرفعال" پالیسیو یې تنقید وکړ.
بیا ناڅاپه له پاکستاني طالبانو سره خبرې ناکامه شوې، هغوی بریدونه تېز کړل، په چاودنو او ترهګرو حملو کې پوځیان، پولیس او ګڼ شمېر عام خلک و وژل شول. اوس د طالبانو خلاف د "استخباراتو" په بنیاد اپرېشن روان دی، په دې حالت کې د سوات خلک له پرېشانۍ سره مخ دي او ویرې اخیستي دي چې هسې نه د طالبانو د ظلم سیوري بیا د دوی په دره کې خواره شي او که اپرېشن وشو نو دوی به مجبوره وي چې بیا کډې په شا له خپل «ښکلي جنته» ووځي.
زما په یاد دي څو کاله مخکې په مېنګوره ښار کې یو بوډا راته خپل د غم داستان اورولی وو "ما خپله دره ولیده چې و رژېده، زما کاروبار تباه شو، ما د خپل ملګري د زوی جنازه پخپلو زړو اوږو واخیسته چې طالبانو وژلی وو، زه یې څنګه هېر کړم، خو کوم اعصابي تکلیف چې په کډوالۍ کې راباندې تېر شو هغه بیانولای نه شم. اوس مو دعا او هیله دا ده چې طالبان کله هم بیا را نه شي او نه هم کله موږ بیا مجبور شو چې خپله دره پرېږدو".
"...کله چې موږ بیرته درې ته را ستانه شو نو موږ د خپلو پلرونو نیکونو قبرونو ته لاړو او له ځانه سره مو دا وعده وکړه چې که طالبان بیا راغلو نو موږ به مزاحمت کوو، پخپل سوات کې به سر ورکوو خو ترې کډه کېږو به نه... ".