لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: اول به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مودو بداعتمادي ختمول وي


څیړونکي وايي، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزیر د پاکستان سفر ښه خبر دی چې د سيمې هېوادونه یو ځای کښېني او په مختلفو موضوعاتو خبرې کوي خو ايا دا ملکونه د امریکا نه بغېر څنګه کولی شي چې یو اقدام وکړي، او ځینې بيا وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو کې د مودو بداعتمادي ده اول به هغه ختمول وي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل یوې کمیټې د ګل/دوشنبې په ورځ په دې اتفاق کړی چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته اجازت ورکړي چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان نه پاکستان ته سفر وکړي او هلته کې د پاکستان او چین له خارجه وزیرانو سره وګوري.

دغه خبره د پاکستان سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] هم کړې چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي په خواست په ملګرو ملتونو کې په طالبانو د بندېزونو کمېټۍ اجازه ورکړې چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر دې د پاکستان سفر وکړي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم د روانې اوونۍ په پای کې د خپل خارجه وزیر امیر خان متقي د پاکستان د سفر ویلي دي چې هلته به "د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي".

ويل شوي متقي به "د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي". او هغه به د چين د خارجه وزير سره هم وویني.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاز پروفېسر عبدالشکور وايي، دا ليدنه ډېره مهمه ده او د سيمې د هېوادونو دپاره ګټوره هم کېدی شي خو څنګه یو دم کېدی شي چې سياسي مسلې نه وي حل شوي او غټ ګام اخستل کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا به ښه خبره وي چې په افغانستان کې طالبان په رسمي يا غېر رسمي توګه تسليم کړی شي يا یې علاقايي هېوادونه تسليم کړي خو دوی بيا څومره په یواځې داسې کولی شي چې امريکا د افغانستان په اړوند يو غټ کردار لري د هغې نه علاوه یو داسې اقدام وکړی شي".

نوموړي زياته کړه "دا يو سوچ شته چې د دې سيمې هېوادونه د امریکا نه ځان ته يو ګروپ بندي يا صف بندي وغواړي هغه به څومره عملي کېدی شي په ځانګړي ډول د پاکستان غوندې ملک دپاره چې هغه خپله خارجه پاليسي د امریکا نه دومره ازاده کړي چې يو داسې غټ قدم واخلي، نو خبرې ښې دي خو دې ته عملي جامه ورکول په دې وخت کې ماته لږ شان ګران ښکاري".

څیړونکی خبريال طاهر خان وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سفر مهم دی ځکه چې افغانستان ته دا وخت د سيمې هېوادونو سره اړيکو ته ضرورت دی په داسې وخت کې چې افغانستان تراوسه چا په رسميت نه دی پېژندلی او بندېزونه پرې هم دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "ښايي چې پاکستان به په دغه ليدنه کې د افغانستان سره د امنيت په اړوند خپلې اندېښنې شريکې کړي، او دغه ډول افغانستان به هم خپلې مسلې پاکستان ته وړاندې کړي لکه د تجارت، ويزو او ورسره نورې اړونده مسلې هم دي".

خو نوموړی وايي، "مهمه خبره دا ده چې افغانستان تراوسه چا په رسميت نه پېژلی".

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تل پاتې بداعتمادۍ په اړوند نوموړي وويل، "دغه بد اعتمادي مينځه تلل دومره زر ممکن نه وي ځکه چې د اعتماد په مقابله کې بداعتمادي ډېره زياته ده، پاکستان د افغانستان نه د امنیت په اړوند شکايتونه لري او افغانستان د تجارت او ورسره اړوند موضوعاتو باندې خپلې اندېښنې لري".

پېښور پوهنتون کې د ايريا سټډي سنټر بخوانی مشر ډاکټر سرافراز خان وايي، "د پاکستان د پوځ او استخباراتو د طالبانو سره ښې اړيکې پاتې شوي او پاکستان کې د طالبانو دپاره نرمه رویه هم ساتل شوې ده، او پاکستان داسې ګڼله چې طالبان یې د لاس لاندې دي او ښکاري هم داسې، خو د ټي ټي پي په معامله کې د پاکستان د ولس خواهشات طالبان نه پوره کوي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پاکستان کې د طالبانو دپاره وېشلی نظر موجود دی او طالبان به د دې نه ګټه پورته کوي". نوموړي زياته کړه په دې اوسني سفر کې به تر ټولو زياته ګټه طالبانو، بيا چين او تر ټولو وروستۍ ګټه پاکستان ته وي.

د روان کال په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

خو څيړونکي وايي د پاکستان د لوړې کچې حکومتي او استخباراتي پلاوي د کابل سفر او طالب مشرانو سره د ليدو وروسته هم د ترهګرۍ په پېښو کې کوم ښکاره کمی نه دی راغلی، د دې نه معلوميږی چې د اسلام اباد او کابل په مينځ کې بداعتمادي شتون لري بلکې سېوا شوې ده.

په 30 جنورۍ په پېښور کې د ځانمرګي بريد وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان د نوم اخستو پرته ویلي وو، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي". او اوس به مونږ له "د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي".

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د ځانمرګي بريد وروسته چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي د پاکستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو تور لګولی وو، چې د دغه بريد لپاره وسله والو پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې وه.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دغه توردر کړی وو چې ګواکې د پېښور په چاودنه کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده او ويلي يې وو پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او کورنۍ پلټنې دې یې وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG