په کراچۍ پوهنتون کې دننه د چینايي ژبې د زده کړو مرکز کنفوشيس انسټيټيوټ چې پوره يو کال وړاندې یې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی او د هغې وروسته د دغه مرکز او پاکستان کې دغه ډول نورو مرکزونو څخه ټول چينايي استازان بيرته خپل ملک ته تللي د یو کال تېرېدو پس هم بيا پاکستان ته نه دي ورغلي.
په کراچۍ پوهنتونو کې دننه جوړ د چينايي ژبې او کلتور کنفوشيس مرکز زده کوونکي وايي، زده کړې یې روانې دي او چينايي استازان ورته انلاين کلاسونه اخلي خو هغه شان نه دي څنګه چې د هغو په موجودګۍ کې وو.
په کنفوشيس مرکز کې زده کوونکې يُمنا وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، "زده کړې یې روانې دي د چين نه یې استازان انلاين کلاسونه هم اخلي او ښه محنت ورسره کوي خو زده کړې یې هغه شان نه دي څنګه چې یې چينايي استازان دلته د دوی سره موجود وو".
تېر کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور پکې وژل شوي وو.
د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.
په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو د بريد وروسته چين د پاکستان نه په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو ترڅنګ چينايانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کړې وې.
په کنفوشيس مرکز کې د وژل شوو چينايي استازانو په یاد کې نن يوه غونډه راجوړه کړی شوې وه.
د چينايي ژبې د مرکز کنفيوشيس انسټيټيوټ چارواکي وايي، د چينايي استازانو د تګ وروسته یې په زده کړو کې کوم کمی نه دی راغلی بلکې دعوه کوي زده کوونکي یې زيات شوي دي.
دوی وايي وايي پکار ده چې د چین استازان بيرته راشي او دلته د دوی سره موجود وي خو دا پرېکړه به پاکستان او چين کوي.
کنفيوشيس انسټيټيوټ ډايریکټر پروفېسر ډاکټر ناصرالدين خان وايي، چين ته تللي استازان د دوی سره انلاين کلاسونه اخلي یواځينې فرق دا دی چې هغوی دلته موجود نه دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په کراچۍ کې د دوی سره د 25 پورې استازان وو تر ټولو زيات په کراچۍ کې وو، نور په نمل، په پنجاب او فېصل اباد يونيورسټۍ کې وو خو تر ټولو زيات دلته وو.
ایا چين ته تللي چينايي استازان به بيرته راشي يا ضرورت یې لرئ، دغه پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل،
"دا خو اوس د سټېټ پاليسيانې دي که د چين سفارتخانه او کونسلېټ که چرته مطمين وي په ټول حالاتو باندې، چې څه هم دي نو يقينيا چې اجازت به ورکړي او هغه به راشي، استازان تیار دي او د هغو راتلل پکار دي ځکه چې دا شريک پروګرام دی او مونږ تل چينايي استازانو ته ضرورت لرلی دی".
هغه زياته کړه، په کنفوشيس انسټيټيوټ کې ورسره د 300 نه زیات زده کوونکي زده کړې ترلاسه کوي.
تېر کال د مې په میاشت کې د پاکستاني تهنک ټهېنک پاکستان چاینا انسټيټيوټ ويلي وو په پاکستان کې نزدې د 26000 او 30000 ترمنځ پاکستاني محصلین په بېلابېلو درجو کې د چينايي ژبې زدکړې کوي.
تېر کال د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان د سيند صوبې حکومتي چارواکو او سي ټي ډي پوليس دعوه کړې وه چې په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو د ځانمرګي بريد مرکزي تورن سهولت کار يې نيولی دی.
د سيند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل مېمن د سي ټي ډي او رېنجرز ځواک د چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ویلي وو، د لاقانونه ګرځول شولې ډلې بلوچ لبرېشن فرنټ [بي اېل اېف] نومې تنظیم کمانډر داد بخش نيول شوی وو.
د کراچۍ پوهنتون د ځانمرګي برید وروسته هم په کراچۍ کې په چينايي وګړو وژونکي بريدونه شوي وو.