د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان چې پرون د اسلام اباد هايکورټ په احاطه کې نيول شوی، اسلام هايکورټ ويلي د عمران خان نيول قانوني دي. د عمران خان د نيولو پرضد د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمې د 13 مې پورې د تعليمي ادارو بندولو او امتحانونو ځنډولو اعلان کړی دی.
د عمران خان د نيولو په اړوند د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق نوټس اخستی وو چې د هغه نيول قانوني وو که غېر قانونه؟.
عدالت بیا سيکرټري داخله او د اسلام اباد پوليس مشر عدالت ته بللي او پوښتنې یې ترې کړې وې.
عدالت ماښام فېصله محفوظ کړې او ناوخته یې فېصله اورولې چې عمران خان د قانون مطابق نيول شوی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد هايکورټ په فېصله د حېرانتيا څرګندونه کړې ده.
د تحريک انصاف فواد چودري ویلي، د اسلام اباد هايکورټ لخوا د عمران خان نیول قانوني ګرځول حېرانوونکي دي، د عمران خان د ضمانت نه وړاندې په نيولو فېصله اورول بغېر د ګرفتارۍ غېر قانوني دي دغه فېصله به په سپريم کورټ کې چېلنج کوو.
له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله هم ويلي وو چې عمران خان د قانون لاندې د احتساب قامي ادارې [نېب] د غبن په قضيه کې نيولی، د نېب په حراست کې دی.
د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د عمران خان د نیولو وروسته د هغه طبي معاينه شوې او نن د شورو په ورځ به د نېب عدالت ته وړاندې کولی شي.
تحريک انصاف ګوند نن هم د عمران خان د نيولو پرضد د احتجاجونو اعلان کړی دی.
پرون د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د ملک په غټو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، سرکاري املاکو ته د تاوانونو اړولو او د مظاهرو په مهال په ځينې ځايونو کې د مرګ ژوبلو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.
خېبرپښتونخوا کې د تعليم وزارت په صوبه کې نن د لسمې مې نه تر 13 مې پورې د تعليمي ادارو بندولو او صوبه کې د روانو امتحانونو ځنډولو اعلان کړی دی.
د خېبرپښتونخوا د ايليمنټري او سيکنډري اېجوکېشن محکمې په اعلامیه کې ویلي، په صوبه کې به د نن د لسمې مې نه تر 13 مې پورې ټولې سرکاري او شخصي تعليمي ادارې بندې، او د نهم او لسم ټولګي امتحانونه ځنډول شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند د مظاهرو په مهال په پېښور کې ځای په ځای سرکاري تاسيساتو د اور اچولو، د سواټ موټر وی د ټول پلازې سوځولو، او په چکدره کې د چترال سکاوټ په کېمپ د تحريک انصاف د غړو د ورتلو خبرونه مخې ته راغلي او ويل شوي چې په چکدره کې د مظاهره چیانو او چترال سکاوټ د غړو ترمنځ په نښته کې څو کسان ژوبل شوي هم دي.
چارواکو د چکدرې پېښې په اړوند په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه د ګوند پلویان په پینډۍ کې د پوځ پر مرکز جي ایچ کیو او په لاهور کې د کور کمانډر پر کور ورغلي او د ملک په لویو ښارونو کې له یې قهره ډک احتجاجونه کړي دي.
د شپې ناوخته پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی چې په لاهور کې عسکري ټاور سوځول شوی او د مسلم ليګ ن په دفتر هم د تحريک انصاف ګوند غړي ورغلي دي.
د پوځ لخوا په دغه اړوند کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي چې څوک قانون په لاس کې اخلي او سرکاري املاکو ته تاوان اړوي پرضد به یې قانوني چلند کيږي.
خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قېصر ویلي، دوی پرامنه احتجاجي مظاهرې کوي او چا چې تاوانونه اړولي دوی یې غندنه کوي او دغه کسان شرخوښي وو د تحریک انصاف ګوند غړي نه وو.
په کوټه او بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې هم احتجاجي مظاهرې شوي دي.
د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزير مير ضيا لانګو مطبوعاتو ته ویلي په کوټه کې د تحریک انصاف د مظاهرې په مهال په ويګو ګاډي سورو کسانو په ډزو کې يو تن وژل شوی او د شپږو پوليس په ګډون پکې د 13 پورې کسان ژوبل شوي دي.
په کراچۍ کې هم په شاهراه فېصل سړک د تحریک انصاف ګوند لخوا احتجاجي مظاهرې شوي او چارواکو د مظاهرو په مهال د درېو سرکاري ګاډو سوځېدو او د پيپلز بس په نوم څو ګاډو ماتولو ويلي دي.
په کراچۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د سيند صوبې مشر علي زېدي نيول شوی دی.
د تحریک انصاف ګوند خرم شېر زمان نن هم ماسپښين په دوه بجې په شاهراه فېصل سړک د احتجاج اعلان کړی دی.