پاکستان کې د پوليو مخنیوي پروګرام ويلي، د کراچۍ ښار ختيځ په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی او دا په کراچۍ کې د روان کال لومړۍ ماحولياتي نمونه تر لاسه شوې ده.
د پولیو د مخنیوي پروګرام په خبرپاڼه کې ویلي، د مې په 15مه د سهراب ګوټ څخه د پولیو نمونه اخستل شوې او قامي پولیو ليبارټرۍ کې یې معاينه شوې ده.
ويل شوي له دې وړاندې د تېر کال اګست په مياشت کې د ملیر د لانډهي سيمې څخه په ماحولياتي نمونه کې د پولیو وايرس تصديق شوی وو.
د کراچۍ ښار سهراب ګوټ او لانډهي زياتره پښتون مېشته سيمې دي.
د صحت وزیر قادر پټېل ویلي، "ماحولياتي د پوليو نمونې ترلاسه کېدل ښيي چې زمونږ د پولیو د څارنې معیار لوړ دی خو د دې مطلب دا هم دی ماشومانو ته د پولیو خطره ده".
د پوليو د مخنیوي د بېړني مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ويلي، "د پوليو د مخنیوي پروګرام په ملک کې د پوليو د مخنیوي دپاره چمتو دي، د پولیو وايرس د يو ځای نه بل ځای ته منتقل کيږي ځکه ټولو ماشومانو ته په هره موقع د پولیو ضد ويکسينو ورکولو هڅې کولی شي".
په پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام دعوه کوي د پوليو وايرس د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو پورې محدودولو کې کامياب شوي دي.
خو د کراچۍ نه وړاندې په لاهور، د خېبرپښتونخوا په هنګو، پېښور، ډېره اسماعيل خان او بر جنوبي وزيرستان کې ماحولياتي مثبتې نمونې ترلاسه شوې وې.
په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو يوه پېښه مخې ته راغلې ده.
په پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينۍ پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.
په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.
پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.
تېره مياشت د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان او خېبر کې د پولیو په ټیمونو ساتونکو پولیسو دوه بريدونه شوي، او دوه ساتونکي پوليس اهلکار وژل شوي وو.
او هم تېره میاشت د بلوچستان صوبې په مستونګ کې د پوليو د پوليو په ټيم بريد کې ساتونکی پوليس اهلکار وژل شوی وو.
پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي، دوی ته اوس هم د پوليو ضد کمپاین کې غټه مسله د ځینو مياندو پلارانو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار دی خو دوی د خلکو قانع کولو او خوندي کمپاينو چلولو پوره هڅه کوي.