پاکستان کې په وروستيو کې د منکي پاکس وايرس په ناروغۍ دوه تنه اخته شوي او د صحت قامي مرکز [اېن ايي اېچ] دوه ورځې وړاندې تاييد کړی وو چې د سعودي عرب څخه راتلونکو دوه کسانو کې دغه ناروغي معلومه شوې وه.
اېن ايي اېچ ويلي وو په کومو مسافرو کې چې د منکي پاکس تصدیق شوی په هغو کې يو کور ته منتقل کړی شوی او بل د اسلام اباد په پمز روغتون کې داخل کړی شوی وو.
د پاکستان د صحت وزارت ویلي وو، پاکستان کې دغه ناروغي لا خوره شوې نه ده او نه یې کوم تصدیق شوی دی ځکه پاکستان د نړۍ په کچه د دغه بيمارۍ څخه بچ دی او د خورېدو امکان یې کم دی.
پرون د سيند صوبې د صحت وزیرې عذرا پيچوهو ويلي وو په سيند صوبه کې تراوسه پورې د منکي فوکس کومه پېښه نه ده تايید شوې او په لياري سيمه کې په يو ماشوم د منکي فوکس علامات ليدل شوي خو د هغه معاينه يا ټېسټونه کولی شي د هغې وروسته به معلومه شي چې دغه ماشوم په منکي فوکس ناروغۍ اختی دی که نه دی.
منکي پاکس کومه ناروغي ده؟
د اسلام اباد د شفا انټرنېشنل روغتون ډاکټر اعجاز احمد خان د ډیوه خبریال وقار احمد سره په مرکه کې ويلي، دا يوه خورېدونکي ناروغي ده او د ځنارو نه انسانانو ته منتقل کيږي او بيا چې يو تن ته ولګي د هغه نه نورو ته هم لګېدی شي، که څوک په دغه ناروغۍ اخته تن سره نزدې کيږي نو هغه ته هم لګېدی شي.
علامات
ډاکټر اعجاز احمد خان وايي، د منکي پاکس په علاماتو کې تېزه تبه، يخني ورسره کېدل، په ټول وجود دردونه، په سر تېز درد او ډېره کمزوري محسوسېدل، بيا د يوې نه تر درېو ورځو پورې په وجود باندې دانې راختل شورو شي او بيا په ټول بدن خورې شي، دغه دانې بيا اوبه او نوو وکړي او بيا ماتې شي او وچيږي.
هغه وویل پاکستان کې تراوسه پورې په ځايي کچه په چا کې د منکي پاکس تاييد نه دی شوی.
علاج
ډاکټر اعجاز وايي، پاکستان کې او ډېرو ملکونو کې لا د دې خاص علاج نشته، او دا په لسو کې د يو تن دپاره خطرناک کېدی شي، زياتره د پاخه عمر کسان، کم عمر ماشومانو او حامله ښځې ډېرې اغېزمنولی شي.
احتياط
د نوموړي ډاکټر په خبره که چاته دغه ناروغي لګېدلې وي پکار ده د هغه نه ډډه وشي، په ځانله او هواداره کمره کې وساتل شي، د هغه سره د نزدې کېدو نه ډډه پکار ده او که څوک ورته مجبورا نزدې کیږي نو هغه دې بيا خپل لاسونه خامخا وينځي.
منکي پاکس د چرته نه خور شو؟
د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه منکي فوکس د د منځنۍ او لويدیځې افريقې د ځنګلونو نه خواره شوي وايرس دي او په 1970 کې ورته د منکي فوکس نوم ورکړی شوی وو او له دغې وړاندې دا وايرس په پنجرو کې بندو بيزو يا شادوګانو کې معلوم شوي وو.
تېر کال د اګست په میاشت کې د دې ناروغۍ پېښې سېوا شوې خو وروسته بيا پرله دغه ناروغي کمه شوې وه.
د راپورونو ترمخه تراوسه پورې په نړۍ کې په 111 ملکونو کې د منکي پاکس 87000 پېښې مخې ته راغلي او ويل کيږي په ګرده نړۍ کې ترې تراوسه پورې 119 کسان مړه شوي د.ي
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [رېډيو پاکستان] د خبر ترمخه د صحت نړیوالې ادارې پاکستان ته د منکي پاکس د ناروغۍ د مخنيوي په لړ کې د پوره مرستو کولو باور ورکړی دی.
پاکستاني چارواکي وايي په هوايي اډو د منکي فوکس په اړوند د بهر څخه راتلونکو مسافرو څارنه او معاينې کوي.