لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د استازانو د وژنو پرضد نن د پاړاچنار بازار احتجاجاً تړل شوی، پوليس وايي امنيت قابو دی


کورمه کې د وژل شوو استازانو د جسدونو سره احتجاج شوی
کورمه کې د وژل شوو استازانو د جسدونو سره احتجاج شوی

د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې پرون د سکول د استازانو او نورو د وژنو د پېښو وروسته ځايي خلک وايي نن د پاړا چنار بازار بند او د وژنو ضد د جسدونو سره احتجاج شوی دی. خو پوليس وايي سړکونه خلاص او امنيت قابو دی.

پوليس چارواکي وايي پرونۍ پېښه د دوو قومونو ترمنځ د لسيزو راهسې د ځمکې په سر د شخړې په نتيجه کې شوې خو د سيمې سياسي مشران وايي دا د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښه ده.

د کورمې ضلعې د پوليسو مشر محمد عمران خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، "پرون چې کومې پېښې شوي دا د دوه قومونو منګل او توري قوم ترمنځ د ځمکې په سر د شخړې په نتيجه کې شوې او دا شخړه د اوږدې مودې نه را روانه ده، اووه، اته زره کناله ځمکه ده او د کال 1909 نه پرې دا کشاله روانه ده په دې وړاندې هم جنګونه شوي او د دواړو خواو نه پکې ډېرې وژنې شوي دي".

هغه وويل "په دغه شخړه کې د دواړو قومونو ترمنځ وروستۍ جګړه د کال 2021م د اکتوبر په میاشت کې شوې وه او په هغې کې هم وژنې شوې وې". نو دا د هغه د ځمکې د شخړې په سر مړي شوي دي.

هغه زياته کړه "پرون اول د مېنګل قوم يو تن وژل شوی او د هغې په ځواب کې بيا مېنګل قوم د مخالفه ډلې په کسانو په سکول کې برید کړی، د پېښې مقدمه درج شوې، د وژل شوو کسانو خاورو ته سپارلو عمل روان دی، پوليس، پوځ او نورې امنیتي ادارې په ځای دي او امنيت قابو دی".

هغه وويل په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو هڅې روانې دي، سړکونه خلاص دي او امنيت قابو دی.

پوليس افسر وويل، په پرونيو پېښو کې "لومړی يو تن وژل شوی چې د مېنګل خروټي قوم سره یې تعلق وو بيا اووه کسان په سکول کې وژل شوي چې د توري قوم وو او په دغو اووه کسانو کې څلور استازان او درې مزدروان وو، او دا فرقه یيزه شخړه نه ده د ځمکې په سر تنازعه وه".

پرون د کورمې مرستیال کمشنر سېف الاسلام وي او اې ډيوه ته په پېښو کې د اووه کسانو د وژنو تاييد کړی چې لومړی يو تن چې استاز وو، وژل شوی بيا په سکول کې ډزې شوي څلور استازان او دوه مزدوران پکې وژل شوي وو.

خو د کورمې سره تعلق لرونکي سياسي مشران وايي، دا د ځمکې په سره د شخړې مسله نه ده ترهګري شوې او بې ګناه استازان پکې وژل شوي دي.

د کورمې سره تعلق لرونکی د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر سيد ذوالفقار علي شاه وايي، دوی د پرونۍ پېښو غندنه کوي، "نن په کورمه کې ويره ترخه ده او مونږ په علاقه کې د سني او شيعه مشرانو سره په رابطه کې يو او د امن دپاره جرګې کوو چې امنيت په ځای کړو".

هغه وويل، دا د ځمکې په سر شخړه نه وه "دا يوه پلان شوې لوبه وه چې په کورمه کې به بدامنۍ جوړول کيږي او دغه پېښه شوې ده". هغه زياته کړه دوی د پوليس او نورو ادارو نه غوښتنه کوي چې د دغه پېښو عدالتي پلټنې وکړي او ککړ کسان په ګوته شي کنه د کورمې حالات به خرابيږي.

په پاړا چنار کې موجود سيد اصغر حسېن چې تعلق یې د پاکستان پيپلز ګوند سره دی، د وي او اې خبریال عدنان بېټني سره په خبرو کې ويلي، "دا ترهګري ده په رڼا ورځ خلک راغلي او په سکول کې یې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکي استازان او درې مزدوران وژلي دي".

هغه وويل "د دغو وژل شوو استازانو د چا سره هيڅ دښمني او مسلکي مسله نه وه". نن دوی د پرېس کلب مخې ته احتجاج کړی او د رياست نه یې د دغه پېښې د کره پلټنو او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغو ته د سختو سزاګانو غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه "د پاړا چينار بازار بند دی نن د جمعې د نمانځه وروسته د وژل شوو جنازې وشوې او خاورو ته وسپارل شو".

هغه وویل، په سيمه کې پوځي عمليات شوي د علاقې د امنيت دعوې شوې نو بيا ولې داسې پېښې کيږي.

د کورمې پرېس کلب مشر خبريال علي افضل افضال وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "دا پرونۍ پېښه نه د ځمکې ده نه د اوبو او نه د ځنګل ده، حالانکې داسې پېښې په سيمه کې ډېرې کيږي".

هغه زياته کړه، دا پرونۍ پېښې ناڅاپه شوي او استازان پکې وژل شوي دي.

هغه وويل "د استازانو د وژنو د پېښې پرضد چې نن په عليزۍ کې زنانوو احتجاج کړی يا په پاړا چنار کې استازانو احتجاج کړی يا د روغتون ملازمينو کړی او د جمعې د نمانځه وروسته چې نن د جسدونو سره مظاهره وشوه او ګڼو خلکو مشرانو پکې ګډون وکړو"، دغه مظاهرې ته بيا د توري بنګش مشرانو وويل چې "دا استازان بې ګناه وژل شوي او د حالاتو خرابولو هڅه شوې ده".

د نوموړي په خبره وينا کوونکو د استازانو د وژنو غندنه وکړه او په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او هغو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کوله.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG